|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||
|
محمود نظری دجال څوک دی؟ اووم کښت
په نړۍ کې تیر شوی دجالان:
ځينې پوهان دجال یو سړی بولي نو ځکه د نړۍ په تاریخ کې دجال ته ورته کسان تیرشوی چې ځینې یې ان دجالان بلل شوی دی او د هغو کړه د دجال د وړاندوینو سره پرتله شوی چې یو شمیر يې په لاندی ډول دي: وپه یو روایت کې راغلي چې ان د پیغامبر (ص) په وخت کې هم یو سړی دجال بلل شوی دی دهغه نوم عبدالله یا صائد بن صیه وو . پيغامبر (ص) او اصحاب يې د هغه د کتو لپاره د هغه کور ته ولاړل حضرت عمر(رض) غوښتل هغه مړ کړې خو محمد(ص) د هغه مانع شو خو محمد ابن یوسف ګنجی په خپل کتاب البیان کې کښلي: خپله د صاید زوی خپل دجال والی رد کړ اود مسلم په حواله داسې وایي: پیغامبر ( ص) وویل : دجال زوی نه لري هغه وویل: زه زوی لرم! پیغامبر ( ص) وویل: دجال مکې او مدینې ته ننوتلای نه شي. هغه وویل: زه په مدینه کې زېږېدلی یم او غواړم مکې ته ولاړ شم. بل دا چې ترا وسه ځينې مذهبی پوهانو ځينې نور خلک د دجال سره پر تله کړی دی لکه:
ان ځينې کشیشان دا مذهبي وړاندوینو په اساس وایي پوپ دجال دی. آبوت يواكيم ( Abbot Joashim ) کشیش وایي: دجال پوپ وژنی او دهغه ځای نیسي. پوپ گريگوري وايي دجال له مسیح سره ورتوالی لري او پوپ د مسیح ځای ناستی دی نو دجال باید تر یو حده د پوپ سره ورتوالی ولري.
په دې وروستيو كې په يوه انټرنيټي بهرنۍ وېب پاڼې كې د جورج ډبليو بوش او د دجال د پرتلنې په اړه يوه ليكنه خپره شوې ده د((نوستراداموس)) وړاندوينې څيړل شوې او هڅه شوې دامريكا په وروستيو ټاكنو كې له بوش سره د شيطان پالو او جادوګرانو پر راښكون او د ((مقدس كتاب)) په وړاندوينو سره داجوته كړ ې چې بوش د مقدس كتاب همغه دجال يا ((انتي كريسټ)) دى. په دې مقاله کې لومړی د بوش سوانح ته نغوته شوی ده .
هغوی وایي: په انجيل كې د دجال دپېژندلو لپاره د شمېرپوهنې لاره بيان شوې ده. انجيل وايي: د دجال عدد په يو نارينه پورې اړه لري
له یو تر ۲۶ پورې شمیرل کیږي. (z) څخه تر ( a) هر لاتین
په انجيل كې د دجال پېژندلو لپاره د شمېرپوهنې لاره بيان شوې ده. انجيل وايي، که د ( ۶۶۶) عدد په يوه نارينه پورې سم شی هغه دجال دی. د كار تګلاره يې داسې ده
له یو تر ۲۶ شمیرل کیږی (z) څخه تر ( a) په هر لاتین توری له
. جورج ډبليو بوش د ۱۹۴۶ كال د جولاى په شپږمه نېټه زېږېدلی دى (جولای اوومه میاشت ده ) دا ۶+۴+۹+۱+۶+۷ = ۳۳كيږي ۳۳= ۳+۳=(۶) په دې توګه دوهم شپږ( عدد) هم ترلاسه شو.
بوش د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۴ كال د نومبر په اتمه نېټه د تكزاس د والي په توګه وټاكل شو. كه چېرې ددغې نېټې شمېرې سره جمع کړو ۴+۹+۱+۸+۱+۱=۳۳
۳۳
=۳+۳=(۶) .
اوس كه چېرې د ولسمشرۍ پرڅوكۍ د نوموړي ټاكل په پام کې ونیسو د۲۰۰۱ کال د جنوری شلمه ده
۱+۰+۰+۲+۰+۱+۱=(
۶) د ( مقدس كتاب) ددجال پېژندنې ۶۶۶ شمېره راښيي
۱-. mouood.org/content/view users.newblog.com۲- ۳- آواز نت ۴- داوود الهامی. عدل منتظر ۵-ویکی پیدا نماشتانه ء آزاد
۶- منتظر نت maimasamen. Parsiblog-۷
mibosearch.com-۸ koraim.persianblog-۹ tebvan.net-۱۰ ۱۱- امام مهدی نت mardaninews.de-۱۲
far-hang.blogspot.com-۱۳
aariaboom.com-۱۴
balatarin.com-۱۵ padadshahr.com-۱۶
velayat14.blogfa.com-۱۷
safir12.blogfa.com-۱۸ nasimemahdi.blogfa.com-۱۹ mahdaviyoon.com-۲۰ alaem-e-zohoor.blogfa.com-۲۱
havayeyar.parsiblog.com-۲۲ e-resaneh,com-۲۳ monjian.persianblog-۲۴ ۲۵- امام المهدی نت Mouood.org-۲۶ ۲۷- روشنګری نت Shalamshoorba.blogfa.com-۲۸
Nasimemahdi.blogfa.com-۲۹ Jonooneshgh.blogfa.com-۳۰ Laellahoo.blogfa.com-۳۱ Zohd.blogfa.com-۳۲
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||