|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||
|
کتاب نوم : قران اونننۍ ساینس راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری
ساینسي معجزې په قران کریم کې:
اتم کښت
بادونه:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي ۱۵:۲۲« او رالیږلی دی موږ بادونه بلاربونکې [لواقع] پس نازله کړي لیږلې ده موږتاسو ته دغه اوبه نو وڅښولی موږ تاسی ته دغه اوبه...» په دې ایت کې دوه ډوله ژباړه کیدای شي باد د نباتاتو د القاح سبب ګرځي ځکه باد د نباتاتو ګرده انتقالوی دا شاید په هر حال یوه نمونه او کنایه وي او بل داچې بادونه د وریځود جوړیدوسبب ګرځي خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي: ۳۰:۴۸«الله هغه دئ چې رالیږي بادونه پس پورته کوي وریځي نو خپروي دغه په آسمان کښې څرنګه چې اراده وکړي...» نننۍ هایدرولوژی بلکل د دې قراني تشریح سره موافقه لری.
د ځمکې لاندی اوبه:
د اوبو په رول هر څوک پوهیږی په اوومه پیړۍ کې (تالیس او میلی توس) یوه تیوري طرح کړې وه هغوویل: د بحرونو اوبه ځمکې ته راپورته کیږی او بیا په خاورو کې نفوذ کوي. تر( ۱۸) پېړۍ پوري همدا تیوري چلیدله بیا (برنارد پالیسی ) په(۱۵۸۰ )کې دا نظر ورکړ :چې د مځکې لاندی اوبه د باران د اوبو نه لاس ته راځي چې دا (۱۴)پېړۍ مخکې قرانکریم همداسي ویلی دي. خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي ۳۹:۲۱«آیا نه وینې ته الله بیشکه نازلي کړي دي له (طرفه) د اسمانه اوبه پس ننه ایستلی یې دي دا (اوبه) په چینو د ځمکې کښې...»
د ګوتې نښان:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي: ۷۵:۴«...حال ده چې قادر یوموږ په دې باندې چې برابر کړو نښان د ګوتو د دوی» کافرانو ویل چې په قیامت کې د مړو د هډوکو نه څرنګه خلک را ژوندي کیږي او هغه له څه نه پېژندلی شي چې څوک دئ؟ خدای (ج) فرمایي کولای شو ستاسو د هډوکو د یوځای کیدو نه تاسو ژوندي کړو او ستا سو هویت د ګوتو د نښونه پیداکړو. د ګوتې نښان په (۱۸۸۰) کې د هویت د تشخیص لپاره وروسته له هغه چې( فرانسیز ګوت )څیړنه وکړه چې د دو تنو ان د دوو غبرګولیانو د ګوتې نښان یو ډول نه دئ د ګوتې نښان یو ساینسي میتود شو. چې اوس د دې میتود نه په ټوله نړۍ کې دپولیسو لخوا د جرایمو د مخنیوي لپاره کارول کیږي.
نوربیا
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||