کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

زورغونډۍ هواروي

 

یو سپین ږیري په زګیروي سره د ځکندن په وخت نارې کړل: غمی چیري دئ؟
 میرمني یې  ورو وویل:
 دغه دئ.
سپین ږیری بیا په زګیروي و پوښتل:
 شین ګل چیري دئ؟
 شین ګل ورته وویل : دغه یم بابا
 سپین ږیری بیا و ویل :
پتنګ چیری دئ؟
 میرمني یې  ورته  وویل:
 دغه دی پښو ته  دي ناست دئ.
سپین ږیری بیا وویل :
اڅک چیري دی؟
 اڅک وویل : دغه یم بابا،سر ته دی ولاړ یم .

سپین ږیری وویل:  نو ولې د هغه بلې خونې چراغ نا حقه  لګیږی، هغه مړ کۍ!
  بیا راشئ تاسو ته وصیت کوم!
بیا یې میرمني ته وویل :
 آه ښځې! هغه د لښتو بنچه چې ما تړلې ،اوپه  اوبو کې مې ایښې ده، هغه راکه !
حجاڼۍ د لښتو بنچه و سپین ږیري ته ورکړه.
سپین ږیري وه خپلو زامنو  ته وویل.
 واخلئ داد لرګو بنچه ماته کۍ!
 مشر زوی یې  د کراتی په یوه حرکت سره هغه بنچه ماته کړه هغه بیا دا نیمه  شوی ماتې بنچې  یوه خوا یو  ورور ته او بله خوا یې بل ورور ته  وکړه، هغو هم  په کراته  د( یا )  ویلو سره قریچ قریچ  هغه ټوټه ټوټه کړه.
پلار یې د دی حرکت په لېدو سر وښوروی  اوویې  وویل :
ای شوده ګانو!
ماغوښتل یو نصیحت درته وکړم .
زامنو یې په داسې حال کې چې ځانونه یې  پړسولي وه   په یوه سلا ورته وویل:
بابا! کراته غونډۍ اواروی .
بابا سر وښوروه او مړ
شو