|
طنز:
محمودنظری
د
سپي مقام
آدم خان به تل له ځانه سره غوم غوم وو او ويل به يې:
په مساپري کې دجره ګي او يوازيتوب ژوند خورا زور غواړي، د نارينه او ښځو
دواړوکارونه په تا وي، د بهر د کارو نه پرته د کور دننه کارونه لکه
پخلی،پريولل... آه خدايه دا څومره زور غواړي!
د ټوله کارونه د سړي نه نرښځی جوړوي.
د آدم خان په زړه کي تل ډول ډول سوچونه او خواستونه ګرځېدله: کاشکي ښځه وای!
ميړه به مې راوړل او ما به څټل!
کاشکي مېلیونر وای! سل نوکران به مې در لودلای! کاشکي پاچا وای! کاشکي او
کاشکي.....
خو د لږ چورت وروسته به يې ژر ژر توبه وايستله او وبه يې ويل: شکر شکر چې ښځه
نه يمه هم به مې د بهر کار کولای ، هم د کور او هم به مې د مېړه غوم غوم
اوريدلای . که مېلیونر وای بيا به مې د ټکس مامورينو ته څومره غورمالي کوﻻی،
توبه توبه او که پاچا وای د خپلو ولس نه به څومره ډارېدلای...
توبه توبه اوپزه به يې پر ديوال کش کړه..
خو نن يې په بس کې يوه نازنينه، ماجبينه ،حسېنه پېغله ولېده چې يو کوچنی مردار
مخي بوچ سپی يې پرخپلو مرمرينو سېنو داسي ټينګ نېولۍ وو چي په لېدو يې ناببره
دمجرد آدم خان له خولې نه په نهيلۍ سره ووتله:
کاشکي زه همدا سپی وای!
خو ده لا سوچ نه وو کړی او توبه يې نه وه ايستلې چې خواست يې قبول شو او دې هم
هغه کوچنې مردار مخی بوچ سپی شو.
آدم خان ژر ژر شکر وايست چې د کوټه ، تازي ،خندکي ،شډل يا خډل سپي خواست يې نه
دی کړی.
آدم خان چې اوس سپی خان شوی دئ د دې بدلون سره ډير خوشاله او هوسا ښکارېږي ځکه
د ژوند له خوارۍ او جنجالو لکه کار کول، رانيلول، پخول،مينځل....خلاص شوی دی.
هغه اوس هر سهار د ساعت د زنګ پر ځای د ېوې ښکلي په مچه له خوبه راکښيني ، د
سپورت لپاره پارک ته ځي دېخوا هاخوا منډې رامنډې وهي او د هغې په لوڅو پښو کي
لغړي، د هغې لخوا په ځانګړي تپ کې په ځانګړې صابون او شامپو لمبول کېږي ،
ځانګړې د سپو لپاره کارتوني فلمونه ګوري ، د سپو د خوښي پاخه خواړه خوري،همداسي
په ګلونو کې چکر، سينما ، د خاوندي سره لوبي او د سپو لپاره لکه لم پوست بستر
... او تر ټولو دا چې هغه د ټولو خلکو محرم کېدلو څخه ډير خونداخلي. دی تل د
هغې پر پستو سېنو سپورچکر واهي..
هغه د مرمرينو سينو ګرمي ريږدوي نو په خوشالي سترګې پوټي کړي، يوه ژوره سا
وباسي ، سر وښوروي او له ځانه سره ورو وايي:
آ خدايه! ولي دي زه له اوله سپی نه پيداکولم !
سپی خان اوس هم کله کله سوچ کوي چې انسان دئ او شرمېږي خو ځان ته ډاډ ورکوي چي
زه خو سپی يم او سپی خو نه شرمېږي،سپی خو په ابرو او عزت نه پوهيږي...
خو سپی خان د هر چا د پېرزوېني د ﻻس تېرولو او د هغه د شونډو ښکلول ډير کړنجوي
په ځانګړې ټوګه هغه وخت چې خلک د ده د څښتنې موسکيو موسکيو شونډانو ته ګوري او
د ده شونډې په خوند خوند ښکلوي. سپی خان له ځان سره د ډاډ لپاره ورو ورو
وايې:
سپی خو حيا ، ناموس او غيرت نه لري.
سپی خان د دې ناوړو او ناولو خلکو د خولو د بوی نه ډير بد راځي خو د دې ځای
د سپو ادب داسي دئ چې څه و نه وايي نو سپی خان هم دا په ځوړندو غوږو زغمي.
هغه کله کله سوچونو کې ډوبېږي او هغه وختونه ور په ياديږی چې دی ﻻ سپی نه وو
ده له سپو او سپو له ده نه بد راتلل.
