|
طنز:
محمودنظری
لوی سلامي
له پخوا نه
پښتنو ښوروا ډيره خوښه وه او تر اوسه دوستان يو بل ته په پيرزويني وايي: که
ښوروا خورې نو سر يې واهه چې چټ وکړې!
نو له همدې کبله پښتنو ته د دوی د خوشالي په پار د هر شي سر
غوړ ورپه برخه شوی دئ :
د ځايو نومونه لکه پوهنتون، وړکتون....... آن زېږنتون
په اردو کې د پرکمشر امرونه لکه ښي ګرځ ، کيڼ ګرځ..... آن پروت
همداسي ملي کالي، ملي سرود.... آن لوی سلامي
( او کله کله به آن پاچا ﻻ هم یو توری پښتووویل ، نو فها
پښتانه به په کالو کې نه ځايده او تاوتاو بريتونه به ګرځيدله او نارې به يې
واهلې: زموږ پاچا پښتووویل.خوکله چې به کوم پښتون پاچا شو بيا به يې پښتو هيره
شوه او د نورو ژبو پرکتس سره به يې شوق پيدا شو، پښتنو به په خندا خندا يو بل
ته ويل څه د زالیم ځوی دی په سپینه ورځ پاړسو وايي).
دا دومره سر غوړ د پښتنو ګليسترول لوړ کړل او نورو ژبو دا
نامتوغزله ورته زمزمه کوله:
برخه ازلي ده پښتو څه راسره جنګ کړې...
د ځايو نومونه بدل شول پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
د پرکمشر آمرونه بدل شوله پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
پښتون لږکۍ وبلل شو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
پښتون جاهل وباله شو پښتنو ويل خير دا دومره خبره نه ده!
په ملي سرود کې د پښتنو نوم په لغته وواهل شو پښتنو ويل خير
دا دومره خبره نه ده....
اصلي شی پاته دی: لوی سلامي!
نن ژړا راغله چې لوی سلامي هم وﻻړه او زړه مې ډک دئ او غواړم
وژاړم!
- ته مه ژاړه لومړی ما ته ووايه دا لوي سلامي څه شی ده؟
- ته په لوی سلامي نه پوهيږې!
نو ټول لمونځونه دی له سره راوګرځوه!
- په جشنونو کې پاچا د باجه خانې سره ګارد معاينه کوی.
- څه رنګه؟
- په جشنو کې به پاچا د وصيت وروسته ، سر په ﻻس کې نيولۍ د
ګارد مخي ته په سر خلاصه موټر کې ورغۍ. بله چاره نه وه او ګارد ته به يې ستړې
مشې ويله. دې دومره وسله والو ته څه ويل هم زور غواړي. د ګارد کومندان به
ګارد ورته تسليم کړ او نارې به يې کړه:
پاچا ته د لوي سلامي لپاره سلاح قيد!
په يو وار به د سلاحو کريچی شو، پاچا به ورو سترګې خلاصي کړې
د تندی خولې به يې پاکي کړې ناړي به یې تیري کړې ژبه به يې پر شونډانو تيره کړه
اوو به يې ويل:
ستړي مشئ!
ټول ګارد به په يوه سلا نارې کره:
ژوند ژوند ژوند....(.دا وه دعا)
او پاچا به دا د اړېړې غړوپ تير کړ( ګوره دا لوي سلامي هغه
وخت په پښتو وه!.)
خو دا هم کرار کرار بدله شوه!
څرنګه؟
چې جمهوريت شو جمهور رييس به د ګارد مخي ته ورغۍ د لوی سلامي
وروسته به يې وويل:
جمهوريت!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
زنده باد، زنده باد، زنده باد !.....( دا وو باد باد)
بيا چې ديموکراتيک شو. ديموکرات به د اړېړې د غړوپ د تيرولو
لپاره د ګارد مخي ته ورغۍ اووبه يې ويل:
ميلګيرو ستلۍ مشۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
هورا، هورا، هورا.....(دا وه اشاره)
بيا چې اوله (عبوري) اسلامي شوه دوې مياشتنی جمهور رييس به
دګارد مخي ته ورغۍ او له لوی سلامي وروسته به يې وويل:
اسلام عليکم!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
واعليکم.....( دا وو ادب)
بيا چې دویمه اسلامي شوه دايمي رييس به له خپلي څوکۍ سره د
ګارد مخي ته ورغۍ او د لوی سلامي وروسته به يې په خواشينۍ ويل:
ولونو ستلۍ مه شۍ!
ګارد به په يوه سلا نارې کړه:
مقاومت ،مقاومت، مقاومت .....( دا وه
مشوره)
بيا چې
اسلامي آمريت شو د ګارد غړو چې به آمر اسلامي وليد د هغه پسې يې ځغستله او
ﻻسونه يې ورمچوله او هغه به په لونګوټو ﻻس ورتيراوه.....( دا وو درنښت)
او بيا چې ولس مشر وټاکل شو هغه چې به د ګارد و مخي ته ودرېد
چورتي به شو چې په کومه ژبه دا د اړېړې غړوپ تير کړي
ګارد به په يوه سلا ورباندي ږغ کړل:
آر يو فاين!
ده به په وارختايي ځواب ورکړ:
يس فاين ، خوب، يخشې.....( دا وود ژبو پرکتيس)
- اوس اجازه راکړه لږ وژاړم
- ته صبر وکه زه لږ سوچ وکړم آر يو.. نه،نه .زما په خيال دا
خوب يې په پښتو دی!
- هغه خوب نه دئ هغه خوب( ښه) دئ، ولاکه يې يا فاين په پښتو وي
يا هم خوب..
اجازه راکه زړه مې ډک دئ چې لږ وژاړم!
- ته ودريږه وايي کار روان دي د پښتو نوم تبديلوي چې هغه توشيح
شو بيا به يو ځای وژاړې!
- ته هم ښه وايي حيف دئ چې دا ګراني
اوښګې دوه واري توی کم خير لږ صبر به وکم.....( دا ده د اوښکو سپما)
|