کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری   

سر خلاص که!


فیشنی موږک د يوې عريضی او يوې ټوټې پورزې سره د زمري  دوتر ته  چې د ځنګله ر ييس وو ورغی ،هغه لا سکرتريت ته نه وو رسيدلی چې رييس ته د هغه په هکله په انګريزی ژبه يو سپارښتی تيلفون هم  وشو. نو رييس بېله  دې چې دهغه سوانح او تحصيلی اسنادوګوري  هغه يې سمدسي  د پيل(فيل) په بست کې مقرر کړ.
په لومړي سر کې موږک ډير خوشاله وو لوړه تنخوا ، موټر  غټ دوتر.... يې درلوداو ډب- مب يې لوړ وو خو د پلان په ليدو چې له ورځي د  شپږ و ونو پرېکول او له ځنګله نه تر پاخه سړکه د هغو وړل وه، په ليدو يې غړي وتښتېدل، د بريتو وېښتان يې نيغ ودريدل او لکۍ يې يو ډانګ شوه.
  هغه ددرواغو راپورونو ځوراوه او د راتلونکی مسوليت نه ډارېده، نو په خپل ګريوان کې يې سر دننه کړ اوسر يې هلته بند شو نو دا يې وپيتيله چې   ګریوان غټ کړی لږ ټيټ بست ونيسی چې نه وجدان او نه بل بد پرې ووايي نو په همدې هوډ سره د رييس دوتر ته ورغی او موضوع يې په شفاهی ډول  هغه ته وويله ،چې په ټيټ بست کې يې مقرر کړی خو رييس نه منل
موږک رييس ته په زاريوويل :صيب په خدای زه موږک يم ! والابيلاکوشنی موږک يم!
زه کله کولای شم د پيل په بست کې کار وکم.
له ډيرو خبرو اترو وروسته رييس پوه شوچې غټه واسطه لرونکی کوچنی موږک يې نه منی نو هغه ته يې وویل : ته ګوره شرموښکی د ....وزیر دی  مچ د ....  وزیر ....
خو د موږک په  دې سياسي مصلحتونو  سر نه خلاصيدي او ورته ګټور نه وه  او په  يوازې  په تشوخبر و يې بسيا کوای نشوای، نو زنګ يې وواهه او خپلي سکرترې ته يې وويل:
دلته ځانګړې غونډه ده څوک مه را پريږده! بيا يې تړلی وره ته  يو ميز کيښود ،کړکۍ يې وتړله د دوترد کړکۍ او وره پرده  يې کش کړه اود بي بي سي راديو ږغ يې جګ کړ او موږک ته يې په جدی ټوګه ورو وويل:
چې  نور يې کولای شی ته خو لاشکر ځوان يې تيز غاښونه ،شخ شخ بريتونه ،،اوږده لکۍ...
موږک له غروره په خپلو دوه تارو شخو بريتو لاس تير کړ
 رييس د   ميز شا ته غلی کيناست  او ورو يې د مخ نقاب  ته ګوتې وروړې او د موږک نه يې ورو مګر جدی  وپوښتل:
ته پوهيږی  زه  چې د زمری په بست کې کار کوم
 څوک يم سر خلاص که!؟
موږک  بېله ځنډه  په موسکا ورته وويل:
ـ هو صيب موشه خر .
رييس په تړتړي ژبه ترې وپوښتل:
ته له... څه... نه  نه نه ...پوهيږی ....چې... زه موشه خر يم؟
موږک ورته وويل :
ټوله پوهيږی صيب !چې ته خر يې او د زمری دنده اجرا کوی
زمری ییع بیغ پاته شو