|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظری
د کندهار دپایلوچانو تاریخ، کلتوراو دودونه درېیم کښت
د پایلوچ د نوم پېداېښت :. امریکایي ژورنالیست «جروان دایک» په افغانستان کي څه تیریږي! په کتاب کي داسي لیکي: ...ډیر کلونه وړاندی کله چي اېرانیانو په دغه هیواد یرغل وکړ نو په دی ځای کي یې ډیر زیات جنایتونه پیل کړه لومړی خلکو نسوی کولای د هغو په وړاندی را ولاړ سی خو و روسته بیا یو شمیر خلک را پیداسول او په خپلو کي یې سره تړون وکړ چي له دغو پردو یرغلګرو سره و مبارزی ته را ولاړ سی ؛ د خپلو خلکو له سر او مال نه ساتنه وکړی ددې لپاره چي دوی خپلو غلیمانو ته خپل واک ښه څرګند کړی په لوڅو پښو یې تګ راتګ کاوه دغه کار یې د غلیم په وړاندی د ټینګښت او سر سختي نښه وه ،پر دې سر بیره یې په لوڅو پښو منډې وهلی سوې او په ځانګړی ټوګه یې کولای سول د شپې لخوا بې له غږه غوږه پر غلیم برید وکړی په هغه وخت کي په دې سیمه کي فارسی ژبه هم رواج درلوده نو ځکه خلکو دوی پایلوچان و بلل. دغه پایلوچان د تاریخ اتلان او د بې وزلو خلکو پلویان وو. د صفوی یرغل نه وروسته د ښه ځانانو نوم د وخت له غوښتنې سره په پایلوچانو بدل سو . پایلوچان له ښه ځوانانو او عیارانو نه څو چنده غښتلي وه چې په لوڅو پښو ګرځیدل چې د دوی کړه وړه هیڅ عیار یا ښه ځوان نه دی کړی او نه یې کولای سی.
د پایلوچ دودونه او آداب:
امریکایي ژورنالیست «جروان دایک» په خپل کتاب کي داسي لیکي: پایلوچان یو ځانګړی یونیفورم لري پراخ او اوږد کمیس چي خام شین رنګ لري او پرتوګ یې هم همدا ډول رنګ لري اغوندي، د کالو د ګنډولو لپار ه یې اټکلي پنځلس متره ټوکر په کار دی، شین وزمه توره لونګۍ پر سروی د غاړې دسمال یا پټو یې تل پر ولو پروت وي له ځانه سره چاړه، چاقو او خردوم ( یو متر رسی چي یوې خواته یې یوه ټوټه وسپنه ټرل سوی ده) ګرځوي د بېلګې په ټوګه پایلوچ بنګ حبیب الله د تور پاج لنګوټه تړله، د ترخځو كالي او د ريبكاټ سدرۍ يې اغوستله او چار اشه موچڼي يې په پښو کولې.
که څوک وغواړی د پایلوچانو په ډله کي ننوځي نو په لومړی سر کي بایدد هغه ښه پیژنګلووی وسی د دی وروسته ازمیښت پر کیږی چي وګورو آیا دی د دې کار وړ دی کنه، دغه غوراوی زیاتره د ځوانی په وخت کي تر سره کیږی. که د لومړی ازمون نه بریالی راووت بیا باید په یوه ځانګړې ورځ په یو خاص ځای کي د څو تنو سره لیدنه وکړی د هغه نه یوه آزموینه اخېستله کیږی ګوری چي څومره د اور تودوخه زغملای سی . هغه باید خپلی پښې او لاسونه اورته ونیسی او د اور ټوله تودوخه وزغمی له دی وروسته باید شپږ میاشتی یا یو کال صبر وکړی په دغه وخت کي یې کړه وړه او خبرې اترې په غیر مستقیم ډول ارزیابی کیږی له دی نه وروسته هغه د دښمن سره دمبارزې او مقابلی ډګر ته بیایي ، که ټپي سو باید چیغې ونه کړي او نه باید هم چا ته شکایت وکړی ؛که ژوندی پاته سو ایله بیا د وروستی ازموینې لپاره چمتو کیږی. وروستی ازموینه دا ده چي په یوه ځانګړی شپه کي د یو شمیر کسانو په مخ کي ځان لوڅ کړی یانی دا چي پرته له پرتوګه خپل ټول کالي وباسي بیا د هغه پر ملا د اورسکروټې اچوی او پر هغه چرس څکوی .د چرس څکل هغو ته ډیر اهمیت لری هغوی چرسو ته( بوټی) وایي او د هغو په اند چرس انسان خدای(ج) ته نژدې کوی او له ګناه څخه یې ژغوري. پایلوچان مذهبی خلک دی دغه لومړني ازمیښتونه د جسمانی ټېنګښت د پیداکیدو لپاره دی او چرس څکل یې د روانی( روحی) ازمیښت نښه ده. مخامخ یا تن په تن جګړه د پایلوچانو لپاره ډیر اهمیت لري که څوک کوم پایلوچ ته سپکاوی وکړی پایلوچ هغه مقابلې ته وربولی ان که څوک په اشاره هم وغواړی د یو پایلوچ سپکاوی وکړی د پایلوچ لپاره مخامخ جګړه لازمیږی پایلوچان خپل پت ته ډیر زیات اهمیت ورکوی او نه غواړی د هغوی په کورنی ویاړ کي د سپکاوي داغ پیدا سی په دغه صورت کي مقابل لوری مخامخ جګړی ته وربولي بیا هغه دواړه یو نا څرګند ځای ته رهي کیږی د تللو په وخت کي د دغی پېښې په هکله چي د دوی تر منځ پېښه سوی ده هیڅ څه نه وایي کله چي هغه ځانګړی ځای ته ورسیدل دواړه له پرتوګه پرته خپلي ټول کالي باسی بیا نو د توهین کوونکی له خوا برید پیل کیږی هغه څوک چي بریالی سو هغه بل په شا کوی یو امن ځای ته یې رسوی او ټپونه یې ور پټی کوی او ټکوروی .له دې پېښې نه باید هیڅ څوک خبر نه سي او هیڅ لوری حق نه لری شکایت وکړی دا د پایلوچانو د ادابو او دودونو یوه برخه ده. هغوی دینپاله او له احساسه ډک خلک دی هغو ی ښځو ته نه ګوری که کومه ښځه هغو ته نژدې سي هغوی خپلي سترګې پټوی او یا خپله لاره بدلوی یا لکه د مجمسې غونډی بې حرکته درېږي.
