کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری   

مه ژاړه کرزیه!


کرزیه مه ژاړه  _له خاینانو- چې په اولس کوي ظلمونه
کرزیه مه ژاړه  _سترګې _سرې(ها)بابولاله _لاله
کرزیه مه ژاړه  (وای وای )سرې سترګې[وای]
ته هم لکه ولس ژاړې [وای]بابولاله _ لاله
ولس به دی څوک اوښکې پاکي کړی [وای وای]مه ژاړه [وای
]

د مرمیو شرپ دی په زوره
پردیان دی راطلب که
زموږ د لويه کوره
وای وای بابولاله

واه کرزیه! څه په ارمان ژاړې
اولسمشر موپه  ووټوکړی
اوس وهی بغارې-وای وای بابولاله

کرزیه ژاړه شرم نشته
موږ ټوله سره خپل يو
بېګانه راسره نشته- وای وای بابولاله    

کرزیه مه ژاړه ماښام دی
دا ستا د انډیوالانو دلاسه
پر موږژوند حرام دی- وای وای بابولاله

کرزیه مه ژاړه په زوره
ستا به دا عادت وی
موږ به ورک کړی له کوره- وای وای بابولاله

چې پر موږه وه موږ خو وکړۀ
چې وار دمشر راغی
هغه هم ژړا وکړۀ- وای وای بابولاله

باران اوري منا  موڅاڅي
 ان د اولس مشر له سترګو
د اولس په حال اوښکې څاڅي
وای وای بابولاله

پر اور واچوئ بروځې
داسې والیان  یې مقرر کړی
تاسې یې وګورئ له ورځې-
وای وای بابولاله

پر ارګ سور زومبک ځړيږي
هغه دی سترګې وخوري
چې پرنورو نازيږي- وای وای بابولاله

پر موږ راغلی نوی هوس دی
د کرزی ساری خو نشته
مګر دی هم لکه موږ بی وس دی
وای وای بابولاله

چپنه  واچوه پر بوټي
بوش دې اغا جان دی
ډالر وېشي په موټي- وای وای بابولاله

تر بالښت لاندې انار دی
داسې مشر مو دروستلی
چې راوستی امریکا دی- وای وای بابولاله
چې مېچن ميده اوړۀ کئ
هغه اولس دې ارمان نه کئ
د مشر سترګې یې له اوښکوډ کئ
وای وای بابولاله

مشره سهار دی زموږ تلوار دی
سوله مو په لاس راکه   زموږ کور پر کندهار دی
وای وای بابولاله


کرزیه  سره غرمه شوه
وعده دی  ژر ژر پوره کوه   نن بيا درباندې شپه شوه
وای وای بابولاله

کرزیه سره شوه سره غرمه شوه
زورواکان ژر شړه
تر پښو لاندې مو مځکه سره شوه
وای وای بابولاله

د سهار چرګو کل کل کئ
زموږ! مشرله اوله  چې راغی   پر زالمانو ئې توکل کئ
وای وای بابولاله

د شوراخونه توده ده
قصاب ځنې راووت   په ښي لاس ئې چاړه ده
وای وای بابولاله

د کور سر ګوره نړېږي
ځوانان مو ځنې مړه کړه
اوس به کوشنیان تر لاندی کیږی
وای وای بابولاله

د کونجۍ پر سر سرپوښه
مه ئې ښورويه
دوستم  آغا ډک دی له خروښه
وای وای بابولاله

شورا ګوره بيده ده
مه ئې ښورويه
نن يې بيا دامتیاز لمبه توده ده
وای وای بابولاله

زموږ د کور کمبلې کلکې
د ناټو سپاهیان باندې تېريږي
سپينې پښې لکه کالکې
وای وای بابولاله

زه به لاس کم په کڅوړه
د کرزی ورونو دی سر زوره
خدای دی کرزی  نه کی بې وروره
وای وای بابولاله

کرزیه سيوری دې پر سر دی
په رنګ خو ښايسته يې
په سترګګ دې خدای خبر دی
وای وای بابولاله

کرزیه قرقلي  په تندي کښېږده
د اولس سره مل شه
دغه  غداران پرېږده- وای وای بابولاله

اردو دی جوړ کړ ټک يې نه شته
د ټوپک دارو به ورکو
 د ويشتو سړی يې بی پښتونه نه شته
وای وای بابولاله

کرزیه راشه یوازې ولس ته راشه
که امریکایی در سره نه شته
 له خلوکونه باسه- وای وای بابولاله

کرزیه لاس که په کڅوړه
پښتنی کارونه وکړه 
اولس ځي د پلار له کوره
وای وای بابولاله