|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمودنظری په کلتوراو دادب کې دژویواو الوتونکو نښې (سمبولونه)
سمبولونه د میلتونوهغه پټي ناویل شوی خبرې دی چې د سمبول په بڼه بیانیږی. سمبول ته نښه ،نماداو مظهر هم ویل شوی دی . سمبول کیدای شي یو مادي شی وي چې په طبیعي ډول و هغه شی ته چې نغوته کیږی اړیکه ولري سمبول په ذهن کې ناببره دمکاشفی اویا شهود له لارې جوړیږي سمبول له طبیعت،شیانو،رنګونو ، ژوو.... نه جوړیږی . سمبولونه کله کله په نیغ ډول له خیال او سوچ نه پیدا کیږی یا پر هغه اغیزه کوی دا ډول سمبولونه د روانی انرژی نه ډک او نفوذ لرونکي سمبولونه وي. ژوي او الوتونکي د بشر له پیدایښت نه تر ننه د میلتونو په کلتور او ادب کي ډير رول لوبولی دی او ډیره اغیزه یې پرکړې ده . د ادبیاتو په نظمی او نثری اثارو، آنځورونه ،کیسو،نکلونو لنډیو او متلونو کې د سمبولونه ، رمزونه او کنایو ، استعارو ډیر ډولونه لیدل شوی او دبشر ي ادب ډیره برخه په بر کي نیسي. سمبول د لېکوالو او شاعرانو ابتکار دی چې لومړی په یوه سیمه کې ویل شوی بیا یې پراختیا پیداکړی او ځینې سمبولونه نړۍ وال شوی دي، د ژویو او الوتونکو سمبولونه په شعرونو، کیسو او طنزو کې : د بهرام شاهی کلیله او دمنه چې رودکي هغه له سانسکرت نه دفارسی نظم ته اړولی ده د ژویو خبرې دی؛د عطار منطق الطیر د انسان سیراو سلوک و خپل اصل ته رسیدل دی او د الوتونکو سفرد د خپل ځان دسیمرغ د پيدا کولو دپاره دی؛ د مولانا مثنوی د الوتونکو او ژویو له خولې کیسې دي. د عبید زاکاني د موږک او پېشوطنز یه مثنوی ده ؛ د سعدی په عبرتی کیسو کي ژوي او الوتونکي په اصل کې د انساني کرکټر نه خبرې کوي. ګېدړه په حیله او مکاری، ښرمښ او پړانګ په ځناورتوب او وینه تویولو، زمری په مېړاني او شجاعت او د ځنګله پاچاه؛ هوسۍ په ښاېست ؛سپی په وفاداری، پاسبانی او د غله او درویزه سره په دښمنی پیژندل شوی دی همداسې د الوتونکو نه طوطی په ویلو،طاووس د وزرنو او بڼکو په ښاېست ، بلبل او عندلیب په رېز کولو،کوکو کوتره( فاخته) په ترانه ویلو... سمبولونه پېژندل شوی دي . د انسان په عوض د ژویو او نور شیانو نوم اخېستل د انسان فطرت او طینت په بله ژبه تمثیل ول د ی د انسان اړه او تړون د طبیعت او چاپیریال او یو بل سره د هغو اثر اچونه ښیي سمبولونه په انځورونو کې: هوسۍ: هوسۍ چې په دښتو کې ژوند کوي د ډیرو ښکلو ژویوله ډلې نه ده چې نر یې ډیر ښکلی دی او د سترګو شاوخوا توروالی یې هغه د ښځینه هوسۍ نه بیلوي. کب خوړونکۍ (لګ لګ): د نوی ژوند سمبول دی خلکو ګمان کوي چې دا الوتونکې په خپله وینه خپل بچیان روزي نو ځکه د شفقت ، ترحم او قربانی سمبول ګڼل شوی دی. بورا: د پېلې څخه د هغه راوتل د هغی دوېم ځل الوتل بورا د تل پاتی ژوند او ږیږېدو سمبول کړې ده او په چین کې بورا د ډیرې خوشالۍ اوډیرې ښکلا سمبول ده . وزر: یو نړیوال او ډیر مښهور سمبول دی لکه وزر لرونکی آسان، همداسې وزر د فکري الوتنې او د انسان د ایرادې سمبول رسوی وزر درلودل د هر شی نه ملایکه جوړوي چې په خپل ذات کې ازادی غوښتل او بری له ځان سره لري. طاووس:طاووس د لودېزو او ختېزو هیوادو یو ګد سمبول دی او هم دطبیعت د دوه ګوني او ثنویت سمبول دی په هندی سمبول کې چې کله (کامه) یا د دمینې الهه پر طاوس سپره ده دا د ډیر هوس سمبول دی د هغې په پښې د مار پیچیدل او د