|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظري
د کندهار دپایلوچانو تاریخ، کلتوراو دودونه څلورم کښت
د ښه ځوانانو ځینې نکلونه : د لطایف الطوایف ليكوال ليكي: (د حلب ښار يوه ښه ځوان له يوې خوارې كورنۍ سره د مرستې په پار د هغه ښار له يو كاروان سراى څخه يو شمېر مالونه د يوه كوهي له لاري چي هلته يې نغم (نقب) رسولى وو غلا كړل، غلا شوي مالونه يې هغې خواري كورنۍ د مشر په واك كي وركړل او خپله بيرته د حلب ښار ته ولاړ. په سبا يې غوغا جوړه سوه ، حکمران په دې تور د هغه كاروان سراى ساتونکي ونيول او د عام ولس په وړاندي يې د هغو وهل او ټكول پيل كړه، هغه يې ډیرووهل، ساتونکي چي له غلا خبر نه وه نو يې په ژړا او زاريو له غلا څخه انكار كاوه، په دې وخت كي هغه ښه ځوان راپېښ سو او وې ليدل چي د غلا په تور په ناحکه نور كسان تر وهلو لاندي دي، دا كار يې له خپلو اصولو څخه بېل وګاڼه او د خلكو په منځ كي يې خپل ږغ پورته كړ او وې ويل: اې خلكو! دا ساتونکي په غلا نه دي خبر دا غلا ماكړېده! او بیا يې د غلا سوو شيانو ټولې نښې وويلې؛ په دې كار يې د ټولو باور تر لاسه كړ او بيا يې وويل: ما دا ټوله شيان دې كوهي (څاه) ته اچولي دي. او زیاته يې کړه چي تاسو زما ملا په يوه رسۍ كلكه وتړئ او زه به له دې كوهي څخه ستاسي ټول شيان راوباسم. همداسي وسول د ښه ځوان ملا يې وتړله او كوهي ته يې وركښته كړ، ښه ځوان چي پخوا د همدې كوهي د نغم له لاري ټول شيان وړي وو نو دا ځل يوازې په خپله كوهي ته كښته سو او پر خپله لار ولاړ. حاضرينو يو- دوه ګړیه د هغه انتظار ويست خو د هغه احوال مالوم نه سو بيا یې يو بل تن كوهي ته كښته کړ هغه ولیدل د كوهي په منځ كي يو نغم سته چي هغه ځوان د هغه نغم له لارې تښتیدلی وو، د دې خبر په اورېدو ټولو خلكو وويل: سل آفرين، هم يې ساتونكي وژغورل او هم يې خپل ځان ته نجات وركړ. یو بله کیسه: (...او يعقوب د درهم بن نافع دسیستان خا یین حکمران وه خزانې ته د شپې نغم وکندی اوددرهم ډیر سره او جواهرات او مالونه یې را ټول اوله ځان سره واخېستل؛ د وتلو په وخت کي یې پښه په یو شی ولګېده. یعقوب فکر وکړ دا برېښندوکی شی به الماس وی؛ هغه یې را پورته کړ او د ازمایلو لپاره یې ژبه پر تیره کړه ؛هغه نیشاپوری مالګه وه نو د مالګې د حق په پاره یې هغه را غونډ کړي شیان پرېښودل اوخالی لاس کور ته ولاړ. سبا علی الصباح خزانه دار د را ټول سوی مالونو په لېدو اریان سواو درهم ته یې ددی پېښې خبر ورکړ. درهم امر وکړ چي جار ووهي : هر چا چي دا کار کړی وي په امن کي دی باید باچاه ته د انصاف او الطاف لپاره ورسی. یعقوب د درهم دربارته ورغی او هغه د دې کارد علت پوښتنه ځینې وکړه. هغه ورته وویل: «په هغه دنیا کي د مالګې حق زه له دې کار ه منصرف کړم »)
د پایلوچانو کیسې:
وایي یو پایلوچ د یو خان کورته د غلا لپاره تللی وو او ښه ډیر مالونه یې راټول کړی وه د راوتلو په وخت کي یې پښه د خونې په چارچوب کي بنده سوه او دبټې ګوتې نوک یې مات سو، ده غوټه کښیښودل او د خپل مات نوک په لټولو سو ، ترملا آذان پوری د نوک پسې ګرځید . سهار چي د کور خاوند را ویښ سو. پایلوچ یې ونیوی او د هغه نه یې وپوښتل: د کوم مهم شی پسې ګرځیدی؟ دومره مهم وو،چي د نیولو سبب دی وګرځید ؟ هغه ورته وویل : ما یوازې د غلا نیت درلود نه تا ته د بدبختی راوستل زما نوک دلته مات سو نو ما دا ښه وګڼل زه ونیول سم او زما نوک دلته پاته نه سی چي ستاکورنی ته بد بختی راولي.
