|
طنز:
محمودنظری
انسانی لمبر پلیټ
د ډول ډول
مذهبو، هیوادونو او ملیتونو د خلکو د نومونو یادوول مشکل کار دئ هدو د لیک له
رویه د هغو لوستل هم ژبه رګوی او ځینې وخت غلط تلفظول د شخړو او جنګونو سبب
ګرځي ځکه په ځینو ژبو کې ځینې توري نه شته د هغه پر ځای د نورو تورو کارول او
ویل او یا بل ډول ویل کېدل بله معنا ورکوي.
مثلا په سومالی ژبه کې( پ )نه شته او
په انګریږی کي خ، ړ،ڼ ،غ، ژ او.... داسې نور توری نه شته او په انګریزی کې
خیر ته نه پوهیږم څه وایي
له دې لپاره چې دا موضوع حل شی نو د
انسانانو لپاره لمبر پلیټ جوړ شو
د لمبر پلیټ دوه توري بیا شپږ عددونه
او بیا دوه نور توري لري.
AB1502 86cd
لومړی توری د جنس معنا: ښځه ، نر ، نر
ښځی ،نر نری ، ښځه ښځی ،نر کوشنی ، ښځه کوشنی ....
دویم توری دنده: ډاکټر ، انجینر ، ګدا
...
او دوه عددونه د ورځی، دوه عددونه د میاشتي او دوه نور
عددونه یې د زیږیدو دکال دي چې دلته په بهرني هیوادو کې داډیر مهم د ي.
د عددو نو نه وروسته دوه توري راځي چې لومړی توری یې د
سترګو درنګ:ژېر . خرمایی، جوزی او کیشمشی (بېله کانتک لینزه) او اخیری توری یې
د ذوق چې فوتبال ، والیبال، ، غیږنیول....
خو ځینی یې زور، زیر او پیښ هم لری. دا لمبر پلېټ په کوشنیو
څلور کونجه پیتلي لوحو باندی لیکل شوی چې یو یې پر سینه او بل یې پر شا ټومبل
کیږی.
لیک یې تور پر سپينه لوحه لیکل شوی دی . خو د نامتو خلکو لوحه
ژېړه او لیک یې سور وی .د یو نامتو سړی لوحه داسي ویل کیږی :
یزک-
سندر بول - د ۱۵ د
جنوری ۸۸ زیږیدلی- شین سترګی -
همجنس باز
په لومړی توری مو دا اشتباه له منځه ځی
چې نر دئ که ښځه خلک له دعوو او ډنګلو نه خلاصوی ځکه د اوس مشکله موضوع وه چې
هر چاته ووایی پرتوګ دي وباسه. په دوېم توري د مسلک چې ډاکټر دئ که بنا ،زور
والا دی که پیښ والا....
په عددونو سره مو د هغه سن او د زیږیدو د ورځي مشکل حل کیږی .
د عددونو وروسته په لومړی توری سره د
هغه د سترګو اصلي رنګ او نورو پوهیږو
او په وروستي توري بیا اضافي ذوقونه لکه سکرټ ، همجنس بازی د
زور او پیښ....
دا یو تن د نوم اخېستل داسې کیږي :
انډیوالان ورته لومړی توری کاروی او ورته وایي: یږکه زویه !
رسمي خلک دویم توری کاروی د مسلک د رویه وره وته وایی:
سندرغاړی صایب !
میرمن یې د بای فریندی په وخت کې ورته وایي: (
۱۵۰۲۸۶ ).
او که یې واده ورسره کړی وو نو ورته وایی: شل کلنه!
ډاکټر بیا د عددونو وروسته لومړی توری استعمالوی: شین سترګیه!
او عادی خلک بیا دویم توری کاروی: همجنس بازه!
|