کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری    

نخرې

ښار ته تللی وو پلار دمبارک شا
      ښار نو، وزير اکبر خان ته  په تماشا 
بيا واده ،لیلامي ،بازار او سينما

 ليدلي يې  وې ښکلي نجونې تنها              
سپين مړوندونه ګوټ ګوټی وېښتان

  په هډو ورته دروندشو  سارايي ځوان

د سترګو رېمل او رنجو يې کړ خمار

لبسرين اوميک اپ  يې کړ بیمار

د ميرمني په غوشايو ککړه جامه  يې ولیدله

   له خپله ژونده يې خورا خوا  بده شوله  

دروپې  ستړګې چې پريوتي په خپل يار
   داسې يې ننګرل چې اچولی دئ هغه تار

ناست و سر  ځوړندګوتې  يې کښيکښلې
  په آسویلۍ يې  آه وی له خولې وتلې
 
 روپۍ چې وو يې د پنځلسو مترو ايزار

مخامخ يارته ناسته چې راغلی له بازار 
ا ی ای د ا  عجب ژوند شو يې ويل

   لاسونه يې يو له بله  سره موښل   

روپی پوه شوه ځکه لوروه د ويښيار
  چې  ولي خپه  دئ د  مبارکشاه پلار

يار يې راغلی له   بازاره  ووپه سودا
      زړه يې بايللۍ وو  په بازاري  ليلا

ياچا کړی تاويز  پر هغه خوار بينوا
  هغه د غوږ شا ګروله روپی ته  وو ګویا

ژوند مې شو تباه نور نه لرم  هغه وفا
د ښار انجونې نخرې ا و مکيزکا    
 کرشمې ،ادا او رنګارنګ کاعشوې
  په سپين بوټ مړوندونه  يې کا يار مزې

د غاړې تڼۍ يې له اوله تر اخيره وي  باز
 تنګو و تروشو لنډو کميسو يې کړم ناساز   
  سوري سمبوري پتلونو  يې کړم خراب

سپينو پونډويو يې کړم وای وای  تراب

ميرمني يې  ددی کار وکړ تدبير
    وروسته له چورته يې پيدا کړ اکسير

پيل  يې کړ  په عمل سره دهغه دلاسا
  چې بيا يې زړه کې ونه ګرځي دا تمنا

کالي يې ويستله کوڅۍ يې کړې تا رتار
     له بلې  خونې له مورۍ را ووته   لکه مار

لوڅه مور زاده په څلورو لکه غوا
را  روانه وه د مبارکشا د پلارپه خوا

په شا شا راوتله  په انډي انډي کيدله
  د الېکين تته رڼا ته ښه  روښانه ځليدله

ناببره د هغه سترګې  پرولګيدې
  له خولې يې ووتي سوی کر يغې اونارې

ژبه يې ګنګوړه شوه سر يې په څرخيدو
څه اشا يې  مادرزومی يې  په شاڅکیدو

ژر وايه جنس يې  انس يې  يا پېرۍ
منډه يې کړه  چې ولاړ شی مخ په ټټۍ

 
ږغ  راووت  له بلا، مه ځغله جان اغا
نخرې کوم مور يم ستا د زوی  مبارک شا 

لاحول ولا قوه الا باالله
                                       لاحول ولا قوه الا باالله 

خدای دی ساته د نادیده ووله نخرو
دهغوی دعشوو  ناز، ادا او کرشمو 

کله  کله هم شورا ،جبهه یاهم دولت
  نخرې کوی د پاره د بیرولو د ملت