کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمودنظری

 

 

خندا او پر ژوندباندی د هغې اغیزې 

 

څلورم کښت

 

ولې خندا د هر بې درمانه درد درملنه ده؟

 

خندا یو طبیعي انتي بیوتیک دی چې د انسانانوډیر دردونه ښه کوي؛ سا کښل توند ه وي ؛د وینو تګ  تونده وي؛ د سر   او مخ دپنځلسو ماهیچو ( غړو،عضلو) دخوځیدو لامل ګرځي  ؛ د وینو فشار لږ وی  او عمر ډیروي.

 دایمونوگلوبولین د هارمون ترشح  د خندا سره نیغې اړیکې لري چې هغه د بکتریا او میکروبو په له منځه وړولو کې مرسته کوي او د بیماریو په مقابل کې مقاومت ډیروي او هم د«سایتاکیناز»  هورمون چې د خوشالی هورمون هم نومیږی یو کیمیاوي ماده  ده چې د  «آندروفین» په نامه یوه ماده  تولید وی چې په  انسانانو کې پرنفس د اعتماد ،خوند او خوشالۍ لامل ګرځي او دردونه کموی په حقیقت کې اندروفین د مرفین  ورته ماده  ده   چې د سپورت او خندا په وسیله په وینه کې  زیاتیږي.

یو انګریز پوه وایي: یو دقیقه له زړه له کومې خندیدل د ۴۵   دقیقو ورزش سره یو شی دی.

 او یو بل پوه وایي: خندا د زړه د ناروغیو د لږیدو سبب ګرځي او دخندا په وسیله هغه بدلونونه چې په تنفسي لارو کې پیدا کیږي د پزې لخوا د ډیرې هواد ننوتلو لامل ګرځي چې دا بیا د مغزو د سړیدو سبب ګرځي چې د مغزو سوړېدل بیا د خوشالۍ لامل ګرځي.

دمحمد نعیم اخلاص دلته معشوق له خندا منع کوی او داسې وایي:

 

ګوره ته د ناز به خندا نه كوي
خوا كي د غمازبه خندا نه كوي
دا به دي ګذار د ګړنګو كړي
ته په خوږ اواز به خندا نه كوي

 

 دیو بل پوه په یوه  مقاله کې لیکلی: څوک که په ورځي کې ۳۰ دقیقې وخاندي د زړه  ددویمې  حملې  شتون یې ځنډیږي او هم د وینوفشار لږوی هغه وایي زموږ  ورځنۍ رواني تشویشونه سره راټولیږي  او  دا بیا دډیرو ناروغیو او   درواني ستونزو لامل ګرځي چې دفاعي سیستم ته زیان رسوي او د عفوني ناروغیو لامل ګرځي نو  ویلای شو خندا د رواني فشارو په مقابله کې یوه  موثره وسله ده.

باک د د کالیفرینا ایالت د لومالیندا د پوهنتون څیړونکی وایي: په کټ کټ خندا سره د وینو د فشار  دهورمون د لږوالي لامل ګرځي او د بدن مصونیت ډیروي ان ارامه خندا سلامتي ته ګټه لري.

خندا د زړه د ماهیچو یا( میوکاردیوم )د خوځیدو سبب ګرځي  چې هغه بیا د ولاړو وریدي وینو د خوځیدو لامل ګرځي چې هغه   د« ترومبوز» د جوړیدو خطر لږ وي.

څېړونكي په دې اند دي، چې خندا په حقيقت كې د زړه  دنارغیولپاره ډېره ګټوره درملنه كېداى شي. څېړنو وايي هغه خلك چې لږ او يا هېڅ نه خاندي، د زړه په  ناروغيو اخته کیږي.
د امريكا د بالتېمور د ښار د ماريلنډ پوهنتون د وقايوي كارډيالوژۍ د مركز مدير ډاكټر ميکايل ميلر و يو رسني كنفرانس ته وويل :

خندا د زړه د ناروغيو د مخنيوي لپاره يوه ډېره ګټوره لاره ده.
دا لومړۍ څېړنه ده، چي د خندا او د زړه د ناروغۍ تر منځ اړيكي ښيي. ميلر او د هغه ملګرو د زړه د ناروغيو د کار پوهانو يوې ډلي ته داسي وويل:

"موږ باور لرو چې د خندا عمليه د انسان په وجود كې يو ډول كيمياوي مواد توليدوي، چې د وينې رګونو ته ارامتیا او سكون ورپه برخه كوي.

 د ميلر په اند خندا نه يوازې دا چې د خوښۍ، بلكي د زړه د غښتلتيا سبب هم كېږي.

 دډاكټر ميلر په دې اند ښايي يوه ورځ له خندا څخه د زړه د ناروغۍ په درملنه كې د يوې ګټوري وسيلې په توګه كار واخيستل شي.

