کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمود نظري

 

خندا او پر ژوندباندی د هغې اغیزې 

لومړی کښت

خندا څه شی ده؟

 خندا په ويي (لغت )كې د ښادۍ او خوشالۍ په وخت كې دشو نډو غوړېدو ته وايي چې كله ږغ هم  ورسره وي چې د ژړا ضد  ده.

په خندا كې خوله، باړخوګان، پزه، سترګې، شونډې او تندى  ځانګړو خوځښتونه کوی، چې د غاړې پلې شخېږي او مخ سور او شين اوړي، او په رګونو كې د وينې تګ ګړندى كېږي.

رحمان بابا بیا ژوند ته  خندا وایي:

 

که ژوندون دا خو همدا دی په جهان

چه له چا سره تیریږی په خندا

 

ويل کيږي  چې چه خندا د انسان د فيزيو لوژي يو ډير ه پيچيلي څرګنونه ده ٠

هر بالغ  انسان په منځنۍ ډول له ورځي( ۱۷) واري خاندي.

 خندا هغه کړنه  ده چې د  ټنډي ګونځې ورکوی او  دمخ  رنګ شیرچايي کوي .

جلال‌الدین محمد بلخی وایي

 

مرده بدم زنده شدم، گریه بدم خنده شدم
دولت عشق آمد و من دولت پاینده شدم

 

له فیزیولوژی له نظره تخنول او د پوتکی تحریکول هم د خندا لامل ګرځي  دا په دې دلیل چې په مغزو کې داسې ځانګړې ځایونه(ټکي) شته  چې داالکترونکي تحریکونه  د خوشالۍ او خندالامل ګرځوی کله چې څو تنه یو ځای سره خاندي دا دهغو تر منځ یووالی راوړي.

تر خوږې خندادې ځار شم راته خانده

چې پرېوان کړې په ما لعل و مرغلرې

دچين په سنتی فرهنګ  کې ویل شوي دي: یو ه خندا لس کاله څوک ځوانوي او کولای شي  دسلو ناروغیو درملنه  وکړي.

حافظ شیرازی څه ښه وايي:

بگشا پسته خندان و شکر ریزی کن

خلق را از دهن خویش مینداز به شک

 

 ځينې څېړونکي  وایي: هغه خلك چې لږ او يا هېڅ نه خاندي، د زړه په  ناروغي اخته کیږي.
رحمان بابا وایي:

د رحمان خنداپه اجر ژړا ده

نازکي د ګل په قدر د شبنم وي

 

خندا دوې برخې لري یو د څېرې  بدلون اوبل د هغه  ږغ چې تولیدیږی. کله چې موږ خاندو ماغزه د خندا کولو امر ورکوي که په زوره خاندو نو بیا  ماغزه  د لاسو او پښو د خوځیدو امر هم ورکو ي.

د خندا په وخت کی زموږ د  مخ( ۱۵) ماهیچې  حرکت کوی چې مهم يې د شونډانو د خوځیدو مکانیزم دی د حلق ماهیچې انقباض کوی چې دا کار ژر ژر  سا ایستلو لامل ګرځي چې کله کله اوښکي هم ورسره تویږي؛ رنګ سور کیږی د ډیر اوکسیجن اخیستلو  لپاره خوله خلاصه او تړل کیږی او عجیب ږغونه له خولې را وځي.

فردوسي وایي

بد و نیک هر دو ز یزدان بود

لب مرد باید که خندان بود

یو پوه د خندا د ږغو په هکله وایي: د خندا ږغونه ها-ها-ها یا هو-هو-هو دي. د انسان مغز خندا تشخیص وی او د هغه د پایښت لامل ګرځي د هغه له نظره خندا یوناخوداګاه اتوماتیک غبرګون دی.

خندا په څو ګروپو ویشل شوې ده :

 لومړی هغه موسکاوي دی چې هر وخت او هرځای  یې کولای شئ د تشویش د هیرولو لپاره مسکۍ شئ.

دویم په عمومي ځایو کې خندا  ده چې دا ډول  خندا دانسان شخصیت تر سوال لاندې راولي.

درېیم  هغه بې ږغه خندا ده  چې پر یو چا خاندی چې دا ښه خندا نه ده.

 او څلورم دوستانه خندا ده په یوه پېښې سوچ کوی او پر خاندی .په دې خندا سره  ستاسو ټول بدن ،د سر اومخ ماهیچې، او  د سینې سندوک ستا سو سره مل وي دا تر ټولو ښه خندا ده.

د خندا  دډولونه ځینې پښتو نومونه :

 موسکا:په موسكا كې د خولې كونجونه لږ غوندې كشېږي او باړخوگان يو څه راپړسېږي او ږغ نه لري

چقړې:

په خنداخندايې اوښکې ځې د سترګو

 لکه چرګه له مستۍ وهي چقړی

 

چرغړه: په زوره خندا ،په کټ کټ خندا، په کړس کړس خندا  ، قاقا خندا ته وایي.

دړۍ: ډروجانې، پيچمی، پيچموزی، تمسخر، ريشخند، پېشاړې، خندا او نامناسبې خندا ته وایي.

پخ : د يو ناڅاپه خندا ږغ چې له خولې او پزې دواړو نه راوځي.

 

بړقیدل  : بړتېدل، بړچېدل، بړکېدل، په زوره خبرې يا خندا کول دي

 بړچا: بړقا، په زوره خندا کول دي

تبګۍ:  پرتې (ګډې وډې خنداوی) ويل دی :

خندا دې دومره مړي وکړل

لکه تبګۍ چې په يو ښار راګډه شينه

بړبړ :خوشالي او خندا, ,په زوره خبرې اوخندا کول

بړتېدل : بړچېدل، بړکېدل، په زوره خبرې يا خندا کول

 بړق بړق :خوټ خوټا، خوټېدنه ,خټ خوټ، په ګډه خندا

مسکۍ :په خندا، خندا کونه

موسکندی : موسکی، خندا روی، متبسم، موسکا کوونکی، مسکېرای

 مړخندی : مکسند، مړه خندا ،پس خند

هرېدل : خرهنګېدل ,بې ځايه خندا ده

پرخټ :په زوره خنداکول

کتکتی  :اونت، کادرۍ، لری، زرخانۍ ,کټکټی، پر له پسې خندا

نور بیا