کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

 

کتاب نوم   :   قران  اونننۍ ساینس

راټولونکی او  ژباړن :پوهنمل محمودنظری         

 

ساینسي معجزې په قران کریم کې:

 

اووم کښت

 

 

 

د لمر حرکت:

 

(کیپلر) لومړی سړی وو چې هغه ویل: لمر څرخي اوس  دنننۍ ساینس له خوا دا جوته شوې ده چې لمرپه افقي ډول حرکت لري.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۶:۳۸«لمر [تجری] ځي په خپلی ټاکلي لارې [مستقر] باندې دغه اندازه ده د ښه غالب قوي ښه دانا »

د تجرې مانا ده کراراومنظم افقي حرکت کول

 اود مستقر مانا ده هغه وخت او ځای چې ختمیږی.

 (یوسف علی) وایي: مستقر درې ماناوي لري :

لومړی : محدود وخت

 دوېم: د استراحت ځای

او درېيم: مسکن یا د ژوند کولو ځای

دلته یې  لومړۍ مانا سمه ده او ځینې بیا وایي دویمه مانا یې سمه ده یعنی د شپي استراحت کوی چې د بلي ورځې لوبه پیل کړي ، چې موږ ته مالومیږی.

لمرپه (۲۵) ورځو کې یو وار په خپل محور را څرخي او په فضا کې یې حرکت( ۲۴۰) کیلومتره په یوه ثانیه کې دی او د هغه یو دور (۲۰۰) میلیونه کاله نیسي چې  په فضا کې یو وار  وڅرخي.

سپوږمۍ په( نوېښت نیمي) ورځو  کې یو وار په خپل مدار را څرخي.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۳۶:۴۰« نه دی لمرلایق دغه لره چې لاندې کړي سپوږمۍ او نه شپه ړومبۍ کیدونکي ده له ورځي او دغه ټول په آسمان کښې چورلیدونکي [یسبحون] دي ».

هر یو په فضا کې خپل مدار لري اوهر یو   خپله خپله دحرکت لاره لري.

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۱۰:۳۵«الله هغه  ذات دی چې ګرځولي یې دي لمر ړون (ځلیدونکۍ) او سپوږمۍ روښانه او مقرر کړی یې دي هر یوه ته منزلونه لپاره د دې چې پوه شئ تاسو په شمیر د کلونو او په حساب...»

۳۹:۵« او مسخر کړی په کارلګولي یې دي لمراو سپوږمۍ چې هر یو روان دي تر نېټې په نامه کړی شوي پوري...»

د هر شی جوره(زوج) پیدا کول :

 

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۵۱:۴۹«او له هر چیزه څخه پیدا کړي دي موږ جوړې د پاره د دې چې تاسې پند واخلئ»

هر شی انسانان، ژوي او نباتات ان اتوم چې منفی او مثبت چارچونه لري  جوړه پیدا شوي دي

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي

۳۶:۳۶«پاکي ده هغه الله ته چې پیدا کړی یې دي دغه جوړې ټول له هغو څیزونو چې زرغونوي یې مځکه او له هغو څخه چې دوی یې نه پیژني»

هغه شیانولکه  چې عرب نه پوهیدل چې نباتات هم نر او ښځه لري او انسانان تر اوسه هم په ډیرو شیانو  نه پوهیږی  نور هغه شیان چې  خدای (ج‎) جوړې پیدا کړی  شاید په راتلونکي کې انسان په هغه پوه شي.

 

انسانان ،ژوي او نباتات ټوله جورې لري یعنی نر او ښځه لري د نباتاتو د نر او ښځې په هکله لومړی ځل یو فرانسوی بوټانیست په (۱۹) پیړۍ کې دا نظر درلود او وروسته بیا یو هندی  بوټانیست۱۹۲۱ د( بوس) په نامه دا موضوع نشر ته ورسوله  چې ټوله  نباتات ښځه او نر لري ان هره میوه ښځه او نر لری که د جواری ټانټه وګورو دهغه دواړو خواوو دانې نارینه او د مابین دانې یې  ښځینه  دی  چې د دې ښځینه  دانونه یې د نسل ګیرې دپاره استفاده کیږي.

 

 

نوربیا