کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

 

دخبرو حق

 

ژبې ته د چوپړ په هکله يو د ملګروملتو سيمينار جوړ شو غونډه ﻻ پيل شوي نه  وه چې د رابلل شو مېلمنو تر مينځ خبرو اترو تاو واخيست، لاسونه په ښوريدو شوه  نژدې و د يو بل سره لاس ا و ګريوان شی  یو بل یې په چوټو وویشتل د ملګرو ميلتواستازی سایوان په سر ونیوی چې هغه و نه لګیږی نو هغه  وﻻړ شو اوخپل راپورت يې چې ډیر پام یې کوی  ولوست:
پښتو ژبه د نړۍ په هغه ژبو کې راځي چې د ورکېدو په حال کې ده...
او زه دا کلپونه ماتوم او وايم دې ژبې ته ټولي منډې ترړې، هڅې، غونډې او خبرې بې اغېزې او بې پايلې دي ا  و په ډانګ پيلې وايم دا اوسنی پښتون اوس يوازې وړيا تش د خولې غټي غټي خبرې کوي ښه ښه وعدې کوی خو که يې عمل وکړ بيا يې پښتون مه بوله.
تاسو چارواکی پړ بولئ،زه وايم هغه چارواکي چې په پښتو ژبه او لباس شرميږی د هغه نه ګيله مه کوۍ، ځينې تښتئ! خوا مو بده نه شی، تاسو خپله پړياست. ژبه لکه کور دئ او ستاسو کور د نړېدو په حال کې دئ نو څه بايد وکړئ؟!
په تالار کې پوس پوسی جوړ شو او هر يوه غوښتل څه ووايي او ځينی ﻻ په دوو دوو کېده چا ويل دا ژبې ته سپکاوی دئ بل ويل دا د دښمن ملنډې دي...
خو دې استازی په ډير جورت وړانديز وکړ:
هغه څوک د خبرو حق لري چې د پښتو د ودې لپاره يې څه کړی وي، ځکه هيڅ ژبه بې هڅولو پرمختګ کوﻻی نه شی د بېلګی په توګه په لويديز کې چې يو کتاب چاپ يا يو فلم جوړ شی ټول هغه رانيسی او هغه هڅوی.

 اوګورئ! همدا سبب  دئ چې د هغو ژبه وده کړې او اوس دهغو ژبو ټوله نړۍ نيولې ده.
په خپل ګريوانو کې وګورئ نو هر هغه چا چې د خپلي ژبې د ودې لپاره  يې يو داسې کار کړی وي مهربانی دي وکړي ﻻس دي پورته او خپل نظر دي ووايي!
په ټولو  سر وځرېدی چاچا ګوتې يو د بل سره کښيکښلې او چا هم په ګوتو لوبې کولې. يو تن زړه نا زړه ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
ما ټوله نړۍ ليدلې ده!
استازی ورته وويل:
دا کار دې د نوم لپاره کړی دئ!
يو بل ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
زه يوه غټه مغازه لرم نوم يې من او تو دی
استازی ورته وويل: دا دي د منتو لپاره کړي دئ.

ټوله په خندا شوه.

يو بل نيم ﻻس پورته کړ او ويې ويل:
_ زه په کور کي ډير  کتابونه لرم
استازی ورته وويل:
که پښتو وی  او په بيه دي اخېستی وي کوﻻی شې خپل نظر ووايي!
هغه هم چوپ شو. په تاﻻر کې چوپه چوپتيا شوه. په اخيرکې يو تن ﻻس پورته کړ او ويي ويل:

زه په خيرخانه کې ژوند کوم
زموږ د کور مخي ته چې شورنخود واﻻ راشي نو په زوره نارې وهي:
تودې پټاټې!
ټوله بيا په خندا شوه.
استازی په خندا ورته وويل:
ته کوﻻی شی خپل نظر ووايې!
هغه وويل:
زه وايم که ژبه مو له ډوبيدو نه ساتئ نو بايد خولې بندی او د جيب خوله مو لږ خلاصه کړی!
توله بيا په خندا شوه : هاها... هوهو...
ما شکر وکړ چې اقلاًيو تن پيدا شو چې د نظر حق يې وموند که نه نو د دې بهرنيانو پورې به مې پزه پرې شوی وای.