|
طنز:
محمودنظری
بهر کې د
افغانانو مغازه
غلام اخلاص چې په لندن کې يې نوې مغازه رانيولې وه دا دوې ورځي يې يو پونډ هم
سودا نه وه کړې. د دوکان کرايه د کارګر تنخوا پر تاوان وه نوخپل نوي کارګر
عباس ته يې چې نوی قاچاقي لندن ته راغلی وو او تور کاريې ورسره پيل کړي وو
وويل:
ته تر اوسه نوی يې ،زه زيرمتون (پس خانه )ته دننه ځم که کاستومر راغی ما ته
نارې که ! پام چې کاستومر درنه خلاص نه شي ځان ورته طوطي که، ځان ورته سپی که
...
نوي کارګر ورته وويل:
زه کله ددې محترومو حيواناتوتمثيل کولی شم
- نو بد دي کول دلته راتلې!
نو ته هم ولاکه دوکاندار شي
هغه بيچاره ورته وويل:
- ښه دئ
هغه نيم ساعت وروسته بيا د پسخاني نه سر راويست او غلام اخلاص ته يې وويل :
که کاستومر راغی ماته نارې که!
شل دقيقي وروسته يې بيا هم همدا خبره تکرار کړه.
يو ښځه مغازې ته راغله . غلام اخلاص ورو د هغې نه وپوښتل: کاستومر يې ؟
هغې ورته وويل:
هو
غلام اخلاص په وارختايي ورته وويل:
چابک ځه !ځان باسه !مالک سهار راهيسي څو واري ستا پوښتنه کړ ي ده.
|