کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری 

مهاجر زمری

هغه وخت چې په هيواد کې تياره خپره شوه ، د ړندو نيول او د کڼو وهل پيل شوه ما هم لکه  دنورو هوښارانو پښې سپکې کړې او مهاجر شوم. زه چې په هوښارانو کې بيا لږ ساده وم نو د زده کړې تړه مې ونيوله او ډيرو هوښيارانو بيا له  رسيدو سره سم د پيسو ټولولو تړه  ونيوله اوان تورې سوړې ته پسې ننوتله چې ﻻ ځينې يې تر اوسه په کې ورک دي .
زه له کالج سره يوه يوه ژباړه  هم کومه خو خلک وايي ژباړل  زموږ او ستاسو لپاره ښه نه ده :
ځکه دلته په ژباړلو  کې څوک له ځانه کوم شی زيات او کموﻻی نه شي، هر څه چې اوري بايد هغه ووايي خپل نظر په کې ځايوﻻی نه شې د اضافي خبرو اجازه نه لرې .
 
نو رښتيا دا بيا زموږ او تاسو ته ډيره مشکله ده !
همداسې نه ده؟ !
د راز ساتل هم مشکل کار دی! ځينې وخت د چا په وسه نه وي چې هغه پوټ  او چا ته ونه وايي. زه هم همدا عادت لرم ، تاسو ته يو راز وايم خو پام چې تاسو بيا چا ته ونه واياست .
زه د ژباړی(ترجماني) لپاره يو ليري سيمې ته غوښتل شوی وم هلته د پليسو او سويانو تر مينځ ﻻنجه وه :
پوليسو ويل :
تاسو ځوانانو ته خپلواکي نه ورکوی نو ځکه هغوی اړ کيږي له کوره وتښتي، خو سويانو بيا ويل :
خبره داسې نه ده هغوی خوشاله دي ﻻزمه خپلواکي لري، خو ځينې شيان شته چې زموږ کلچر اجازه نه ورکوي نو بايد زموږ ځوانان هغه مراعات کړي .
پوليسو ويل :
د هغود خوشالۍ او ساتيري لپاره مو سکيټ بوردونه(هغه تختې چي عرابې لري)، او ګينونه ورکړي دي، سپورتي ميدانونه مو ورته جوړ کړي
 
سويانو ويل :
هغوی په همدا سکيټ بوردو تښتې او لويو ښارو ته ځي.
پوليسو ويل :
هغوی مهاجر دي نه بنديان، آزادانه کوﻻی شي په هر ځای کې ژوند وکړي .
د خبرو اترو پايله دا شوه چې په ګډه به د ځوانانو د تېښتې مخه ونيسي !
د دوی کورونه په ښه شنه سيمه کې وه، ښه پارکونه او په پارکو کې يې بيا ښه  لوبځايونه درلوده ، او عجبه ﻻ داچې سويانو ښه خبرې کولې؟ !
د دندې له خلاصېدو وروسته د دې شنې سيمي چې راتګ ورته ګران وو په ليدو شوم. د ګلانو ، ونو، شنو شنو غونډيو نه د خوند اخېستلو لپاره مې غځيدلې تړه پر مخه واخيسته، چوپه چوپتيا وه، ښه رڼي اوبه بهيدې ، د اوبو خوا ته ورغلم مخ او ﻻسونه مې پرېولل هري خوا مې ځير ځير کتل او خوند مې ترې اخيست، سترګې مې د نويو سکيټ بوردو په يوه ډيران ولګيدې، ورغلم يوه جوړه مې ترې راواخيسته کتل مې څرنګه په پښو کيږي .
يو ږغ مې تر غوږ شو
وروره افګان يې؟
ورو مې شا ته وکتل له وارخطايي مې سترګې له کوګله راووتې، وېښتان مې ودريدل، غوښتل مې چيغې کړم خو زبون مې تړل شوی وو، سر مې وڅرخيد او د سترګو تور او سپين مې سره وﻻړل ژر مې ځان تکيه کړ،بيا مې په کراري او ناباوري سره هغې خوا ته وکتل :
هغه راته وويل :
 
مه ويريږه !
 
زه لکه پاڼه رپيدمه  په خولو کې لوند خېښت وم که ﻻ کوم بل شی! سترګې مې وموښلې په زړه کې مې وويل :
يا الله خير !
زمری وو، هغه پر دبڼکوو پر کوربچه پروت او پر بالښت يې ډده لګولې وه يوه پښه يې پر بله اړولې وه، مخي ته يې تف دانۍ او څنګ ته يې يو چلم پروت وو.
هغه راته وويل :
راځه افګان مالوميږې. ما هلته په وطن کې ﻻ د انساني ناروغيو لکه  ايدز  او فلو او نورو بلاګانو له امله انسان خوړل پريښي وه له لوږې مې پر نس ډبرې تړلې ، خود انسان غوښه مې نه خوړله .
 