د الحاج امين باوري دبنګ حبيب الله په کتاب کې د بنګ حبیب الله یوه کیسه: تاسي به اورېدلي وي او كه نه، وايي چي يوه ورځ د برو دروازې په يوه سماوار كي بنګ د څو نورو انډيوالانو سره ناست و چي نا پامه يو چار شانه ځوان چي غټه لنګوټه يې تړلې وه، د ترخزو كالي او د ريبكاټ سدرۍ يې اغوستې او چار اشه مچڼه يې په پښو وه سماوار ته راغى او د سماوارچي څخه يې پوښتنه وكړه چي: وروره بنګ حبيب الله به دې نه وي په سترګو سوى؟ سماوارچي بېله ځنډه او په بې فكري ورته وويل: چي هغه د ناستو خلكو په ميان كي يو بنګ دى. راغلي ځوان هم د ځوانانو پر خوا ورغى او د سلام وروسته يې وويل: وروڼو! په تاسي كي كوم يو حبيب الله دى؟ په دې وخت كي يوه تن وويل: واليكم سلام، وروره ستا كوم حبيب الله په كار دى كه دي وچ حبيب الله په كار دى خو زه نه يم او كه بنګ غواړې نو خبره دي وكه! ، وايه وروره چي زما سره دي څه كار و؟ هغه ځوان ورته وويل: هو ستا سره مي كار دى وطن دي په اوازو ډك كړى او ته لكه بوم پټ ناست يې، زه راغلم چي درسره مالومه يې كړم، نور مي ستا د نومه خوا ګرځي، پوهېږي زياته زه غواړم چي يا ته يې او يا زه، په يوه وطن كي دوه آسمانه نه ځايېږي.
ناستو ځوانانو د دې
راغلي ځوان خبري تر حده تيري وليدې او په دې وخت كي د حبيب الله
ماما يوه
انډيوال هڅه وكړه چي راغلي ځوان ته د هغه د دې بې پروايي يو سپك درس وركړي
چي د حبيب الله
ماما ورته فكر سو او پر خپل انډيوال يې ږغ وكړ چي پام كوه دې ورور
زما نوم
اخېستى، ته كرار كښېنه چي لاس ونه ښوروې، د حبيب الله ماما په دې ږغ د هغه
ټول انډيوالان
هک پك پاته سول او هيچا د هغه د امر خلاف كار ونه كړ هر يو پر خپل
ځاي كښېناست او
څار يې كاوه. د محمود نظری دپایلوچ بنګ حبیب الله د لندو کیسو دټولګې نه یوه کیسه:
(...ملک اتاوالله چي چارخول یې له لیری ښکارېده له خپلو نوکرانو سره لاره څارله . د کوم یوه په لېدو لږ وارختا سو او خپلو نوکرانو ته یې وویل: هغه دی راغله!
