|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظري
خندا او پر ژوندباندی د هغې اغیزې
دویم کښت
د خندنیو توکو لرغونوالی اومنځته راتګ . نننۍخندا له دوه نه تر څلور میلیونه کاله مخکې پیدا شوې ده. په هغه وخت کې د انسان صوتی دستګاه دا ږغونه نه شوای ادا (تلفظ )کولای نو لکه دګوریلا او شامپانزی خندا ته يې ورتوالی درلود او په تکامل سره یې انسان دا توان پیدا کړ چې وخاندي ماشوم چې څلور ومياشتو ته رسيږي ، کولي شي چې سم وخاندي . يو اړوند کار پوه ويلي دی چې خواړه ، استراحت او خندا په نړۍ کې له ټولو نه ډير ښه درې ډاکټران دي ، ځکه که خواړه او دمه بدن پياوړي کوي نو خندا هم د انسان د ژوند ضروري شی دي. ان په تاريخ کې خندا د روغتيا د بيرته لاس ته راوړلو يو ډول موثره درمل ګڼل کيده. اشرف خان هجری د خندا ډالی داسی ستايې.
رابرت پروواين وایي: ښځې ډیرې خاندی خو نارینه بیا ډیري خندا لرونکی خبری او ټوکې کوي. اشرف خان هجری د پیغلو دمستی خندا په هلکه داسې وایي:
له خندائې دغاښو ځــــــــلا برېښنـــا شوه
په ښکلا نمنځوي بیا پښتني پېـــــــــغلي په حقیقت کې خندا د روح دآرامي او د ځواني راز دی. څېړونکي وایي :خندا د انسانانو تر منځ دنژدې اړیکو لامل ګرځي ، چې څوک له چا سره د ارمتیا احساس وکړي نود هغه سره خاندي . حمزه بابا دخندا د اغیزې په هکله وایي:
ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
که مو پام کړی وی چې تاسو د کور مشر یا امر وخاندی تاسو هم ورسره خاندی په دې خندا سره خپل رضایت ښيي که دخطر په وخت کې وخاندئ او تهدیدونکی سړی هم درسره وخاندي ربړ حل کیږی . داسلام حکیمانه شریعت د موسكاد اغېزمني وسلې په کارولو ټېنګار کوي کومه چې د انسانانو په زړونو کې د یو او بل مینه اومحبت پیدا کوي دا دی زمونږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د انساني ټولني لارښود فرمایې : عن أبي ذر قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم تبسمك في وجه أخيك صدقة (صحيح ابن حبان) له أبوذر رضي الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ستا موسکا ستا د مسلمان ورور په حضور کي یوه صدقه او خیرات دی . موسکا یوه نېکمرغي او خوشالي ده چي زیات اجرونه او د الله تعالی په نزد ثوابونه لري چې د مسلمان د نېکیو په ترازو کي لوېږي او بېلانس یې ورباندي زیاتېږي. په عربي کې يوه مقوله ده وایې : (ابتسم تبتسم لك الدنيا) موسکۍ شه چې نړۍ در ته موسکۍشي. او یو متل دی چې وایي :خندا د ژوند مالګه ده. پخوا چې انسانانو د لیکلو توان نه درلود بیا يې هم خپلو ماشومانو ته دپخوانیو پېښو نکلونه کوله چې هغوی د هغه نه خوند او پند واخلي هغو دا نکلونه په طنزی اوخندني ډول بیانول . د ماشومانو لپاره به دانکلونه خیالي نکلونه وه لکه د دیوانو او ښاپیریو نکلونه بیا وروسته په ږغ او شعر کې خندالرونکی ، طنزي ، هزلي او هجوي غزلې او بوللې باب شوی د بېلګې په توګه په انګلستان کې مخمس شعرونه باب شول چې هغه ته په انګریزی کې limerick وایې. لکه دا مخمس: There was a young lady from riga. Who smiled as she rode on a tiger. They returned from the ride. With the lady inside. And the smile on the face of the tiger.
په اروپا کې طنزي نثري لیکنې په وسطی پېړیو کې پيل شوی داسې خلک پیدا شول چې ګرځیدل او خندا لرونکی نکلونه او سندرې یې ویلې د باچا هانو او لوړو واکو پېښې یې کولې او په همدی مهال د احمقانو په نامه یوه جشګوټی منځ ته راغی چې پر خپلو ځانو يې خندل د هغو په اند هر څوک باید ساتیر ي او خوشالي وکړي او هیڅ څوک باید دا ونه ګڼي چې تر نورو ښه دی د.دې جشګوټی توکې بدلیدل کله کله به یې په ناوکیو او نانځوکو خبرې کولي چې بیا تیاتر را منځ ته شو او ډیري طنزی درامې ولیکلي شوې. لکه رابله په فرانسوې ،سروانتس په هسپانیوي ،بوکاچیو په ایتالیوی او شکسپیر په انګریزی ...چې د شکسپیر ډیري درامې کمیدي وي. . لکه ((و نیزی تاجر))ا و د(( ختا ګانوکمیدی)). اوس ان د دې طنزي کمیدیانو نه فېلمونه جوړیږی. «پروفسور امانویل» وایي خدای (ج) انسان ته پر ربړونوباندی د بري لپاره درې شیان ورکړي: خوب. امید او خندا. د خندا په هکله په ټوله هیوادونو کې ډول ډول متلونه شته چې ځینې بېلګې يې دا دي: خندا او مسکا انسان ښکلۍ کوي. تندی تریو کول د شیطانانو کار دی خندنۍ څېره تر ډیره په حافظې کې پاته کیږی.
خندا د زمزموږلي یا مړاویتوب (افسردګی) لپار ښه دارو دي. خندا د دوښمن روحیه مړاوی او نا ارامه کوی او ښه وسله هم ده د هری ژړا وروسته خندا شته (ایراني) خندا سالمه وینه تولیدوی.( ایتالیوي ) ژوره مسکا ترتورې تیزه ده( اسپانیوي) نړۍ لکه هېنداره ده که هغه ته وخاندې هغه تا ته خاندي (انگریزي ) خندا د غوسې په برابر کې لکه کنګل پر اور دی( یوناني) مسکی انسا ن تر ټولو بریالی دی( جاپانی ) خندا د بې درمانه درد، درمل دی.( پښتو) ښه خلک هغه دی چې خاندي او کولای شی نور و خندوي (فرانسوي) رحمان بابا د خندا په هکله وایي:
نوربیا
|
||||||||||||||