|
م . ک، نور
د کرزي
یوه یوازېنۍ هوښیاري
د "بي بي
سیي" په انټرنټي تبلیغ پاڼه کې مې ولوستل چې ښاغلی کرزی د افغانستان د "خپلواکۍ
د ۸۹ تلین" فاتحه د غازي لوبغالي پر ځای د ارګ په ماڼۍ کې اخلي . د دفاع
وزرات ویاند ظاهر اعظیمي د دې لامل دا ښوولی چې ګواکي دولت نه غواړي د امنیني
چارو د نیولو لپاره لارې او سړکونه د خلکو پر مخ وتړي . د دولت دغه تایبا تر
ډیره ځایه د منښت وړ ده، خو پوښتنه دا ده چې دولت د کومو سړکونو بندول نه غواړي
.
د کابل ښار د ننه سړکونه خو په ګرد سره شخصي او دولتي "خیرات خورو او خیرات
چورو" ټولنو د خپل امنیت لپاره د څو کلونو راهیسي د خلکو پر مخ تړلي دي . د
نویو سړکونو خبرې ډېرې تودې دي، خو تر اوسه چا لیدلي نه دي . په ځانګرې توګه د
۲۰۰۲ کال راهیسي خو د دغو سړکونو د جوړولو روپۍ ډېر ځله اخستل شوې او په شخصي
جېبونو کې تخته شوې دي . مانا دا چې پرته له هغو سړکونو چې خیرات چورو ټولنو
بند کړي دي، نور داسې سړکونه نشته چې طالب جنګیالي منزل ته ورسوي .
ظاهر
اعظیمي زیاتوي، "موږ هڅه کوو چې دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ او
تاسو به يو اعلان کوو چې نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دې جشن وکړي او پروگرامونه دې
جوړ کړي ."
که د ښاغلي اعظیمي وینا په غور سره ولولو، دلته هر پوښتنه بله پوښتنه زیږوي ِ:
دملي ورځو نمانځل به خلکو ته څنګه ولېږدول شي ؟ دا به څنګه ملي ورځ وي چې ولس
نه وي خبر او دولت سهار وختي اعلان وکړي چې نن ملي ورځ ده او تاسې کولای شئ چې
ویې لمانځئ . خلک به څنګه په یوه ورځ کې ډول او د اتڼ جامي تیاروي؟ پېغلې به
څنګه په دومره لنډ وخت کې په نکریزو د امان الله خان نوم پر لاسونو لیکي؟ که
کومه بله ملي ورځ وي، د هغې لپاره به ولس څنګه تیاری نیسي؟
که د ظاهر
اعظیمي پر دې وینا "موږ هڅه کوو چې دغه راز ملي ورځو لمانځل خلکو ته وليږدو،موږ
او تاسو به يو اعلان کوو چې نن زموږ ملي ورځ ده،خلک دې جشن وکړي او پروگرامونه
دې جوړ کړي"، یو ځل بیا نظر واچول شي، نو سړی پوهېږي چې دا اعلان یې د پاکستان
او ایران لپاره دی . ځکه چې جشن او پروګرامونه سړی ولس ته نه شي لېږلای، که یې
کولای شي، نو دا لیږد به بیا نورو ته وي . او په دې اکر کې زموږ ګاونډیو ته . د
ملي ورځو نمانځل مالوم وي . وخت یې ټاکلی وي . ځای یې ټاکلی وي . هر چا تیاري
ورته نیولي وي . خو که داسې په یوه اعلان او هغه هم په "غیر مترقبه" ډول نماځل
کېږي، نو هغه به پاکستان او ایران وي چې زموږ "غیر مترقبه" خو له بده مرغي "تل
پېښې" ناکامي نمانځي . آی اېس آی به په خپلو پادو کې داسې اتڼ وکړي چې له
امریکاسره یې د پاکستان د واده پر ورځ هم نه وي کړی .