دی به تل د ګاونډي د سپی له ويرې د سړک په مينځ کې د ګوتو په سرو تيريده چې
ناببره خدای مه کړه ورباندي و نه غاپي ځکه په هغه وختو کې يې د ژوند مشکلاتو
اعصاب ډير ورضعيف کړي وه. آن يو وار يې د نا ببره غپا له امله د مستو ډکه کاسه
له ﻻسه لويدلې وه ، کاسه يې ماته او کالي يې په مستو لړل شوي وه، اوده له شرمه
حال چا ته ويلاي نه شو.
له شپې به بياد کوڅه ډبو سپوله ﻻسه چې ټوله ورځ به يې د ماتو او غورازه موټرانو
ﻻندي اوخاکاندازو کې استراحت کاوه په لغته به دي وواهه پر لکۍ به يې وروختې
درته کتل يې نه، خو د شپې به سره يو ځای شول او ډله ډله به ګرځېدله اود خلکو
ﻻره به يې نيوله ، ډير ډاريده، يوه شپه چي د سپو د ډ لي له ﻻسه د پښو په ګوتو
رهي وو، يوه جاسوس پاپي چې د کوڅې په سر کې غلی وﻻړ وو هغه وليد او په ځانګړې
جاسوسي کړونجي يې ډله ورباندي خبره کړه هغه د سودا کڅوړه سپو ته پرېښودله او
ځان يې په ښکېدلي پتلون او لوڅو پښو ايله کورته ورساوه ،او له شرمه يې حال چا
ته ويلاي نه شو.
ان د سپو د ﻻسه بېټل شو کيسه داسي وه چي يوه ورځ آدم خان د يوډم( سلماني )په
دوکان کې سر جوړوه هلته يې يوبا ادبه سپی وليد چې چا ته يې نه غپل او نه يې
خوله اچوله .نو آدم خان په اریانۍ د ډم نه وپوښتل :
دا ښه با ادبه سپی دئ د کومه دي کړی دئ؟
هغه ورته ځواب ورکړ:
دا بهرنۍدورګه نسل دئ.
آدم خان بيا په هېښتیا ترې وپوښتل:
خو ولي زما پرې شوو ويښتانو ته داسې په ځير ځير ګوري؟
ډم په زړه سوي ورته وويل:
خوارکی وږی دئ او د غوږ د کومې ټوټې پسې ګوري! حيوان دی!
د دې خبرو په اوريدو آدم خان چې يوه خوا ويښتان يې جوړ او بله خوا يې ﻻ پاته
وه، دوې يې خپلي او دوېې يې پورکړې په داسې حال کې چې دواړه ﻻسونه يې پر غوږو
ټينګ نيولي وه له دوکانه وتښتېد، دی مخي ته او سپی ورپسې منډه واهله او د ده
غوږو ته يې توپونه واهل او له نيکه مرغه هغه خپل غوږونه سلامت تر کوره ورسول..
لنډه دا چې له سپو له خوا يې ژوند په خطر کې وو نو ځکه مهاجر شو
دلته يې هم په لمړی سر کې له سپو نه بد راتلل او ګمان يې کاوه دا سپيان هم لکه
زموږ د وطن سپيانو غوندي دي خو دلته سپيان په کوڅو کې نه لېدل کيدل ،خلکو په
غېږ کي نيولي يا يې مخي ته روان وي هر څوک د ميني ﻻس پر تيروي او ځېني يې ﻻ
پر خوله ښکلوي،دلته سپان نه غاپي خو که يې چا ته وغپل بيا خدای خير ورپېښ کړي
نوم یې په تور لېست کې ليکل کيږي بيا يې دټپل شوو ګناهو پيټۍ لس مستوفيان هم
نه شوای پورته کوﻻی .
دلته غله او شرابيان د شپې ډله ډله ګرځي او لارويان داړي .سپي تر انسانانو
قدرمند دي انسانان غاپي او سپي خبري کوي اودلته سپي ښه ښه دندي او منصبونه لري
د ړاندو ﻻرښوونه کوي د پلسو سره ګزمه کوي...
خلک سپو ته ډير درناوی لري خو د مهاجرو نه يې بد راځي ځکه چي هغوی سپو ته
درناوی نه لري نو ځکه آدم خان د مهاجر کېدو سره سم د ټولني سره د همرنګه کېدو
په پار زړه نا زړه په ځېنو سپو يو يو ﻻس راتيراوه او نن خپله سپی وو. اوس يې د
داسو خلکو نه کرکه کېږي چي دسپو درناوی نه لري
هغه وايې که غواړی دې پوړۍ ته ورسیږۍ نو سر له اوسه د سپو مينې ته په زړه کې
ځای ورکړئ. که مو ذهن دي کار ته تيارهم نه وی خو بيا هم تلوار کوی دا چانس دډير
لږ وخت لپاره دی دې پوړۍ ته رسېدل ډير زحمت او رياضت غواړي
مه خانده اې ناخبره انسانه! زه خو ﻻ په بهر کې کوشنی سپی يم، دي اسانتياو هلته
په وطن کې ﻻ د غټو غټو خلکونه کوټه ، تازی ، خډل او خندکي سپيان جوړ کړي دي .
|