|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
طنز: محمودنظری
شوکر کله چې د ناتو مشر د کندهار په هوایي ډګر کې کښته شو لومړی په ګوندو شو او خاوره یې ښکل کړه. عسکرو چې خپل مشر جنرال ولید چې د افغانستان خاوره ښکلوی هغوی هم په ګونډو شول او مځکه يې ښکل کړه د افغانستان د دفاع وزیر او ورسره کومندانانو او سرتیرو چې ددوی دا اکر و لید چې د افغانستان خاوره مچوی د هغوی احساسات هم وپاریدل او پړنګ پړنګ په ژړا شول او هغو هم د خاور و ښندل پر خپلو سر پیل کړل. خبریال تعجب وکړاو د ناتو له مشر جنرال نه يې وپوښتل: آیا تاسو له ډیر درناوی نه دا افغاني خاوره ښکل کړه؟ هغه وویل : نه، نه، - هغه په داسې حال کې چې ژبه يې په وچو شونډو تیرول وویل: که ته هم زما پر ځای وای دا کار دي کوی که په خير لکه زه دلته ژوندی را رسیدلی وای. په وزیر دفاع خولې را ماتي شوې.
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||