کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

میخ آغا

 

آغا ماد چې ډنګره، ټیټه ونه ،لکه د افلاتون بټه ګوته غوندی سوټه پزه ،لکه خلکیان یوه لوېښت ځړېدلي برېتونه  او  لکه وزه دوتاره مونډی څوکړه ږیره لری او وتل غټې کټه بینې آینکی پر سترګوکوی  په هر کار کې د هر چا نه چالاکه او ترمخه دی نو ځکه ټولوخلکو هغه ته چټک آغا وایه آن په  لمانځه کې لا پر مخ تی په دویم  رکات کې  چې  به موږ سر راپورته کۍ دی به لکه ملا چرګګ د ملا پر ځای ولاړ وو او پاته  رکاتونه  به مو ده په امامت کوله.
  کله چې ډیموکراسۍ راغله نو خلکو د دې لپار ه چې دکلنو کلنو روحي اورواني ناروغیوله غرو نه ځان خلاص کړي او د زړونو د اورغورځونکو غرو لاوا او بړاس  وباسی د یوې مظاهرې هوډ یې وکړئ  او چټک آغا هم خپله یوه زړه دوشۍ سره وټکوله يوه رېښکۍ یې پر غوټه کړه   او مظاهرې ته راووت. چې موسترګې رپولې  په ټېل ماټېل  کي یې  تر ټولو مخکې يې ځان ستېج ته  ورسوه او د خلکو پر اوږو سپور او   دوشۍ  یې خولې ته نیولې وه.
او په انقلابي ولولو یې نارې  کړه:
  ورونو!
خوسلګیوپسی واخېست حلق یې وچ شو  او ویل یې : اوبه راکئ !
 یوه شیبه وروسته بیا پر اوږو پورته  شواو نارې یې کړه :
ورونو!
 اوبه راکئ!.
درېيم واری بیا پر اوږو پورته شو خو ستونۍ یې بیا وچ شو او نارې  یې کړه :
ورونو!
 اوبه راکۍ!
خو د خلکو دچکچکو سره ناببره په داسې حال کې چې لاسونه یې ورسره څنډله په انقلابي ولولو یې له خولې نه ووتله  :
ای زالیمه، نس دی لکه خومه ،خوراک دی پټاټې ،دا ښه کلکي مستې .
او یوو اري  بیا د  چکچکو شړپ  شو
  پولیسو په بد ګماني سره ورته وکتل، یو  بل ته   یې په پوس پوسی   او شک سره کرار و ویل: چې نس دی له خومه یانی څوک؟ او بالاخره  يې پیدا  کرۍ چې د دوی نسونه خو غټ نه دي  او یوازې د والي صایب نس لکه خوم د ئ  او بس نوسند یې پیدا کړۍ او  چټک آغا یې د نس ته د اهانت په تور  بندی کړۍ ځکه په ډیموکراسۍ کې هر شي ته باید درناوی وشي او په درنه  سترګه ورته وکتل شي . او په زندان کې  یې هغه نه یې ښه مزغن  د ډيموکراسي وهل ورکړه د هغه دسر وېښتان  يې وچ وروخرېیل او شین کډو  يې ترې جوړ کړۍ.  ، موږ د ماجت خلکو خپل د نیم امام ضمانت وکړۍ هغه مو راخلاص کړۍ  د هغه  سوټه پزه تکه سره شوی وه ،ژامه یې ریږدیدله او ورټ  ورټ یې ژړل په لاره یې پښې رپېدې او ناکوجاتي  یې ویلی.
 دا بندی والی پر ده ډیره ژوره اغیږه وکړه  نوریې لکه ترهیدلی مرغی د مخ پر ځای  پر شا  زورواهه اوتۍ  او ان  یو واری پّه تراویحو که د ماجت په څاه کې ولید او غرغړی یې کړی  موږ د ماجت خلکو هغه له  څاه راویسته او پولیسو  هغه د ځان وژنی په تور   بندی کړۍ او د ده نه یې اسناد وغوښتل چې هغه افغان دی  که یا؟ځکه  افغان خو دا کار نه کوي.
  د هغه تذکره د مهاجرت  په  شلو کالو دربدریو کې ورکه شوی  وه . نو هغوی دی ده هغه د سوټی پزې او کډو سر په اساس د چیچینایې په نامه دګوانټانامو زندان  ته واستوی پنځه میاشتي   هغه هلته هڅه کوله چیچینایې زده کړی خو زده  یې نه کړه ،نو بې ګناه ثابت شو او بیرته کلی ته راغی .
  داد شا ته تګ هم په هغه ژور ه اغیزه وکړه.
 هغه د هوایی سفر او جهان ګردی  کیسې کولې ، هغه ویل :  دا ګونامو ښه ډوډۍ وه ښه قفسان  وه  ښه نوی نوی نارنجي کالي وه زه ډیر خوشاله وم هغو چې زما خوشالی ولیده  زه  یې ژرد هغه قفسو ویستم چې نوره خوشالی ونه کم.
موږ  نه پوهیږي څه نورې پټې خبرې هلته وې  چې نورده د شا تګ هم پرېښودی.
 نور نو ده   په  اړ خ   زورونه   وهل ان ستاسو تر مخه  دی حیا وی یوواري په بس ګاډی کې د ښځو خواته ختلۍ وواو بیا پولیسو ونیوی، ده مخکنۍ دوسیه هم درلوده  بیا یې  دماینی په ضمانت چې دی د کار نه دی له بنده  خوشي کړۍ او د ده تکیه کلام   اوس« ژوندی دې وي  زما ښځه!»دئ.
 نور نو د کلی د ملا د فتوا په اساس  ده ته  د تګ  په وخت  خولې ته  کېزه او په لمانځه کې  یې پر لمن مېخ ورټکوهل کیږی .
 خونن خبر شوم هغه د اهلیت او او  امریکا د لېدولو  اوپه بهر کی د ژوند د ښه تجربې او زده کړو    له کبله د د ګرځندوی وزیر مقرر شوی دی  موږ یې  دیدن ته ورغلو  خو  هغه یې هلته پښې يې یوه پر بله را اړولی وی  ناست او    پرڅوکۍ يې مېخ کړی وو.