نوکرانوژرخپلي لنګوټې سمي کړې او لاس په نامه هرکلې ته ودرېدل،یو ځوان چي اوږده ترخیځی کمیس څخه یې د پښې بوجولکی ښې لېدل کېدی ، د اوږدې سدرۍ له پړسیدلی جیب څخه یې د نسوارو کډو چي تل یې د شا بازار د بابک نسوارو خرڅونکی له شا بټل څخه ډکاوه، له لیری ښکارېده، شپړه یې یوی خوااو سیلاوه یې بلی خواته له کمیسه لاندی تر ملا ځړېده، په یوه لاس یې د کمیس لمن د عادت له مخی مروړلی نیولی وه او بل لاس یې لکه ښه روزل سوی اولدار په زوره کښته پورته غورځاوه، د توری لنګوټې شمله یې تر بوجولکو رسېدله او خپله هم د شملی خوا ته کوږ کوږ تی تا به ویل ګواکي د شملی وزن یې سر دېخواته کوږ کړی دی او یا غواړی و ګوری چي شمله یې څرنګه پر مځکه کښېږی. په داسي حال کي چي چاراشه موچڼې یې په پښو خامکی پټو ورپسې څکېده راورسېده له سلام او روغبړ وروسته لکه د تل په شان په د وو ګوتو کښېناست. په داسي حال کي چي خپله اوږده لمن یې پر زنګونو راکښله د سترګو له کونجو یې ناست میلمانه یو وار بیا تر سترګو تیر کړل. ددی نری، ښایسته او غنم رنګه ځوان په لېدو سره چي غټو سرو سترګو او ګنو برېتو یې څیرې ته خاص هېبت او جذب ورکړی وو د نوکراو نو تر منځ پوښتنې او کونګوسې پیدا سوی ، ملک ورو هغو ته وویل : چي دا پایلوچ بنګ حبیب الله دی . کپه نظر ماد چي غټي لنګوټې یې لکه سایوان پر مخ سایه کړی وه پر آس سپور له دوو پاپیانو سره راورسېد چي د کرک کڅوڼه یې په لاس او خردوم یې تر ملا تړلی وو ، له آسه راکښته سو ، آس یې د ملک نوکرانو ونیوی له سلامه او روغبړ وروسته پر دوو ګوتو کښېناست او لمن یې لکه نورو پر زنګونو راکش کړه. په هم دې ډول شین کریم هم پله کش راغی د بوټو د اېستلو د ځای سره ودرید خاوره یې په پښو وشندلی، آسمان ته یې وکتل او په خپله خاصه لهجه یې وویل: شین یم شین آسمانه! دی هم له سلام او روغبړ وروسته کښېناست.ګود ګوډ ګوډ عبدالاحد چي ډ یرو ټپو له کبله خلاص خلاص تی هم راورسيد او تر سلام او روغبړ وروسته کښېناست.تا به ویل دا ټوله دا یوه ټولګۍهم صنفیان دی . پوخۍسالی( صالح)ماد چي د لنګوټې شمله یې ورپسې څکېده او یو ښکلۍ ځوان حاضر باش ورپسې وو تبرزین یې تر ملا تړلی وو کوږ کوږ راورسېد همداسي خښته خدای رام ، احمد اخندزاده.... یو د بل پسی راورسیدل . دوه تنه نوکرانو د چلم په ډکولو اخته وه د ملک شاو خوا د ځوانانو چي هغوی هم د غښتلتوب ادعا کوله ناست وه خو نورو هغه هلکان ګڼل ځکه ازمایل سوی نه وه د ملک د خولې وه او تل د ملک پسی وه د نورو پسی رهی ځان ته غښتلی نسوی ویلای نو ځکه د هغو پر خبرو او کړو وړو د نورو خندا راتلله. په دې وخت کي دوه پخواني نامیان غوثو او نېنې فقیر چي سپنې ږیرې او لوڅي پښې وه راورسیدل. غوثو د یخی کلنګ او د نېنې پیش قبضه تر لمن لاندی تړلی وه د مجلس یارانو چي تر اوسه چا ته نه وه درېدلي ددغه دوو غښتلو نامیانو د هر کلی لپاره ودرېدل. دوی سپین ږیرو، سیدانو او علماو ته زیات احترام درلوده دا د زمریانو په شان غښتلي نامیان چي په زرو لښتو او سلو چړو به یې د خولې آخ نه وته او نه یې تر ځان بل باتور لیده نن یو ځای را ټول سوی وه هر یو یې د وسپنې یوه کلا د ډبرو یو غر د ځنګله یو زمری اود میړانی یو پهلوان او د غیرت بی تاجه پاچاهان وه.