کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمودنظری

 

خندا او پر ژوندباندی د هغې اغیزې 

 

درېیم کښت

ولې خاندو، څرنګه خاندو او په څه شی خاندو؟

موسکی شه چې جهان درته موسکی شي

خندا یو پېچلۍ مکانیزم لري چې د په طبیعی ډول د ډیرو ناروغیوو درمل هم دی.

خندا په بېلابېلو حالاتو كې پارېږي چې زياتره يې په خندونكو خبرو او ټوكو او خندونكو  کړو اوتمثيل باندې یې تڼۍ (سويچ) وهل كېږي او د خندا ږغ پورته كېږي

تر ټولو مهم سن ماشومتوب دی چې هر شی ورته  نوی دی  اوپر هر ساده شی خاندي، چې سن غټیږی سوچ هم توپیر کوی  خندا  لږیږی  یوازې په پیچلو شیانو خندا کیږي.

اشرف خان هجری د بل چا په خندا لکه کاڼه د خندا  په هکله داسې وایي:

د کڼـــو په څېر د بل په خنــــــدا خــــــــاندي
 
یا غورځــــا کا د پردیـــــو په ډولـــــــــــونه

 

د خندا ډېروالۍ او لږوالۍ د خندا د  توکو  او د  پېښو(تمثيل) په خوند او رنگ پورې اړه لري

د انسان خندا خوښه ده همدا علت دی چې ټوکې ، طنزونه  او کومیدي  اوري، ویني او پر خاندي.

اشرف خان هجری وایي:


 

په موسکۍ کښي دي د زړونو ژوندون پټ دی

په خندادي خولګۍ سپڼه ضرر نشته

 

خندا لکه ارږمۍ نور  خلک نیسي او سرایت کوي دا ځکه د نورود خندا په سبب داخلی انرژی راپورته کیږی او لکه سیوری خندا تعقیبوی . خندا او فکر کول  دواړه په یو وخت کې امکان نه لري په خندا سره فکر دریږی نو خندا د ذهنی ناارامیو نه  د خلاصون لاره ده.

د  وسا(اسایش )تیوری په اساس انسان خندا ته اړتیا لري چې له ورځنۍ کړکیچینو  څخه  ځان وساتي..

دا چې په کوم هیواد  او  کوم کلتور کې ژوند کوی شاید د نور و هیوادو ټوکې  تاسو ته خند ونکي نه  وي چې دا د کلتورو توپیر ښیي.

دا چې څوک وایي ټوکې یا طنز خندا نه لرله دا کیدای شي درې دلیله  ولري:

 یو د هغه سړی منفي احساس ؛ بل پر هغه نه پوهیدل دي  او درېیم شاید هغه پېښه ورته تکرار شوی وي.

اوس دا جوته شوې ده ، چې شوخ طبعی او لطافت مغز په مثبت ډول فعالوی نو خندا د سلامتی لپاره اړینه ده خندا نه یوازې د خوشالی لامل ګرځي بلکې د انسانانو تر منځ مینه ، دوستی او عشقی اړیکې ډیروي.

په ډله ایزه  ډول خلک ډیر خاندی خندا په یوه ډله کې  ۳۰ ځلی نسبت یوازیتوب  ته ډیره  کیږي.

غنی خان وایي:

څنګه ستومانه زه په خندا شم

خوب دى د بل او تعبير د بل دى

چې په خوله كې خندا نه وي
لكه ډك د خاورو جام

 

 

خندنۍ توکی  لومړی  د مغزپه کیڼې خوا کې څېړل کیږي  بیا  د مغز مخکنی خوا  چې ولولې  په هغه اړه لري فعال کیږی او بیا  د مغز ښي خوا د دی توکو موضوع څېړی که د خندا وړ وي نو د مغز شا د خولې او لاسونو د خوځیدو  امر صادروي.

هیپوتالاموس د مغز هغه برخه ده چې د خندا د ږغو  د ایستلولامل ګرځي.

ملنګ جان څه ښه وایي:

په خوله خو زه درته خندا كومه
په زړه كې تا پسې ژړا كومــــــه

رحمت شا سائل وایی:


 چی موسکا شې په شونډانو وړې زړه دهر مینه

په محبت دی یم روښان ته یې میاشته زما پربام

الله تعالی انسان ته د خندا او موسکا نعمت ورپېرزو کړی چې ناروغو ته روغتیا ډالۍ کوي ؛ د وېر ځپلو انسانانو زړونه خوشاله وي ؛ د ویر کونکو اوښکي وچوي؛  ددنیوي غمونو مخه نیسی او د ژوندانه ترږمی د هغه د غاښونو په برېښ  روښانه وي  . او د ژوندانه په هر پړاو کې نه یوازي هغه ته بلکه نورو انسانانوته هم رڼا ورکوي

پیرمحمد کاروان دخندا په هکله  وایي:

 

 

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

 

چې  کومه خندنۍ ټوکه ویل کیږی نو مغز په وړاند وینې پیل کوی که يې پایله بل شی چې هغه ګڼلې ده  شي نو  دا  پایله  خندا لامل ګرځي  یاکله  کله د چا ساده ګي ،تیروتنې او ناداني   هم د خندا لامل ګرځي.

دا جوته شوې ده  چې پخوا هم لیکوالانو د خندا په اکسیر پوهیده او داسې خندنۍ توکې یې ویلي دي چې لوستونکي خندوي

د پوهانو په اند خندا او خوشالي د بدن ایمني واک ډیروي سلامتي او شادابي ورسره راوړي.

 موږ پر هغه شیانو خندا کوو چې د عقل  او ورځني ژوندد پېښوله نظره امکان نه لري هغه توکي خندا لري چې له انتظاره  وتلې پایله ولري

خنداد انسان  له ذهنه منفي سوچونه، وېرې، غوسې، بخیلې او خودخواهی باسي نوروته فداکاری، درناوی  کول ورزده کوي .مینه کول په وجود کې ژوندی کوي

سائل وایي:

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي

 

 

*   نارینه دنارینه هورمون « تستوسترون هورمون» په لرلو تر ښځو ډیر شوخ طبع دي او ډیر خندونکي کارونه کوي او  د خندنۍ توکو په ویلو کې تکړه دي

نوربیا