کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

کتاب نوم   :   قران  اونننۍ ساینس

راټولونکی او  ژباړن :پوهنمل محمودنظری         

 

ساینسي معجزې په قران کریم کې:

 

نهم کښت

 

درد:

 

دا چې وایي درد یوازې په ماغزو اړه لري غلطه ثابته شوی ده اوس دا جوته شوی ده چې دردونه په پوستکی هم اړه لري .

پروفیسور (تګاتت تجاسین) د تایلند د پوهنتو ن د اناټومي د دیپارتمنت پروفیسور وايي :

 دا د تعجب وړخبره ده چې دا موضوع اوس کشف شوې خو قران کریم هغه( ۱۴ )پېړۍ مخکې ویلې  ده .

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۴:۵۶«هر کله چې پاخه شي پوستکي د دوی بدلو موږ

 د وی ته پوستکي غیر له هغو له پاره د دې چې ووڅکي دوی عذاب(درد)»

 

 

 

د لمر او سپوږمۍ رڼا:

 

پخوا دا نظر ووچې سپوږمۍ خپله روښانه ده خو اوس ویل کیږی چې د سپوږمۍ رڼا یوه انعکاسی روښنایې ده .خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي :

۲۵:۶۱«لوی برکتناک دې هغه ذات چې پیداکړي یې دي په آسمان کښې برجونه او پیداکړې یې ده په کې ډیوه(لمر)او سپوږمۍ روښانه»

لمر ته په عربي کې شمس ،سراج او وهاج وایي د سراج مانا ده لمپه د وهاج مانا ده د شغلیزه(ځلیدونکی ) لمپه او دضیا مانا ده لوړ ځلیدونکی چې د ټولو ماناوی هغه روښنایي او تودوخې ته وایي  چې د داخلی احتراق نه لاس ته راځی.

او سپوږمۍ ته په عربی کښې قمر وایي  اوپه قران کریم کې ورته( منیر) او( نور) ویل شوی دی چې غبرګه (انعکاسی) شوی روښنایی ته وایي

او قران کریم وايي چې سپوږمۍ ه غیر فعاله او بې روښنایی ده او له همدې خاطره لمر ته منیریا نور نه دی  ویل شوی.

 

د ستوروتر منځ پلونه:

 

پخوا داسي ویل کېده چې د  ستورو تر منځ خلا  ده، اوس د استروفزیک پوهانو  دا کشف کړیده    چې  د ستورو تر منځ پلونو وجود لري چې هغه ته پلازما وايي پلازما یو ایونایز ګاز دئ چې ازادو الکترونونو  او پروتونونو  مساوی تعداد لري

پلازما د اجسامو څلورم حالت (جامد، مایع او ګاز) دئ.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

 ۲۵:۵« هغه (الله) چې پیدا کړی یې دي آسمانونه او مځکه او هغه چې په منځ د دغو دواړو کې دي ...»

 

نوربیا