کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

دکتاب نوم : قران اونننۍ ساینس
راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری
 


ساینسي معجزې په قران کریم کې:


درېیم کښت


د جنس تعین:

د جنس تعین په جنین کې دنر سپرم په واسطه تعینیږي نه ده ښځې د تخمې په واسطه.
د کوچني جنین( ۲۳) جوړې کروموزوم ايکس ايکس ( xx)یا ایکس وای (xy) اړه لري نو د جنس تعین یوازې په هغه سپرم اړه لري چې تخمه القاح کوي که د ایکس( x) سپرم تخمه القاح کړه ماشوم جنۍ او که د وای(y )تخمه القاح کړه نو ماشوم هلک راځي.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۵۳:۴۵-۴۶« بیشکه هغه (الله) پیدا کړي یې دي جوړې نر او ښځه له یوه څاڅکۍ اوبو(مني) څخه کله چې وڅڅاوه شي په رحم [تمنی ]کښې».
د( نطفه) عربي مانا ده دمایع یولږ مقدار د ( تمنی) مانا ده انزال یا بهر کیدل نو نطفه اشاره و سپرم ته ده چې خارجیږی او جنس تعینوي.
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۷۵:۳۷-۳۹«آیا نه د دغه یوه څاڅکۍ له مني څخه تویوه شی(رحمونو) بیا و دې یوه ټوټه د وینو پیداکړ الله (د اندامونویې) پس برابر کړ نو پیداکړله هغه څخه جوړه نارینه ښځه...»
تر اوسه ځینې خلک ښځه د جنس په تعین کې پړه بولي حال داچې د نر سپرم د جنس تعین کوونکۍ دئ.



د ماغ اکبر:

خدای(ج) په قرانکریم کې د هغه سړي په هکله چې محمد (ص)یې په کعبه شریفه کې له لمانځه نه منع کوئ وایي:
۹۶:۱۵-۱۶«...قسم دئ که نه شو منع نو خامخا به یې سخت را کاږو په وېښتو د تندي [ناصیه] دا ناصیه درواعجنه او ګناهکاره ده»

ولي قران کریم وایي د سر مخکنې برخه درواغجنه او ګناه کاره ده؟
ولي قران کریم نه دي ویلي ګناه کار او درواغجن سړی؟
د سر د مخکنې خوا د درواغو او ګناه سره څه اړیکې لرې؟
 



که دانسان د سر اسکلیت کې دسر مخکنۍ برخه وګورو دا د دماغ اکبر مخکنۍ خوا ده. فیزیو لوژي د دې برخې د دندې په هکله د فیزیولوژي او اناټومي د اساساتو کتاب کې داسې لیکل شوي دي: د سر د مخکنۍ بر خه (پریفوتل اریا )د هیجاناتو ، د وړاند وینو ، دپلان او ابتدایې حرکاتو مرکز دئ چې د کارټکس دیو ځای کیدو ساحه ده . همدارنګه داکتاب وایي: د ا چې دا برخه په هیجاناتو کې دخیله برخه ده همداسې فکر کیږي دا ساحه د تجاوزي کارونو مرکز هم وي.
که څه هم دا برخه د ښو او بدو هیجاني حرکاتو د پلان مرکز دئ خو د درواغو او رښتیا ویلومسولیت یې هم په غاړه دئ. نو دا ثابیږي چې دا ساحه د ګناه ډکه او درواغجنه برخه ده دا موضوع اوس د ساینس پوهانو لخوا په دې وروستیو شپیتو اخیرو کلو کې کشف شوی ده.
نوربیا