|
طنز:
محمودنظری
د ډيموکراسۍ امربالمعروف
د
ملي شورا په غوښتنه دامربالمعروف اداره جوړه شوه چې په دموکراتيک روحيه خلکوته
لاره وښي
د امربالمعروف یو غړی يوه ښځه وليده چې پوړنی يې پر اوږو پروت
وو نو پر ځان یې یو دورود چوف کړ اوهغې ته نژدې شو د هغې پوړنۍيې په بسم الله
سره دهغې پر سر ورسم کړ هغې ورو مخ ورواړوۍ او هغه يې (خړپ) يوه ټينګه
چپلاغه وواهه
دامربالمعروف غړی سوچ وکړ اوس خو
ډيموکراسي ده د هغې زړه هر څه چې کوي نو زه څه کاره یم نو يې د هغې له سره
پوړني بيرته ايسته کړ هغي (خړپ)يو بله چپلاغه وواهه
هغه له تولی ووت او لکه شرابی ځنګیدلی د
دوتر خوا ته رهی شو
او چې دوتر ته ورسید رييس يې ترې
وپوښتل:
ولی ځنګیږی او دا مخ دی ولي سور دی؟
هغه په اسکيرلی ږغ وويل:
څه ووايم صيب !د ډيموکراسۍ امربالمعروف
هم دغسې وي.
او پړنګ په ژړا شو .
|