هغه له وزر لاندی پټېدل جنت ته د نفرین شوی الوتونکی دننوتلو سمبول دی. ښکر: ښکر لرونکی انسان لکه د هوسۍ ښکرونه د قوه با او باروری سمبول دی آس:دو خصلته هم د مړینې او هم د ژوند سمبول ګڼل کیږی هم د سوچ، خرد او نجابت او هم د حیوانی غریزی سمبول رسوی او په نوی سمبولو کي د غوا پر ځای د قرباني ځای نیسی او هم قوه با او باروری ښیي. سپی: سپی چې له اوره سره یو ځای وي نو اور او شغله په جنسي سمبول بدلیږی ځکه اوراو جنسی نیروسره پیوند لري.سپی په میسحیت کې د وفاداری او د واده په سمبول مشهوردی سمبولونه په متلونو کې: ټټود هغه چا سمبول دی چې وشرمیږی (د ټتو نه یې وپوښتل: پلار دی څوک دی؟ هغه ویل: مور می آس دی) سپي ته یې هډوکۍ واچوی . (بډې ورکول) چغال نارې وهې . (د چا خبرو ته بې اعتنایې کول ) چغال پوخ خټکی ولید ( ډیر شوق لرل) کوتره د سولې سمبول: هغه وخت چي د نوح (ع) کښتۍ په توپان کې را ګیر شوه نو نوح(ع) وغوښتل دکښتۍ اوسیدونکي په یو ساحل کې تا کړی له همدې کبله یې کارغه د وچې په لټه ولېږی کارغه ساحل وموند او هلته د یو مردارجسد باندی کښیناست او د هغه په خوړولو شو، دا خبر نوح (ع)ته ورسید اوهغه و ویل: کارغه له دی وروسته مردارخوره الوتونکې ده . دا وار یې کوتره واستوله هغه په هوا کې ګرځېده چې یوه وچه یې تر سترګو شوه ؛ هلته کښته شوه د هغه نیمې پښې په اوبو کې وي دا اوبه د عذاب اوبه نو مېدی او ډیرې تودې وې نو کوتره بیا والوتله اوبله وچه یې وموندله د زیتون په ونه کښیناستله د هغه نه یې کوشنۍ َڅانګه پرې او په مښوکې کې یې نوح (ع)ته وروړه او نوح (ع)کښتۍ دهغه ساحل خواته بوتله. له هغې نیټې و روسته کوتره د سولې سمبول وبلله شوله.
دژووسمبول د کال لپاره: د دولسو حیواناتو جنتري په ځانګړې توګه په افغانستان او ټوله اسیا کې خپل ځانګړۍ ځای لري چینایان او منځني اسیا نور هیوادونه د ژویو اغیږې چې په هغه کال واکمن دي لکه : ږېږېدنې، کارونه، دوستي، مینې او ودونو باندی اعتقاد لري. پخوا سوچ کیده دا یوازې د ترکانو او د اسیا د خلکو دود دی خو اوس مالومه شوه چې دا سمبولونو په امریکایي بومیانو کې هم رواج درلود. ابوریحان البیرونی دا دود دمنځنۍ اسیا ګڼي او په خپل اثر اثارالباقیه کې د ترکانوکلنی جدولونه داسې ښیي: ۱- چقان يا کسکو (موږک) ۲- اود يا سغر (غویی) ۳- بارس (پړانګ) ۴- تفشان يا تفشيجان يا توشقان (سویی) ۵- لو (نهنگ) ۶- ييلان (مار) ۷- يونت (آس) ۸- قوی ( پسه) ۹- بيجين (بیږو) ۱۰- تغاقوی يا تخاقوی (کورنی چرګ) ۱۱- ايت (سپی) ۱۲- تونگوز( سرکوزی) داپخوانی شعر داسمبولونه داسی بیانوی :
موش و بقر و پلنگ و خرگوش شمار
آنگاه به اسپ و گوسفند است حساب پایولادلسول په خپل کتاب د( چیني طالع لیدل) کې لیکی: بیږو د شیطنت او فیتنه ااچولوسمبول دی او په دولسو کلنو کي دایوغیر معمولی کال دی ، د چرګ کال د نظامیانو او دیکتاتورانو کال او دسپي کال د دادخواهی او عدل کال دی. لمنلیکونه:
۱- آشیل -کبوتر نماد صلح ،بابول کم ۲-نماد زيبايي- تبیان ۳-بی بی سی - فارسی- نماد سال 1385: سگ به حکومت خروس پايان می دهد. ۴ - سیروس شمیسا - نگاهی نقادانه و تکمیلی به شاهد بازی در ادب فارسی- مجله فرهنګ و ادبیات ۵-از ویکیپدیا- نماد ، دانشنامه آزاد ۶-دستگیر نایل- با زبان بی زبانی مجله بازار هفته شماره-275
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||