|
دکتاب نوم : قران اونننۍ ساینس
راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری
ساینسي
معجزې په قران کریم کې:
دویم کښت
د منی(سپرم) پیداینه:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:
۸۶:۵-۷«نو ودی ګوري انسان چې له څه شی څخه پیدا کړۍ شوی دی.
پیداکړ شوی دی له اوبو ټوپ وهونکیو څخه په رحم کښې هسې اوبه(مني)چې راوځي له
منځه د( شا ) او له هډوکیو د سینو څخه»
د جنین په پړاو کې د نارینه تولیدي اورګان خوټې(خصیه) او د ښځې تخمدان(اوري) د
بډوډۍ او د شاشمزی دیولسم بنداو دولسمي پښتۍ تر منځ واقع وي چې بیا وروسته
دااورګانونه کښته کیږي د ښځیو اوري یا تخمدان ( پلویکس یاکونغری) ته رسیږی او د
نارینو هغې لاندی تګ ته ادامه ورکوي او مخکې له زېږېدو د( اینجینل کانال )له
لاري(سکروتم) ته رسیږي ان په ځواني کې لا هم تولیدي اورګان کښته ځي د دې اورګان
عصبي رشتې اود وینو زیرمه د ګېډې شریان (ابدومینل اروتا) ته رسیږي چې دا ساحه
د شا تیر یا ستون فقرات او پښتۍ تر منځ پرته ده
د انسان د جنین وده :
په قران کریم کې دانسان د جنین د(پړاونو) مرحلو په هکله داسې راغلي دي :
۲۳:۱۲-۱۴«او قسم دئ خامخا په تحقیق پیدا کړی دي موږ آدم له خالصو خټو نه بیا
وګرځاوه موږ دغه نطفه په یوه ټېنګه قرارګاه [قرارم ] کښې بیا وګرځوله موږ دا
نطفه د وینوټوټه[ علقه] بیا وګرځوله موږ دا[مضغه] بوټۍ د غوښو هډوکو بیا وروسته
ور واغوستله موږ دې هډوکو ته غوښه بیا مو پیداکړ دی په پیدایښت بل سره...»
د عربي لغت (قرارم) ساتنې ته وایي چې دلته يې موخه د جنین ساتل دي دلته د شا
دتیر چې د شا عضلات هغه لا قوي کوی د جنین ساتنه کوی او هم د( امینوتیک کڅوڼې)
چې د(امینوتیک مایع) لري لخوا یې ښه ساتنه کیږی نو جنین لکه چې ویل شوی دي په
ښه ټینګ اوحمایه شوی ځای کې اوسیږي.
په عربي کې( علقه) درې ماناوي لري:
لومړۍ يې وینه اخېستونکۍ ، دوېم ځړېدلۍ (معلق) شی او درېیم يې د وینويوه ټوټه

که د وینه اخیستونکي و مانا ته وګورو په لومړي پړوا کې جنین د مور له وینو نه
تغذیه کوي.
که د(علقه) دوېمي مانا ته وګورو معلق (ځړېدلۍ) شي ته وایي په دی پړاو کې جنین
د مور په رحم کې معلق مالومیږي.
که درېيمي مانا ته یې وګورو.د جنین بهرنۍ بڼه لکه د وینو یوه ټوټه مالومیږي
ځکه په دې پړاو کې په جنین کې ډیره وینه راټولیږي او تر درېيمي اوونۍ پوري وینه
په جنین کې نه بهیږی نوځکه جنین لکه یوه ټوټه د وینو وي نو دا د علقه درې سره
ماناوي په جنین کې صدق کوي

او په دوېيم پړاو کې (مضغه)چې په عربي کې یې مانا زبیښونکي مواد دي
په دې پړاو کې د جنین بڼه دد غاښود نښاني په ډول زبیښونکي مواد غوندي نیسي ځکه
په دې پړاو کې د جنین په شا کې کړۍ کړۍ شکلونه لکه د چنجانو لیدل کیږي.
آیا محمد (ص) (۱۴۰۰) کاله مخکې څرنګه په دې پوهیدئ؟ حال دا چې هغه وخت دا نننۍ
وسایل او الکترونیکي مایکروسکوپونه نه وه کشف شوی.
(هیم )او (لیووینهوک) لومړي ساینسپوهان وو چې په (۱۶۷۷ )کې یې د انسان د سپرم
حجره د وخت د پر مختللي مایکروسکوپ لاندي ولیدل هغوی چې د حضرت محمد (ص) نه
یې زر کاله وروسته ژوند کاوه بیا یې هم په غلطۍ سره فکر کوی چې د سپرم حجره د
ډیر وړوکي ماشوم بڼه لري اود ښځې په رحم کې کرار کرار وده کوي
پروفیسور(یمیریتوس کیت موری) د نړۍ نامتو ساینس پوه چې د کانادا دترانتو د پو
هنتون د حجرې او اناتومي استاد دئ د خپل د (انسان د ودې) نامه په کتاب کې چې
تر اوسه پر اتو ژبو ژباړل شوئ دئ او د امریکا له ښو کتابو نه ګنل کیږ ی کې
لیکي:
دا ماته د افتخار ځای دئ چې د انسان د ودې په تشریح کې مې مرسته وکړه دا واضح
ده چې دا کلام د خدای لخوا و محمد (ص) ته را لیږل شوی دئ ځکه دا مالومات څو
پیړۍ وروسته روښانه شوي او دا ثابتیږي چې محمد(ص) رسول د خدای(ج) دئ .
بیا د موري نه وپوښتل شوه: آیا ته دا منې چې قران کریم د خدای کلام دئ ؟
هغه ځواب ورکړ : په دی کې هیڅ شک نشته.
الله (ج) په قران کې فرمایی:
۸۲:۷-۸«هغه چې پیداکړۍ یې ته نو برابر یې کړي ته پس موازینه یې کړي ته په هر
شان (کامل) صورت سره چې ویې غوښته پیوند یې کړي ته».
نوربیا
|