کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

طنز:

محمودنظری

بده ښوروا

  دامریکا د یو راپور له مخي چې ټول  ‌ددار نه تښنیدلی باید مرکزي او د څوکۍ خوند وڅټي. دا کار وشو

ښوروا جوړه شوه په لومړی وار چې د ښوروا  غړې  په خپلو کې  سره مخامخ شول  د بوتلونو هستوی جنګ  یې پیل کړ  تر هغه چې ستړی شول . نه پوهیدل نور څه وکړی یو نابیغه  راپورته شو او  په فیلوسفانه لهجه يې وویل: ما قانون ولوست هلته لیکل شوی موږ کولای شو وزیران استیضاح(استهزا) کړو دا لغت د ښکنځلو مانا لری راّځي یو وزیر راوغواړو او هغه ته ښکنځل  وکړ وهم په مو سا تیر شی هم به کار وشي. د روغتیا وزیر یې را وغوښت هغه لا وره نه  وو ننوتی چې ښکنځل پيل  شول: ته شوده ! لوده، بی کفایت، رشوت خوره...

وزیر  بیرته بهر راووت او په منډه يې استعفا ورکړه.

 بله اوونۍ یې د بریښنا وزیر راوغوښت

هغه  د یو سوټي سره  ښوروا ته  ننوت سترګې يې پټي  او یو جریب خوله يې پرانیستله : غلو، توپکسارارانو،  وطن پلورونکو،......

هغو یو بل ته وکتل او چوپ شول  او له ځان سره يې وویل : دا هلته څه  کوي؟

د دې کار نه هم ستړی شول نه پوهیده څه وکړی.

 بل ورځ بیا یو بل نابیغه استیضاح(استجوا(پوښتنې کول) مانا کړه او ښوروا غړو  ته په خندا وویل:   د هغه (ب)  يې هیره شوی ده. راځی له وزیر نه  پوښتنې  وکړو هم سیل دی هم تماشا.  ټوله په خندا شول .

نو د مالیی وزیر يې راوغوښت  یو چې په ټولو کې اوقي وو  د  هغه نه وپوښتل:

  ۲+۲ څو کیږي ؟

هغه ورته وویل :څلور بیلونه ډالره.

بل ورته وویل: د لاس ګوټې څو دي ؟

هغه ورته وویل: لس تریلونه ډالره .

 پوښتنه کونکۍ لږ شکي شو نو خپل لاسونه يې د پتلون  په جیبو ته  ننه ایستل چې کوټې وشمیری چې رښتیا څو کیږی.  ناببره يې ږغ کړل غلط یوولس کیږی  او نارې يې کړی زما د جبعې ورونو فیر!

 غړپ .دوړی جوړی شوی  هغه  يې په دوړو کې په هوا کړ.

یو- دوه مخالف لا چوپ وه   د هغو لاسونه د پتلانه به جیبونو کې ول اودلاسو ګوتې یې شمیرلې.

یو بل نابیغه نارېکړل د  استیضاح اصلاً( استنجا) ده

راځی یو وزیر چې ډیره څوکۍ پر ګرانه ده راوغواړو.

..... وزیر يې راوغوښت

 

نوټ. ماشورا  ښوروا  مانا کړه.