کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

کتاب نوم   :   قران  اونننۍ ساینس

راټولونکی او  ژباړن :پوهنمل محمودنظری         

 

ساینسي معجزې په قران کریم کې:

 

لسم کښت

 

 

 

د کایناتو توسعه:

 

په( ۱۹۲۵) کې يو امریکایی ستور پوه (یدوین هبل)داسې شواهد وښوول چې کهکشانو نه یو د بل نه لیري کیږي او کاینات توسعه پیدا کوي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۵۱:۴۷«او آسمان موجود کړی دی موږ په قدرت خپل او بیشکه موږ خامخا[موسعون] پراخواونکي یو»

 موسعون  په عربي کې د توسعې مانا ورکوي.

یو مشهور استروفیزیک پوه( ستیفن هاوکنګ )په خپل کتاب ( د وخت مختصر تاریخ ) کې لیکلی دي: دا د کایناتو  د توسعې کشف  او موندنه د شلمي پېړۍ یو لوی کشف دی.

 

 سپوږمۍ ته تګ:

 

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۸۴:۱۸-۲۰« (او قسم خورم ) په سپوږمۍ کله چې مکمله شي خامخا تاسې پورته[ترکبن] به شی تاسې د یو طبقې نه وروسته بلې طبقی ته پس څه دی چې ایمان نه راوړی»

 د ترکبن لغت چې د راکبه نه اخیستل شوی دی مانا یې ( پورته کیدل ، پیاده تګ، تعقیبول...) دي.

تاسو به په راتلونکي کې سپوږمۍ ته طبقه په طبقه او مرحله په مرحله چې مقصد یې نقلیه وسایل دي چې مرحله په مرحله تکمیل شویدي

او همداسي کیهانوردان هر طبقه د اتموسفیر د یو بل پسی تیروی او بیا د سپوږمۍ جاذبې ته ننوځی.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي :

۸۰:۲۵-۳۱ «بیشکه موږتوی کړي دي اوبه تویول بیا څیری[شقاً] کړی ده موږ ځمکه څیرول بیا مو زرغوني کړي دي په هغې (ځمکې)...»

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۵۴:۱«را نژدې شو هغه ساعت چې شق[انشق] شي سپوږمۍ»

دلته د شقاً معنی یوې کول  اوکندل راغلې ده

که (۱۹۶۹)ته سپوږمۍ ته ختلو مراجعه وشي هلته یو کیهانورد پیاده شو اود سپوږمۍ خاوره یې وکندله او له ځان سره یې مځکې ته راوړله چې د دی مبارک ایت مانا داسي کیدای شي چې  «هغه ساعت (نژدې دی ) چې سپوږمۍ مطالعه شي».

 (۱۹۶۹) کال مصادف دئ( ۱۳۹۰ )هجري کال سره که دا یات شریف د ابجد په حساب جمع شي (۱۳۹۰) ورکوی

 

خدای ښه پوهیږی!

 

د اتوم  وېښل :

 

(۲۳) پیړۍ مخکې د( دیموکریتس )تیوري چې ویل یې اتوم تر ټولو کوشنی ذره ده او عربو هم همدا عقیده درلوده او دا تر څو کالو تر مخي پوری چلیده اوس دا جوته شوې ده چې اتوم ماتیدونکۍ دی او دا د شلمي پیړۍ یو مهم کشف دی.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۳۴:۳«...نه پټیږی  له ده په اندازه د یوې ذرې(اتوم) په اسمانونو کښې او نه په مځکه کښې او نه وړوکۍ له هغې ذرې او نه لوی ...»

 خدای(ج) د اتوم د لوی او وړوکۍ باندی خبر دی

اتوم ته په عربي ذره وایي نو مالومیږي له اتوم نه کوچنی شی هم شته.

 

 

الوتونکې:

 

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۶:۳۸«او نشته هیچ حیوان خوځیدونکۍ تلونکۍ په مځکه کښې او نه هیچ مارغه چې الوځی مګر ټول مخلوقات دی په شان ستاسو...»

څیړنې دا ښیي چې ټول ژوي او الوتونکي ټولنیز ژوند ، د ژوند نظم او د کارونو ویشل لری

 

د الوتونکو الوتنه:

 

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۱۶:۷۹«آیا نه ګورئ په طرف د الوتونکو چې مسخر کړی شوي دي  په هوا  د آسمان کښې نه ساتي دوی مګر الله بیشکه په دغه کښې خامخا دلایل دي د پاره دکام( قوم )چې ایمان راوړي»

 

۶۷:۱۹«آیا نه ګورئ مرغانو ته له پاسه د سرونو د دوی پرانیځي وزرونه او ټولوي نه نیسي نه ساتي دوی په هوا کښې[یمسکهن] له پریوتو ...»

د یمسکهن مانا یو لاس په بل لاس ایښوول  دی چې  یو شی ونیسي چې الله تعالی الوتونکې په خپل واک کې لری د ځینو الوتونکو سفر کول د یو ارثي جین په واسطه کنترولیږی او ځوان الوتونکې بېله دی چې پخوانی تجربه  ، رهنما او نخشه ولری بېله کومي غلطۍ مغلق سفرونه کوي.

پروفیسور(همبیرګر) په خپل کتاب (قدرت او کمزوري) کې لیکي :موتون الوتونکې  د فاسفیک  بحر به سر په شپږو میاشتو کې( ۲۴۰۰۰) کیلومتره سفر کوی او د یوې اوونۍ تمیدو نه وروسته بیرته خپل پخواني ځای ته راستنیږي.

 

نوربیا