|
طنز:
محمودنظری
هغوی بيرته راځي!
يو خبريال د ټاکني
يو مرکز ته ورغۍ او هلته يوغټ مټ او پنډ سړي ته چې د سپيني لونګۍ سره يې سره
انقلابی کرايي نکټايي تړلې وه نژدې شو او د هغه نه يې وپوښتل :
خ- کولای شې د دی ټاکنو په هکله مالومات راکړې؟
ک - بسم الله ....... دا ټاکنې پارلمان ته د استازو د ټاکلو په خاطر دي او هر
چا چې زموږ شرايط پوره کړی وي کولا ی شي ځان کانديد کړي .
خ- مقصد مو زموږ د شرايط نه څه دئ؟ او دا شرايط کوم دي؟
د کانديد پر شونډو يوه ساختګي موسکا خپره شوه او ويي ويل:
ک- د دولت شرايط خويوازې د خلکو ختايستل دي .خو زموږ تر منځ شرايط بيا دا دي :
هر چا چي د يولک نه کم وژلي وي هغه کشران دي بايد ځانونه ولسي جرګې ته
کانديدکړي او هغوی چې د يو لک نه يې زيات وژلي وي هغوی بيا مشران دي په
اينتساپی(انتصابی) توګه اتومات مشرانو جرګې ته ځي.
بيا يې خوله ده خبريال غوږ ته نژدې کړه او ورو يې وويل : ستاڅخه دی پټه نه
وي ما تراوسه يو کس کم يو لک جنت ته استولي دي .
خ- په دې کلي کې څومره خلک د رايو ورکولو حق لری اوڅو کسو ځان کانديد کړی ....؟
کانديد بېله دې چي سوال تر اخيره واوري وويل :
ک- دلته لس زره کسان اوسيږي او شلو کسو ځان کانديد کړي دي که څه هم دوه- درو
آزادو چوبکيانو،شودګانو هم ځانونه کانديد کړي دي خو زه هم لکه نورو هغوی نه
شمېرم . هغو يو هم نه دی وژلی !!
او د ځان غولولو لپاره يې ځانونه کانديد کړي دي
خ- داسي مالوميږی چه تاسو هم ځان کانديد کړي دی، څومره ډاډه ياست چې تاسودا
مقام ګټۍ؟
کانديد په خپله نکتايی لاس تير کړ اووې موسل:
ک-هو بلی! دا خلک وايي چي وکيل، وزير – مزير چيه کولای شي اوزه له ماشومتوبه د
دې کار سره يوه خاصه مينه او علاقه لرم .
. او بيا يې په لوړ ږغ زياته کړه:
او د پوښتنی د دوېمی برخې په هکله دی بايد ووايم شوکر با سواده خو به يې ،او
په حساب خو به پوهيږې، لس زره پر شلو کسو ووېشه ، څلور سوه کيږی .
له غروره ډکی يوې خندا وروسته يې زياته کړه: زه څلور سوه موسله سړي لرم او يو
بل تن که په ختا اوساوه (سهوه) يوه رایه راکي نو بېله شکه زه غوره شوی وکيل
يم.
خ- که دی ونه ګټل؟
ک- خوله دی سمه ښوروه !که مې ونه ګټله بيا نارې او چيغې واهم وايم: تګي برګي
شوې ده بيا هرو مرو کوم وزارت - مزارت يا د رييس جمهور مرستيالی یا مشاوری خو
راکوي.
- که يې در نه کړه؟
کانديد وکيل، خبريال سر تر پايه د خريدار په سترګوتر نظر تير کړ ژبه يې پرخپلو
وچو شونډو تيره کړه او ويې ويل :
- يو بل کس وژنم !
او کرار يې د خبريال په غوږ کې وويل :
خوبايدمنشوره (مشهور) سړی وی ځکه دولت ساده - ماده خلک نه حسابوي .
او په لوړ ږغ يې زياته کړه :بيا اتومات مشرانو جرګې ته ځم
بيا يې د خبريال نه ورو د راز په ټوګه وپوښتل:
- ته خو به منشوره يې!
- بلی زه په يوه ملګرو ملتو راديو ته کار کوم ټوله نړۍ مې پيژني!
- ډير ښه !که ته خپل آدرس راکړې ډير به خوشاله شم.
خبريال خبره تېره کړه او ويې پوښتل:
خ- که تا وګټل او ودی نه شوی کولای خلکو ته خدمت وکې آيا د ګناه احساس به و نه
کې؟
ک- نه بابا کومه ګناه! دا چي چا کار کړۍ او چا نه دی کړۍ نه څوک پوښتنه کوی او
نه يې کولای شي زما هم لکه د نورو چپه کول او څملول ډير خوښيږي !
خ- مننه! ستا د بری په هيله
کانديد د خبريال نه په شوق وپوښتل:
ک- که دی خپل آدرس راکړې ! ډيرخوشاله...
خبريال د کانديد د سترګونه و ډار شو او ورو ورو پرشا شو خو کانديد ورو ورو
ورنژدې کېده او په زاريو يې همدا هيله کوله :
خ- ډيره مهربانی به مو وی که مو آدرس....
خبريال په منډه شو په منډه منډه يې شا ته کتل او ويل يې:
- نه، نه ، نه لرم، زه آدرس نه لرم ،
کانديد پسې نارې واهلې:
ـ د تيلفون نمبر.....
ـ نه نه....
- دبل کوم منشور انډيوال نمبر
- نه نه...
خبريال په منډه منډه ځان هوايی ډګر ته ورساوه بېرته بهر ته وتښتېد. اوهلته يې
خپل يو انډوال ته يې چې د ده پر ځای راتۍ د نصيحت په ټوګه په نهيلۍ په غټو غټو
سترګو ورو وويل : ګوره هغوی بيرته راځی بيا چپه چپه کول ......
بيا يې خپلي ناړي تيري کړی او په خواشینی يې انډيوال ته وويل: پام کوه !خپل
آدرس چا ته مه ورکوه،ژر راتښته!
انډيوال يې په الوتې بڼه او لندو سترګو ورته وويل :
حق را پل که!
|