نن د مېړو او نه مېړو، د ټینګو او سستو د نامیانو او بګیلانو د زمریانو او چغالانو تر منځ د سیالۍ او امتحان میدان وو . نو ځکه ټول چوپ وه او ستر ګې له کونجو یې میدان او یاران څارل د مېلی ډیرو ځوانانو دا باتوران پیژندل نو هره شېبه یې په سا نیولی ټوګه د یوی پېښې انتظار کاوه دادو چي ځان یې نامی باله او د ملک نوکر وو ملک غوښتل دی په نورو نامیانو وپیژنی نو ډک سوی چلم ته د سکروټی دراوړلو لپاره له ځایه پورته سو ناستو کسانو دی د سترګولاندی څارۍ چي دی بیا څه کوی! دادو هم لکه دا نور کوږ کوږ له اوږدې شملې سره د اور خواته ورغی او هلته یې د اتشګیر پر ځای په ګوتو سکروټه راپورته کړه . د نامیانوو مجلس وو مستي ځیني کېده او وېنه یې په جوش راغلی وه په داسي حال کي چي سکروټه یې په لاس کي لکه بوجلې چي ښکېلی ښوروله ، او به غروره یې خندل کوږ کوږ د چلم خواته خرامان خرامان رهی سو د ملک خوله نه ټولېده او نور نوکرانو یې له خوشالی په کالو کی نه ځاېده او نه پوهېده څه وکړی؟؟! څه چل وسو چي سکروټه یې له لاسه ولوېده لاس یې وسو؟ که تر تاثیر لاندی راغی؟ یا نظر سو؟ یا یې هم پام نه وو؟ خو دا کار په داسی یو محفل کی د زغم وړ نه وو تر اوسه ټول چوپ وه یو هم نه پوهېده چي له کومه ځایه یې پیل کړی. غیبت دوی نه کوی دا یې د کم اصلو خلکو کار باله او د ځان صفت یی د نامردانو کار ګڼه دوی مرګ قبلوی خو دغه القاب یې نه ، د بنډار یارانو لکه چي برق نیولی وي ، یوه جټکه وخوړه! لکه ناببره چي له خوبه راکښېنستلی وی وارختا سول لاس او پښه سول، چورت یې واهه چي دا څنګه بې عزتی یې وسوه؟؟؟ دادو لا پوه سوی نه وو چي ملک یې له خاورو خاکه کړی وو. نو په چټکی د لویدلی سکروټی خواته کوږ سو خو افسوس د نامیانو میدان یو وار وو لکه نننی لوبې بل چانس یې نه لره کټو په یو وار ماتېده او ماته سوه، کپه نظر ماد چي نژدی ورته ناست وو هغه یې په چپلاخه ووهه وار یې د مخه کړ لوېدلې سکروټه یې په خپلو شونډو پورته کړه او په خپله پښه یې کښېښوله. د ملک غړی وتښتېدل پر تندی یې د د خولو سیلاب رامات سو او لکه هغه پهلوان چي د رقیب په یوه لینګته یې شا مځکی ته رسېدلی وی مات سوی وو ځکه د زمریانو په بنډار کي چغالانو ته ځای ورکول د زمریانو سپکاوی وو د غښلتوب نوم ته دوکه وه او نامیانو ته ښکنځل وه چي دا بیا د زغم وړ نه وه