او بيا يې اخ تو په تف دانۍ کې يې تو کړه
ما له شرمه  سترګې پر مځکه وګنډلې .
هغه همداسې لګيا وو :
دلته خو د هر شي پرېماني ده
ما د خپل تندي خولې پاکي کړې او ورو ورو مې پښې د هغه خوا ته کش کړې ځکه ما اوريدلي وه ( ويره نيم مرګ دئ) .
هغه راته وويل: دلته په دغه څوکۍ کښينه! او زياته يې کړه :
دلته خو پيشو د  موږک سره لوبې کوي هر يو په خپل وخت هر شی چې يې خوښ وي خوري !
او بيا يې کټ کټ وخندل ما د خولې ناړې تيري کړې او په غوڅو غوڅو جملو مې ورته وويل :
هو.. زه.. افغان.. يم
او په هېښتيا او ماته ژبه مې ترې وپوښتل :
ته د افغانستان يې!؟
زمری په ډډ ږغ وويل :
ولي زما له ژبې نه نه پوهيږې !
ما په ترخې موسکا سره ورته وويل :
ته هم لکه سويانو خبري کوې خو زموږ په وطن کې ژويو خبری نه کولې !
د هغه سترګې کوشنۍ شوې او ويې ويل :
هلته که مو خبري کړي وای د انسانانو او ژويو دواړو قوانين را باندي عملي کيدل او که مو دلته چې ډیموکراسي ده خبرې نه وای کړي بيا يې ژوبڼ ته استولو !
ها،ها،ها ويې خندل
بيايې سر تر پايه تر نظر تير کړم او په پيرزوينې يې راته وويل :
ريږدې ولي؟
ما په وارختايي ورته وويل :
نه نه اوبه لږ سړې وې !
له ځان سره مې سوچ وکړ: دا خو افغانستان نه دئ چې وويريږم د بې جورتي او سوړوالي نه راووتم ځان مې تکړه ونيوی او لکه ځينې خبریالانو غونډي مې دويري د پوټولو   لپاره پرله پسې پوښتنې پيل کړې :
دا ايکالوجستان وايي په افغانستان کې زمريان نه شته !
زمري په غرور وويل :
درواغ وايئ هغه چې ما خوړلي دي ﻻ تر اوسه يې هډوکي پراته دي .
ما ورته وويل :له څه پوه شو چې هغه ستا خوړلي دي که د بل چا !
هغه وويل :
اسانه ده ! زه نيم خورم او نيم پريږدم .
زمری په بريتو ﻻس تير کړ او زياته يې کړه :
پوهيږې نيم وطن زما له ﻻسه راتښتېدلي دئ او اوس پنځه وخته په لمانځه کې خپله او ټوله کورنۍ يې دعا راته کوي هغه چې لمونځ نه کوي د هر پيک سره زما نوم يادوي ددغه دعا له برکته دئ چې دا دنيا او هغه دنيا مې دواړه سمي دي .
خپلي ناړې مې تيري کړې او ومې پوښتل :
ته بيا له چا له ﻻسه راوتښتېدې؟
هغه وويل :
غوږ ونيسه چې ټوله کيسه درته وکړم رښتيا چلم څکوې؟ دا مې د ترکانو له دوکانه رانيولۍ دئ دا د آشتيا لپاره ښه دئ دلته چاغ څوک نه خوښوي !بيا يې په مزه مزه په خپله خيټه ﻻس تير کړ.
ما ورته وويل:
 نه مننه ښه! تا ويل کيسه درته کوم.
هغه وويل :اې وطنداره! ستا څخه څه پوټه هلته په ځنګله کې ګذاره سخته شوه . يوه آوازه خپره شوه نه پوهيږم ويل يې حيوان کراسي ده که حيوان کشي ده! د ځنګله ژويو تور وخوړ د يوه سره خبره نه کيدله.
ما يو موږک صایب ته سلام واچوۍ. هغه په بريتو ﻻس راته تير کړ، هغه تعليم يافتې محترمي ګيدړې ته مې سلام وکړ هغې راته وويل :
جمبوري.....که څه شی دئ.
ما ورته وويل: جمهوري
هو هو هغه غواړو
لوچک چغال بيا پايي راته کشولې
بيزوګانو  د ګوتو په سرو ډانس راپسې کوۍ، اود يږانو تندي بيا غوټې نيولي وې، د نازولوپرانګا نو سترګې له خښمه سرې وې ...
ستا څخه څه پوټه يوه ورځ مې يوه نخښه جوړه کړه چې خپل پلويان مالوم کړم نوخره پيل ته ورغلم، هغه پزه پورته نيولې وه د هغه نه مې ورو وپوښتل :
