کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری    

د لندن واده

دا لومړي وار وو په لندن کې يو واده ته خبر وم نو خپله د پلو خوري دریشي مې  اوتو کړه  دښځینه و او نارینه و عطرونه مې دواړه پر ځان وپاشل  د اولادو سره يو ځای کرار کرار د واده  دسالون خوا  ته ورغلم . هلته ځل ا وبل وود شاو خوا د چراغونو په لیدوهېښ پاته شوم. چې شا ته مې وکتل  اولادونه او میرمن  مې بیا نه وه ییغ بیغ  ودریدم له ځان سره مې وویل: دا څومره بد کار شو ماشومان مې ورک شول . دلته کابل رادیو هم نشته  چې  اعلان تیر کړم نود یو تن نه چې هلته ولاړ وو ورو  وپوښتل:
 برادر هومین  چلدرین لوست .

 هغه راته وویل :کاکا جان  هغوی د ښځو سا لون ته ولاړی. ما له ځانه سره وویل :وی دا خو پښتون دی.

 ما تعجب وکړ د هغه نه مې په اریانی وپوښتل

ولې دوه وادونه دی؟

 هغه وویل :نه
موږ شکر بسلمانان  یو. ستر ښه دئ! ځکه ښځو سينګار کړۍ دئ  او ځينې يې نڅاه کوي دا ښه د ه نارینه او ښځې سره جلا وي ! ما له ځان سره وويل : هو بايد مېړه يې مزاحم نه شي ځکه د خپلو نه ستر ښه  دی.  اوزه يې یو تنګ او تروش  تر بوخته سالون ته بوتلم   ما ورته وویل : دا دومره کوشنی ځای....

هغه راته وویل شکر وباسه چې دا د بډای سړي واده دی کنه بیا په یو سالون کې پرده وهل کیده
ما هم شکر وکړموسکا مې پر شونډو  خپره شوه چې دشتمن میلمه یم او په زوره مې وټوخل :هوهو

هلته د نارينو په سالون کې يو ټيپ لګيده او د زوم پلار د خپل د ځواني پيته وراچولي وه
دنارينو خوا نور ددې زاړه کسيټ نه ستړي شوي وه نو سياست پيل شو چې په  شور  او د لاسونو ښورولو  په اټن سره بدرګه کيده
 مانو دلمپلځی( تشاب )تګ غوره وګڼی او د تشناب خوا ته ر هي شوم هلته ښه بيروبار و  ټولو ته  دا ربړ پيداشوي  ووهر يو به يوه او بله پښه کيدی او په ستونزه کې وه زه هم  دهغوی په کتار کې ودريدم،اوملاوستنی( کمر بند) مې سست کړ
هلته مې دپاپ ساز ښه ډم و ډوم تر غوږ شو ښه ځير شوم  د ښځو سالون د هغه ځاي نه ښکاریده د زوم پلار هلته نڅیدی او ارمان يې ایستی   لږ نور ور کوږ شوم
د ښځو خواته يود موسيقي بانډ راوستل شو وو  چي ډم و ډوم  يې وو دهغوي سندر غاړی هم نشه او سر مست ښکاریدی باید هم داسې وای  هغو درې تنه محرم بهرني مېلمانه هم درلوده چې د هغو سره ناست وه  او د ااوغانی واده ننداره يې کوله.
 مست جره ځوانان  هم هلته وه، مست  غبرګ اټنونه يې کول   له ځان سره کریز کوی :ځوانان خو اټن او نڅاه کوی  هغوی خو محرم دی.
، ناوي او زوم هلته وه ،عکاسان  خود اوس زمانی لکه ډاکټران خدای محرم کړیدی هغه هم هلته وه
د ناوی او زوم نژدې ټول خپلوان هلته وه هغوی هم په یوه حساب محرمان دی  له ځان سره مې وویل:
 سازنده هلته
خپلوان هلته
 جره ګان هلته
 عکاسان هلته
 نڅاه هلته
 ګارسونان هلته
زموږ سينګار شوي ميرمني او لوڼي هلته
  په هره لسو دقيقو کې د کالو بدلول هلته
ګرچې اوس د تشتاب اړتیا هم نه وه خو په کتار کې ولاړ وم کرار مې کمر بند بيرته ټينګ کړاوښځو سالون ته مې کتل او ګوته مې  د سپين زیږو سالون ته  ونیوله او له ځان سره مې ویل:
زوړ تيپ هلته
  زړې پيتې هلته
 ،دماشومانو ژړا هلته
سياست هلته
سپین زیږی هلته
 تشتاب ته  کتار وار په وار  اوږدېده  يوه راته وویل :
 وروره تشناب خالي دی! ما چې کتار سر تر پايه له سترګو تیر کړ رښتيا هغوی تش نندارې ته ولاړ وه
 په دې وخت کې د ډوډۍ وخت شو  په غاب کې  يې يو منتو ،يو کوفته او يو کوکير پلاو راواچوه
د منتو په خوړلو مې ايله عقل سر ته راغلي چې اصلا ًموږ د موټر چلولو او کوشنيانو  د ارامولو لپاره  خبر شوی یو
پخوا به يي ویل بیله ماشومانو!
 اوس وايي بیله مزاحم مړونو !
ښځې مو د نڅاه او اټن محفل ته خبري وې

ما له ځان سره قسم واخيست چې نور د داسې ودو نو ته نه ځم چی د زوم او ناوی پلار  او خپلوان د نارینو  نه شرمیږی او ښځو ته نڅیږی .