خبر زیاتوي : "خو ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي دا نه مني چې گواکې سږکال د
خپلواکۍ مراسم د امنيتي انديښنو له کبله په ارگ کې تر سره کيږي چې ولسمشر کرزي
ته تر ټولو خوندي ځاى دى ." ښاغلی اعظیمي یوخوا وایي چې امنیتي اندېښنې شتون نه
لري، خو بلخوا په خپله دا مني چې تر ټولو خوندي ځای د ښاغلي کرزي لپاره ارګ دی
. مانا دا چې په افغانستان کې بې له ارګه هېڅ امنیت نشته . ټول ولس ته خو
خوامخوا په ارګ کې ځای نه ورکول کېږي، بلکې هغو "څو کسانو" ته چې له ټول ملت
څخه ډېر ارزښت لري . سربېره پر دې زه بیا هم د دولت د دې تابیا پلوي کوم . ځکه
چې افغانان خو بې له دې هم بې شمېره ستونزې لري . نو دغه د سړکونو ستونزه خو
یې، خدایه شکر، کمه شوه .
پوښتنې خو
ډېرې دي، خو یوه بله پوښتنه دا ده چې که امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت وساتي، نو
د امنیتي ځواکونو امنیت به څوک ساتي؟ د مجاهېدینو د ناکامۍ ورځ چې نمانځل کېده،
تر پېرودل شویو برخوالو او نندارچیانو امنیي ځواکونه ډېر وارخطا ول او له
نندارچیانو څخه په ځغاسته کې څو کېلومتره وړاندې ول . له بده مرغه چې پر دغه
ورځ د المپیک لوبې زموږ په وطن کې نه نمانځل کېدې، کنه نو ټول د سرو مډالونه
به افغان امنیتي ځواکونو ګټلې وای . یو ځل بیا باید له "بده مرغه" ووایم، ځکه
چې هغه مډالونه به بیا دوستم او د شمالي ټلوالې سپیو ته ورکول کېدل . خو دا
شونې ده چې دوی به په رښتیا سره ګټلي هم وای، ځکه چې د "تېښتې" په لوبه کې خو
دوی تر ټولو ښه دي .
د "بي بي" خبر زیاتوي چې "يوازې د خپلواکۍ څلي ته به گلونه يوړل شي او بس ."
د ظاهر اعظیمي دا خبره ماته د کمونستانو او لویدیزې دروغجنې ولسواکې نړی هغه
دود راپرزړه کوي چې د خپلو لارښودانو مړیستونونو ته د ګلو ګېډۍ وړي . خو هغوی
دروغجن ځکه نه ښکاري چې دوی خو د مړو تلین نمانځي، نه خپلواکي . د امریکا د
بهرنیو چارو د وزیرې "کوندې سروا" -چې زموږ په میلیونونو وږي ماشومان یې له
کنسروا او شوروا سره غلظ نه کړي-په وینا "لکه چې ښاغلي کرزي په رښتیا هم تر
اړتیا ډېر سیاست زډه کړی دی ." دا ځل د تلین ورځ د خپلواکۍ په نامه نماځي .
خو زه بیا هم د ده دې تابیا ته په درنو سترګو ګورم . ځکه چې ښاغلی کرزی پوهېږي
چې په کوم وطن کې "کم و زیات" ۶۰۰۰۰ – کم زیات ځکه وایم چې سمه ګڼه خو یې ښاغلي
کرزي ته هم نه ده مالومه - (شپېته اویازره) بهرني پوځونه پراته وي، هغه هم چې
په "بي بي ۵۲" کې د بمبارد پر زور راغلي وي، خپلواکي خپل جاج او مانا له لاسه
ورکوي .
زه خوښ یم چې ښاغلی کرزی په زړه کې دومره پوهېږي چې هر ورځ مو د همدې متمدن او
پرمختللیو ځناورو له خوا ماشومان، هره ناوې او زوم وژل کېږي . نو کومه د
خپلواکۍ ورځ ونمانځي؟ زه په دې اند یم چې ښاغلی کرزی یوازې او یوازې د هغو
ولسي شهیدانو تلین نمانځي چې یا هم د جاهل الطلبا جنګیالیو په چړو وژل شوي دي
او یا هم د متمدنو ځناورو په بمونو .
که کوم
دولتي چارواکی لیک لوست کولای شي او زما لیکنه یې ولوستله، نو زما لخوا څخه د
ښاغلي کرزي ته سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړي . وروسته له سلامه د زما هغه
نښه ورته ووایي چې څو کاله مخکې مې یوه لنډۍ ورته واوروله . لنډۍ په لاندې ډول
ده :
ما درته
وېل ول- ول به یې نه کړې
ډېر یې پر ورانو زلفو مه وهه لاسونه
په درنښت
|