|
طنز:
محمودنظری
دخوشالۍ
هنګا
وايي يو ستړی ستومانه او ﻻلهانده پرديس
چې لکه سودا يي خپلې ګوتې يې شميرلې د ستومانه خر پسۍ چې په خولو کې لوند خېښت
او لکه دی سا يې په اوږو شړله رهي وو .
په لارې کې يو پوه ځوان ترې وپوښتل :
څه دي بار کړی دي ؟
پرديس ورته وويل :
يوې خوا ته سره زر او بلي خوا ته ډبرې دي !
ځوان ورته وويل :
که زما منې ډبرې وغورځوه سره زر د خورجين دواړو خواوته واچوه خر او ته به دواړه
سپک او هوسا شئ .
پرديس هم ژر ژر ډبرې وغورځولې د خورجين دواړو خواته يې سره زر واچوله. له ده
نه يې ډير خره ته خوند ورکړ او د خوشالۍ يې يوه لوړه هنګا وکړه .خر يې سپک او
دی هم پر خره سپور شو. په لاره کې چورت ورولويد چې هغه ځوان چې دومره پوهيږي نو
هغه به څومره سره زر لري !
شا ته يې وکتل هغه ته يې نارې کړل :
هو ځوانه! ته څومره سره زر لری؟
هغه سر وښوراوه او ويې ويل :
زه هيڅ سره زر نه لرم !
ده ور نارې کړه چې سره زر نه لری نو ته هم ولاکه په هیڅ څه پوهيږې
!
په ډيره غوسه له خره تا شو بيرته يې سره زر د خورجين يوې خوا ته او ډبرې يې بلي
خوا ته واچولي، د ګوتو په شميرلو شو او د خره پسې رهي شو .
په بل کلی کې يو سپين ږيري ترې وپوښتل :
څه دی بار کړی دي سرګردانه پرديسه؟ !
پرديس ورته وويل :
يوې خواته سره زر او بلي خوا ته ډبرې دي !
سپين ږيري ورته وويل :
که زما منې زر وغورځوه !
پرديس ورته بدبد وکتل خره ته يې خوند ورکړ په کته کې نه ځايده نو د خوشالۍ
يوه لوړه هنګا يې وکړه .
دپرديس په زړه کې بيا سودا شوه چې دا بابا به بيا څومره سره زر لري
نو بابا ته يې وويل :
هو بابا! ته څومره سره زر لرې؟
هغه ورته وويل :
زه هيڅ سره زر نه لرم !
پرديس ور ته وويل:
چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په هیڅ څه پوهيږی ؟
په بل کلي کې يوپوخ جهان ديده سړی ترې
وپوښتل :
څه دی بار کړی دي؟
ده ورته وويل :
سره زر يوې خوا ته او ډبری بلی خوا ته !
هغه ورته وويل :
سره زر لاندی کړه او پر سر يې ډبری ورواچوه .
پرديس هم ژر خورجين خالی کړ سره زر يې ﻻندی کړه او پر سر يې ډبرې واچولې او رهي
شو
خو بيايې سودا شوه چې دا پوه سړی به څومره سره زر لری نو يې مخ ور وګرځوی او
ورته يې وويل :
هو پوه سړيه! ته به څومره سره زر لرې؟
هغه ورته وويل :
زه سره زر نه لرم !
پرديس ور نارې کړه :
چي سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟
له ځان سره په غوم غوم ويل چې زر نه لری هغه ولاکه په هیڅ څه پوهیږی!
خره چې په خولو کی لوند خيښت وو په خپله هنګا سره د پرديس خبره تایید کړه
رښتیا وایي. چې نه لری زر هغه ولاکه په هیڅ شی پوهیږی.که پوهیدلای د امریکا
جمهور ریسان به بی زرو خلک وای.
(په پخوا کې پانګوالو خپله پانګه پر
بوداګانو وړله خو اوس يې په جيبو کې وړی. څه بد حال به يې وی!!!؟
(.
|