خوشال خان خټك په دستار نامه كي د يوه منلي شخصيت لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه په لاندي ډول بيان كړيدي چي ځینې هنرونه یې دا دي : ... تير اندازي، اب بازي، اسپ تازي، ښكار، شجاعت، سخاوت.... اوځینې خصلتونه یې دا دي:.... مشورت، عزيمت، عدل او انصاف، همت، حلم، غيرت...
او خوشال خټك وایي:
د مشهور پایلوچانو نومونه په محلی سندرو کي: شعر د ثانی عبدالصمددی دکندهارمشهور پایلوچان
په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی صفت د کنداری دی اوس ټوله درښیمه په صفت ارزی ملا امد اخندزاده دی بل غښتلی په نامه د جګ اخندزاده دی د عمر وقید ملا رحمت اخندزاده دی تر اوسه پوری لنډو ورک په فراری دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی حبیب اله ماما په نامه دی حاجی لطیف اکالری نام او نښانه ټینګ احوالدار اکا بیخی دی په خپل ځانه غلام فاروق خانه خوشاله ځوانه معرفی دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی په پاشمول کي مدد خان دی دا د ماد یې هم داسي غښتلی په خپل ځان دی بل د مرجی عبدالصمد کاکو نیک نام دی باقی خان ماته رامالوم د سنزری دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی په صفت ازری د شوین حبیب الله دی عبدالعزیز د پیریمال نامی خورا دی د تابین ګل ماما ټینګ سوی په رښتیا دی ښی یې پیژنمه سرورخان د سنرزی دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی د تابین رازق مدامه غښتلی ورورلری په نامه د عبدالرحمانه و د پاشمول محمد عزیز فقیر ښه ځوانه تللی ډیر نوم د جمعه خان او پستکی دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی حمید خان مشر سړی وو لالو هم مړ دی بیله شکه توریالی وو غوثو کاکړ د دغه ښار عجب زمری وو نورماد هم خوشاله ځوانه معرفی د ی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی جبار خان د سرپزی دی عیدی ماما د دی ښار کوره خانی دی بل توره بازچي د ښکاپر د دروازې دی فیض الله دی د منارې اوس لا بندی دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامی دی
په صفت ارزی شا پسند د نیش دی خانه سیف الدین ورور رستم زمری دی پهلوانه بل وطنداره یې د هغه د ځای قیوم دی سردار نورزی څو مره غښتلی ازلي دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی په صفت ارزی په نامه طالب جلاله د ګوشخانی شامد نامي په هره لاره څو سوه خیرو او ملاغفار چي سوه په داره یو امین جان بل داودشاه د ناخوني دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی په صفت ارزی ملا کمال اخند نومیږی د بالا قرض حسن خو کلک را مالومیږی د قلعه چی حسام الدین قصاب یادیږی صالح هم دی د قلعه چي اوس فراري دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی په صفت ارزی راز محمد در یادومه د د دوان نبود سنزری لالی منمه بل ابراهیم خان او راز مامد معلم ښیمه بل ماماګی او تر بالا عبدالباري دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی په صفت ارزی نظر جان فقیر ښه ځوانه نوم د کبلی او د کوبات دی په دا شانه امین الله او پیر محمد دی غیږ بازانه خوشاله ځوانه ملا، لال ماد ډیر مابتي دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی
په صفت ارزی ملا منان د نیش د خاکه بل د ملا اخند د کلی ماد ایساکه مداعظم د دی موسی دی ډیر چالاکه بیا د سپیروان ګلماد خان خوښ د هرسړي دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی
په صفت ارزی د بولدک ولی ښه ځوانه حاجی محمد او غلام دواړه دي نامیانه تر کاڼی کلک دی د دیخوجی دی رمضانه د کرز تور جان وو توره باز نوم یې جاری دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی
څه سونانۍ او زهیر جان د زنګاواته نوم د دانور او شابوزی تر اوسه پاته د چوک نامی داود فقیر ولاړی عقباته شیر ماد خان ورو دی د سردار عجب سخي دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی
کلک وو بورماد اکا تر پیش کابل سلامه سردار مامد اود پاشمول و صمد خانه سید مابوب شاه اغا مغرور عجب ځوانه د سرپوزی عبدالاحد خورا جنګي دی په صفت ارزی دا هر یو ځوان ته نامي دی
په صفت ارزی دغه ټوله کنداریان دی هر یو بیشکه په خپل ځای کي شنه زمریان دی غښتلی خلک په هر چا باندی ډیر ګران دی ثانی عبدالصمد تشیر په شاعری دی صفت د کنداری دی اوس توله درښیمه
یا دا شعر احمد اخندزاده یوه ډبره وه د غره نامی چپک لالو دی چی اقرار نه کوی
نوربیا
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||