کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری   

 

د ږیرې واک

 

مخ دبالغ، نر انسان لری ببر وېښتان
چي پر واک  یې اور اخیستی دی جهان
د چا، څوکړه د چا،کوسه وی
د چا یو موټی، د چا اوږده وی
یو یې د فرانسوی رنګه سکڼی
بل یې لکه واښه هر ورځ ر ېبی
یو یې وسمه بل یې په نکریزو رنګوی
یو یې ببره بل یې صافه اوږدوی

یو یې چنګ چنګ بل یې بېګودی کوی
بل له ټولی ږیری ماټې جوړوی
څوک په بریتو نو خوله ټوله  بندوی
بل بریتونه پاک له ږیره نه خرېیي
څوک نري  خطونه او ګلونه ترې جوړوی
څوک د شونډی لاندی  یوه ټوته پریږدي
څوک څوک یې لکه چچ غوړوی
داسی سل علامی نوری پرې کوی
خپله د ورځی یو موډ کشفوي
خو په ږیره د بل چا واک نه مني
که چا ویل هغه اوږده که هغه یې لنډوي
که چا ویل هغه وخرېیه هغه یې اوږدوي
یو،یو  د خپلي میرمني په خوله کوی
خو د بل  چاواک ان دموراو  پلار نه مني
ږیره ستا  واک د ملا نه لری اوس امکان
وایي د نن  ورځی ځینې  پوه لېډران
که کوی سیاست له ږیرې ساته ځان
د  مو- کراسۍ احترام ومنه له دل او جان

 

 

څو خبرې خو ملغلرلې

 

پر غلطو وعدو باور مه کوه ځکه هغه هیر یږی .

د د رو دوستانو نه که  یو لیری شو او د هغه غیبت پیل شو،  که ته د هغونه یو یې   نوهیچ کله  هغه دوه نور، یوازې مه پرېږده!

ستا پر دستر خوان ناست ستا بد تا ته ویل ښه دی تر هغه نه چې ستا بد نورو میلمنو ته ووایي

که غر لوی دی الوتکه یې پر سر تېرېږی

چي لری پیسی وچه غوا یې کوی شودې

ساده هوښیار ختا باسی او هوښیار ځان

چې نه لری ګلان خو ددی نه ځی په پښو  ځوزان

چي په ګله کې ګرځې د خرو قدر مه غواړه د سړو

د سړو قدر دی د سړو سره د خرو قدر دی د خرو سره

د خرو په صفت مه غوره کیږه ځکه هغوی صفت کوی د خرو په ښو سره

مچ ته خر او زمری یو دی ،خو زمری پرې پوهیږي

خپله ښځه هم کلا ده هم بلا

مچان پر خوږو راټولیږی او سړیان په پیسو

ډوډۍ خپله خوره ټیغ پر بل باسه

مار چې سم شی پر لاره تلای نه شی چې کوږ شی په غار ننوتی نشی

درواغ هر څوک وایی لومړی د اصلاح له پاره دوېم د بل چا له پاره  درېیم د دنیا له پاره، اول انسان دوېم غلام درېم حیوان دی