 خو آيا دا ممكنه ده چې د خپګان، خوابدۍ اود غوسې پر مهال په زور او فشار ځان خندا ته وهڅوو؟
هو!

كه چېري په منظم ډول وخاندو، نو زموږ د خندا غړي خامخا پياوړي كېږي. ډاكټر ميلر زياتوي چې دده ټيم اوس په دې لټه كې دى، چې پيدا كړي، د خندا په وسيله څنګه د انسان په وجود كې كيمياوي مواد توليدیږی او بيا څرنګه  د وينو شيريانونه تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

 

غنی خان  وایي  په غمنو کې خندا  هیر نه کړی:

 

غمونو کې خندا کړه په
په خندا کې غم هېر نکړې

 

خنداوي ډیر مهال د غاښونو ناروغۍ، چې د زړه د ناروغيو ستر لامل ګڼل كېږي، كمزوري او غلي كوي، خو د دې برعكس هيجانات، غوسې او ذهني ګډوډۍ د انسان په وجود كې كيمياوي مواد توليدوی  او په دې ډول په حجرو او شيريانونو كې د ويني د بندېدو لامل كېږي، نو وروستۍ څېړنې او سپړنې دا ښيي، چې د زړه ډیری ناروغۍ له خپګان، خوابدۍ او غوسې څخه پيدا كېږي او حال دا چې په يوه ټاكلي زماني واټن كي خندا او تفرېح د زړه د ناروغۍ د درملنې او وقايې په لار كې ستر رول لري.

نو خندا د اعصابو هيجان او خرابي له منځه وړي

سوچ او خندا یو وخت کار نه کوی  په خندا سره  پام بلې خوا ته کیږی او درد کمیږی  نو ويل کيږي چې خندا د روغتيا له پاره ګټوره ده ٠

د خندا یو بله  ښه اغیزه د هوش لوړیدل او د حافظې ښه کیدل دي

جالبه  لا دا ده چې سل واری خندیدل لکه ۱۵ دقیقې  باسیکل چلول ګټه لري نو ویلای شو خندا یو ورزش(سپورت) دی.

  د فرانسې يو نامتو طبي پوه ويلي دي چې خندا د انسانانو کولمې، ځيګر او دماغ پياوړي کوي او د اعصابو خرابي او بي خوبۍ ليري کوي ٠ هغه د بیلکې په توګه ويلي دي چې که يو ناروغ تل خپل درد ته پام وي ، نو هرومره يې  درد ډیر ورته  ښکاري ٠  بله د پام وړ خبره لا دا ده چې د طبي پوهانو په نظر سهار وختۍ د ژور خوب نه وروسته ناڅاپه پورته کيدل د انسانو روغتيا ته ضرر رسوي  د دوي په اند سهار وختي د زړه او دماغ د وينې د جريان د بنديدو لپاره ډير خطري وخت ګڼل کيږي  که څوک سهار وختي ناڅاپه له کټ نه پاڅيږي ، کيداي شي چې د زړه او دماغ په ناروغیو اخته شي او ان د مړینې  لامل  یې وګرځي ٠ د طبي پوهانو په نظر سهار وختي د ويښيدو نه وروسته لومړي پر کټ باندې له پنځو دقيقو نه تر لسو دقيقو پوري لږ څه دمه وکړئ او په دي ترڅ کې ژوره سا وباسئ ،  ورو ورولاسونه او پښې وخوځوئ او هره ورځ مخکې له دې نه چې له کټ نه پاڅيږئ درې – څلور دقیقې وخاندئ، لومړی څو ورځي شاید ستاسو خندا رښتنۍ نه او مصنوعی وي خو کرار کرار په اصلي خندا اوړي دا کار  به ستاسو ټوله ورځ ښکلې کړي.

دغه کړنلاره په عمده توګه د منځنيو او زړو کسانو لپاره ښه ده ٠

 په کټ کټ خندیدلو سره  سږی ډیر اکسجن اخلي د زړه ضربان توندوي او دوینو جریان  ښه کیږی.

په خندا سره د رګونو پوتکی سره را ټولیږی او یو ه اندازه  کیمیاوي توکي چې ګټور دی خوشی کیږی چې دا مواد دټپونو د رغیدو لامل  ګرځي .

خندا پر روح او روان ښه تاثیر لري ویره او استرس لږوی .

څیړونکی وایي: خندا د کالوری د سوځلو لامل ګرځي هر څومره چې وخاندئ هغومره ډیره کالوری سوځئ چې دا د وزن د لږیدو لامل ګرځي.

خندا ایمنی سیستم قوی کوی د ریزیش، آسم، برونشیت،  عصبي سر دردي ، میګرن ،  ارتروز دردو او دملا  د درد په مقابل کې ټنګښت زیاتوي