کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

دالیل او بلیل پلار


       چې وه نه وه يوه وزه وه. دې وزې دوه ښکلی سیرلیان درلوده چې د يوه نوم اليل او دبل نوم بليل وو. کله چې به  وزه  د څرېدو د پاره ورشو ته و وتله نو به يې سیرلیان په کور کښې پاته کړه او ور ته و به يې وويل :
 پام کوئ چې ور چا ته خلاص نه کۍ ، زه ځم تاسو ته شودی راوړم.
       کله چې  به وزه  ستړی ستومانه کور ته راغله نو په ډېر ناز به يې سیرلیانو ته داسي ور نارې کړه:
اليلک او بليلک ور  پرانیزی. تي مې د شودوډک دي، ښکرونه مې د وښو ډک دي څنګونه مې د اوبو ډک دي.
       اليل او بليل چې به  د مور دا خوږ  ږغ واورېد نو په ډېره مينه به يې د ور پر خوا ور وځغستل او مور ته به يې ور خلاص کړ او اودډکو تیونو په رودلو په شول.
       يو ورځ يو شرمښ ور ته پټ شوئ وو او غوږ يې ورته نيولئ وو چې وزې  کور ته د را رسېدو په وخت کې خپلو سیرلیانو ته  څه وایي. ښرمښ د وزې ټولې خبرې  زده کړې
په بله ورځ  چې وزه له کوره ووتله ښرمښ راغی او د وزې د ږغ په شان يې اليل  او بليل ته داسې ږغ وکړ:
اليلک او بليلک ور راته  پرانیزئ. تي مې د شودو ډک دي، ښکرونه مې د وښو ډک دي څنګونه مې د اوبو ډک دي
 ددې زیږ .ږغ په اوریدو الیل او بلیل وځغستل
دوره دځنځیر شرنګی شوورو ور  خلاص شو
شرمښ ور په سر پوری واهه
سترګې یې الغ بلاغ شوې
تیزښکرلرونکی مست  مږ  ورته وویل: خدای دی راوله!
ښرمښ ورته وویل: وبښه غلط ور مې ټکولی دئ.
ما د الیل او بلیل کور په کار وو.
- خدای دی راوله دغه کور  دئ.
او ته؟
زه د هغو پلار یم!
مګر په کیسه کې تاسو نه یاست؟
- زه هغه وخت مهاجر وم.
- اوس څه خدمت در ته وکړم؟
- پریمیږده سالم  تر کوره ولاړ سم!
- دا نه شوای کولای!
- خدای دی  دا لیکوالان خوار کې غلط شیان لیکي او سزا یې ... زه وینم