د کباب بوی د ناستو خلکو سږمې وتخنولی، خو کپه نظر ماد او غوثو په خبرو اخته وه له پښې یې د کباب بوی پورته کېده او جز جز څاڅکي څاڅکي یوه یوه اوښکه ترې څڅېده څوک دی چي سکروټه د نظرماد له پښې لیری کړی او څوک دا جورت لری چي ورته ووایي. تر سکروټی لاندی یوه تڼاکه پيدا سوه د تڼاکې سترګه کرار کرار لوېده تا به ويل غواړی را ټول سوی نامیان یو ځای وګوری خو د لېدو تاب یې رانه وړ او وچوله، سکروټه یې لیری وغورځوله. له شاو خوا څخه د مېلی د خلکو او نیمچه ځوانانو چي په درختو کي ناست اویا لیری ولاړ وه د دوی سیل یې کاوه بې اختیاره نارې پورته سوی - د مور شیدی دی سه! - دا نارې ټولو واورېدلې او خوند یې ورکړ خو په ملک یې خولې را ماتی کړی د احمد اخند زاده تنده په دی کار هم ماته نه سوه ولاړ سو له جېب څخه یې د نسوارو کډو راویست یوه خوله نسوار یې خولې ته واچوله د سماوار خواته ولار کمیس یې وایستلو او جوش سماوار یې چي همداسی خوټېده پورته کړ او په خپله راسته وږه یې خالی کړ د بدن وېښتان او پوستکی یې له اوبو سره لاندی توی سوول او دود یې له بدنه پورته سو .بیرته یی کمیس واغوست ، د نسوار یې تواو بېله دی چي څه ووایي پر خپل ځای کښېناست دا د نامی زوی بیا ګوره! د مور شیدی! واه واه نامی! نارې او چیغې بیا آسمان ته پورته سوی، عجبه فضا وه ټوله چوپ وه د چا چا ستر ګې له تعجبه راوتلی وې څوک څوک هېښ پېښ پاته وه چا لا ګوته په خوله کي نېولې وې د چا چا زړونه په یخ سول د چاچا بیا زړونه وچول لکه چي د بنګ تنده په دی هم ماته او زړه یې یخ نه سو د ملک د تندی د خولو او د دادو چغال چي چم یې د زمرو کاوه خو خر بې غیرته وو او ځان یې پایلوچ باله او د پایلوچانو نوم ته یو داغ وو، په لېدو یې زړه نور هم جوش وکړ او ولاړ سو ټول حیران ول چي دی بیا څه چم کوی ؟ بنګ ولاړ سو خپل اوږد کمیس یې ویستلو ، د چوڼ چوڼ سوی د پر توګ نه یې چي د پرتوګاښ پر ځای یې واګی وراچولی وې او سر بیره یې په نازک زنځیر هم تړلی وو مالوم سو په ټول بدن کي یې جوړ ځای نه لېده کېده خو د نس د پرهار کوکونو یې چي لا تازه وه . نو بنګ پړ مخی پریووت او د ملک نوکرانو ته یې چی چرس پخول وویل راسی زما پر شا چرس پاخه کی! د بنګ پر شا بلکه جوړه سوه او د چرسو پخول پیل سول هر وار به سیر- دوسیره تلی تاوده تر هغه چي چرس وچېدل د بنګ پر پر شا اور بل وو هلکانو ځوامانو او نورو چي دوی یې لیدل او څارل په رډو رډو ستر ګو یو بل ته کتل یو وار بیا د مور شیدی بنګه! نامی د نامیانو یې د هغه مور ....چي تا نه منی! زوږ او شور پورته سو او هغه وخت یې اوج ته ورسېدی چي چرس وچ سول او بنګ ودرید خپله لمن یې ایله کړه او خپل پر ځای کښېناست داسی ارام کښېناست تا به ویل چي هیڅ نه دی سوی ملک او نوکرانو یې ډیر کوشنی سوی وه. )
د نور وکیسو لپاره د کپه نظر ماد کیسه د محمود نظری لیکنه ،پالوچ بنګ حبیب الله کیسه د محمودنظری لیکنه ، بنګ حبیب الله کیسه الحاج امين باوري لیکنه د او دپالوچانو ناول دمحمودنظری لیکنه کتلای سی
لمنلیکونه :
1-
الحاج امين باوري - بنګ حبيب الله
۳--دکتور غلام حيدر " يقين "- آيـــيــــن عـــيـــــــاری وجـــــــوانـــمــــــردی-« اسمایی ویب پاڼه» ۴- محمود نظري- پایلوچ بنګ حبیب الله - کیسې ۵- محمود نظري- پایلوچان - ناول
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||