کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری    

 

لارښود

شرمښ چې نوريې د ويالې  په دواړو څنډو خپله واکمني چلوله ښه ژوند يې درلود. نو د مخالف ګوندچغال پلان جوړ کړ چې هغه مړ کړي او د دا دنده يې دا وار سپي ته ورکړه  ځکه مخکي ګيدرې خپل کار سم نه وو ترسره کړی.
باټک سپي  شرمښ د سیند د هاخوا د هيلېو د خوږو غوښو په خوړلوهڅوی ترڅو هغه په دې پلمه په  سیند کې ډوب کړي
سپي و شرمښ ته چې تړتړی کیدی وويل:
 که- غواړي - صحت دي سم وي بايد د هيلېو غوښه وخورې هغه وازګه نه لري ، فشارنه لوړ وي  ، ګليسترول نه لري او هم  څوک نه چاغوي ځکه اوس چاغښت ته ناروغي وايي. که د هيلېو غوښه وخورې ټوله ورځ به په سوچو کې په هوا کې الوزې ،  دا  هيله هغه وخت  تر سره کيدای  شي چې د سیند ها خوا ته تير شی.
 بیا يې وموسل او په غوړه مالی يې وویل: اوداکار لامبو غواړي. خو لامبو چندان مشکل کار نه دئ  د اوبو په سر ځان مړ واچوه اوبه دي خپله هاخوا ته  بيايې! او چې وچې ته نژدې شوې بيا ټوپ واهه.
 سپي د شرمښ د اعتماد په پار
 دا کار ورته عملي کړ  د اوبو هغه خواته تير شو او بيرته را تير شو
شرمښ ډاډه شو چې کيدونکي کار دئ  بيا يې يوه پښه کرار په اوبو کې کيښوده خو هغه  په اوبو کې ننوتله .
سپي ورته وويل:
 ستا پلار ما په دې خپلو دوو ګناهکارو سترګو ليدی چې د اوبو هغه خوا تيرېدی له همدې کبله خداي دي مې غاړه نه بندوي د هغه عمر دوه سوه کاله وو که درې سوه کاله
او دا شعر يې ورته زمزمه کړ
که نداشته باشد نشان پدر ......
 يوازې لږ جورت غواړي د اوبو منځ ته ورشه اوبه  دي چې تر ستوني راورسيدې بيا ځان مړ واچوه خپله د اوبو په سر را‎ځې
سپي بيا نارې کړه: که نداشته باشد نشان پدر....
د دې شعرپه ويلو  سره د شرمښ په تندي دغیرت دخولو مرغلرې را ښکاره شوې نو زړه نا زړه اوبو ته ننوت چې اوبه يې تر ستوني پوري ورسيدي نو چيغی يې کړی  او بيرته  له اوبو نه راووت  ښه ډيری  اوبه يې تيریکړی وی دخواشینی  څخه په ډکه  انګولا  له اوبو راووت   . غروسکې ترې ولاریدی  له ويرې لکه  پاڼې ريږدېدی....
او اوږد اوږد څانګې وانګې وغزيد
 يو ګړي وروسته بياسپي ورته وويل :
که نداشته باشد نشان پدر....
... 
شرمښ  چې د سپي نه شرميدلۍ چې هغه يې حرامونی ونه ګڼی بيا په دریاب ګډ شو .له ځان سره يې وويل:يا وطن يا کفن !
چې اوبه يې تر ستوڼی ورسيدی نو ځان يې مړ واچوی اوبو  ډوب کړ
سپي نڅا کوله چې هڅونه يې په    برياليتوب تر سره کړې ده
او ناري يې کړې مړ مې کړې ته او خداي چا تر اوسه شرمښ ليدلۍ دی چې د هيلېو غوښه  وخوري!
همدا علت دی چې سپي اوس د رنډو لارښوونکی دی او ستاسو دی پام وی  اخیر هغه وژنی.