د ځنګله پاچا څوک دئ؟
هغه شوده په شونډوک کې ونيولم او په هوا کې يې دومره وچورلولم چې په سترګو مې توره شپه شوه او بيا يې د يوې ونې سره ووهلم، سر مې وڅرخيد، سترګې مې ومښلې، د يوه پر ځای مې اته لېدی، هغه راپسې راغی ما ژر خپلي دوړي وڅنډلې او د هغه اتو نه مې يوه ته په زاريو وويل :
چې نه پوهيږې  مه عصبي کيږه! هر څوک چې وي وي به زما او ستا يې په څه !
لکه چې شا مې د هغه خوا ته وه هغه په لغته وواهلم او ويالې ته يې وغورځولم .
ما چې هڅه کوله خپله خندا پوټه کړم له سترګو مې اوښکې راتوي شوې.
هغه وويل :
هوسیانې او سويان ټوله له ځنګله وتښتېدله په مياشت مياشت مې له لوږي د هنډوانو روژې نيولې، سويانو به په پسخند سره پر ځان ګرم کړم ټوله ورځ يې غولولم اخير به وږی تږی او ستړي ستومانه غار ته راغلم .
زما خوله له تعجبه ويته پاته وه او له غم شريکي لپاره مې ژر ژر سترګې ورته ورپولې
هغه زياته کړه:  یوه ورځ په ځنګله کې آوازه شوه چې له بین الملل نه زموږ ځنګله ته دوه ورونه هيپو او راينو راځي او د ځنګله ژويو ته ادب ورزده کوي زه خوشاله وم چې په نړۍ کې با ادبه ژوي هم شته...
زمری لږ چوپ شو سر يې وښوراوه او ويې ويل :
خو کله چې ما هغوی دلته وليدل په خره پيل مې شکر وکړ
زمری خوله زما غوږ ته رانژدې کړه په غټو غټو سترګو يې ورو راته وويل :
ته پوهيږې هغه  يو ورور يې پر پزه ښکرونه لري توبه توبه راساًً څوک پنچر وي
زما له خولې کشکان بې اختياره سره کش شول او کټ کټ مې وخندل.
زمري زياته کړه :
 لاحول ولاهغه ﻻ څه کوې د سپيرو دښتو لیوان وږي شول بل شی يې پيدا نه کړ پر ما يې يرغل وکړ، زه وتښتېدم او ښار ته وﻻړم هلته مې څه افغانان  وخوړل د افغان غوښه هم ډيره بې خونده ده د زړه په ډوک مې خوړله. که رښتيا راباندي وايي پر افغانانو مې زړه وسو. پر هغوو خوارانو  اشر وو : بمونه، راکټونه، هليکوپتري چي بی بی سي ورته چورلکې وايي،مينونه او زه وم . ما شرم وکړ او وتښتېدم او دلته راغلم .
د دوی دي کور ودان وي له هغه لومړۍ ورځي نه د کوتی پاخه خواړه د کيچاپ سره راکوي خو دا شپږ مياشتي کيږي لکه چي قبول شوی يم د ورځي يو – دوه ژوندي پاک ستره په شامپو او بل هغه څه شی دي چې ښه بوی کوي؟
ما ورته وويل :کانديشنر
هغه وويل: هو هو په کانديشنر پريوللي  شوی سويان چې سرونه يې ښه په جيل غوړ شوي د يوه يوه په غوږو او پزو کي د سرو زرو د کوږدې ګوتې ځريږي
زمري اسمان ته وکتل او ويې ويل: هو خدايه !
بيا يې ماته وکتل او ويې ويل :
په بې غږه غوږه عرابه لرونکي پتنوس کې بې کوپونه راليږي.
زمري له ډيره خونده وريږديدۍ سترګې يې پوټي کړې د خوند ژبه يې پر شونډانو تيره کړه.
زما له خولې نه يوه سوې کريغه ووتله! ژر مې په خوله ﻻس ونيوی
زمري وويل :
څه خبره ده؟
ما ورته وويل :
هيڅ !
په دې وخت کې پوليس راښکاره شو زه ورته وﻻړشوم  هغه ماته وويل :
ته تر اوسه دلته يې ! راځه زه به دي تر اورګاډۍ ورسوم .
زمري راته وويل :
کله کله راځه وطنداره! او خپله ښوی لکۍ يې راته وښوروله
پوليس زمري ته وويل: ته ښه يې؟
زمري پوليس ته جرتک ونيوي اوويې ويل :
ټانک يو ټانک يو
په ﻻره کې پوليس يو څه ويل خو زما ژبه پر تالو ټينګه مښتې وه
.