|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظری
د کندهار دپایلوچانو تاریخ، کلتوراو دودونه دوېم کښت
د ښه ځوانانوځانګړتياوي او صفتونه:
يو دا چي زړه ور، مېړنۍ او صابر وي، د هر كار په كولو كي رښتنی وي، پاكه عورته او سپېڅلی زړه ولري، په خپلو ګټو د نورو خلكو تاوان ونه كړي، پر بندیانو لاس پورته نه كړي، له بېوزلو سره مرسته وكړي، ، پر هغه دستر خوان چي ډوډۍ خوري بد ونه كړي، د نيكۍ په بدل كي بد ونه كړي...
واعظ کاشفی
په فتوت نامه کي
لیکي: باید وویل سی چي ځینولیکوالواو شاعرانو بېله دی چي د هغودا صفتونه په پام کي ونیسي دا ښه ځوان(عیار) یې د غله، لوټمار اوچالاک(باټو) مانا کړی دی . دسیستانی وایي: ددی خلکو کارچستي اوچالاکي ، د شپې ګرځېدل ، د مظلومانو ملاتړ ، د بې وسو لاسنیوی دی. دوی اړ وه بېله ډار او وېرې ددښتو او غرونو د لارېی تګ راتګ وکړي او هغه کاروانونه چي دوی ته یې باج نه ورکاوه هغو ته جزا ورکړي مالونه یې ترې یوسي نوله همد ې کبله د لاره وهونکی او داړه مارانو په نامه یاد سوی دي . د خرابات رندحافظ د دې کلمې (ویي)« عیار»په مانا ښه پوه دی، څه ښه وایي:
کدام آهن دلش آموخت اين آيين عياری کزاول چون برون آمد رهً شب زنده داران زد ميرغلام محمد غبارد افغانستان وتلۍ تاريخ لیکونکی د خپل کتاب " افغانستان در مسير تاريخ " کي لیکي :
د ښه ځوان د ځانګړتياوو په هكله د
سمك
عيار
په اثر كي راغلي چي: (كله چي شهزاده خورشيد شاه د عيارانو د
مشر كور ته پناه
يووړه د هغه نه يې وپوښتل
:چي ځوانمردي څو حده لري؟ د عيارانو مشر وويل: د
ځوانمردى حدود زيات دي خو
زه يوازي د دوو يادونه كوم چي يویې: ډوډۍ وركول او بل یې راز
ساتل دي). (. . . بفرمود تا تره و ماهى و پياز چند بر طبق چو بين نهاده پيش آورند، انگاه فرمود تا رسول خليفه را در آورند و بنشاندند پس روى به سوي رسول كرد و گفت: برو خليفه را بگوى كه من مرد رويين زاده ام و از پدر رويين گرى اموخته ام و خوردن من نان جو و ماهى و تره و پياز بوده است، اين پادشاهى والات و گنج از سر عيارى و شير مردى بدست اورده ام نه از ميراث پدر و نه از تو يافته ام، از پاى نه نشينم تا سر تو به مهديه نفريستم و خاندان ترا ويران نه كنم، تا اينكه گفتم بكنم، يا به نان جوين و ماهى و تره باز شوم. . .) د ځوانمردو صفتو نه دا دي : سخاوت (لاس خلاصی) او توکل، د ښوکالیو اغوستل ، سرشاره ګرځېدل ، ډیر متواضع او باغیرته اوسیدل، ړد بې وزلو سره مرسته او د شتمنو سره بې پروا یې ده. ښه ځوانان د هيواد په تاريخي او ټولنيزو پېښو كي د يوه خپل واكه ټولنيز نهاد په څېر د پاملرني وړ كار نامې لري او په ځانګړو كړو وړو سره يې د تاريخ بېلا بېل چپړکې یې ښکلی كړيدي په خراسان کي اعیاران او ښه ځوانان د ساسانیانو په دور کي منځ ته راغلی دي.
کاکه ها او پایلوچان(ښه ځوانان) د پخوانی عیارانو لړۍ ده د غبار په اند عیاران ازاد او سر شاره خلک وه چي د بې وزلو اړو او ځوریدلو لاسنیوی یې کوی چي د اولس له پرګنو نه را پورته سوی خلک وه او اولسی خلکو ورته درناوی درلود او د هغو رول یې د انګریزانو د لومړی او دوېم جنګ کي تایید او ستایلی دی . حرص،زر پرستی، بی ناموسی مالګه خوړل او د نمکدان ماتول په دی ډله کي نه لیدل کیږي د سمک عیار کیسه چي د خورشید شاه د مرزبانشاه د حلب د ښارپاچا د زوی نکل دی چی دما چین د دباچا فعفور شاه په لور مین کیږی داسې ده خورشید شاه د خپلې مینې پسې دماچین ښار ته ځي او د پاچا سره په جنګ بوخت کیږی هلته یو ښه ځوان د سمک په نامه د هغه سره مرسته کوی او هغه له ماتې نه ساتی او خورشید شاه په خپل موخه کي بریالی کوي. د سمک نه وپوښتل شول د فتوت او کمال نښه څه ده؟ هغه وویل: " هی العفو عندالقدرت ، والتواضع عندالدولت ، والسخاء عندالقلت و العطيب بغير منه ـ يانی بښنه د واک په وخت کي :تواضع د دولت په وخت کي : سخا د فقر په وخت کي ا وبې منته چا ته شی ورکول دي شيخ شهاب الدين سهروردی ، د فتوت رسم دولس رکن ګڼي چي شپږ یې ښکاره او نور شپږ یې پټ دي . ښکاره یې په لاندی ډول دي : 1 ـ بند پلوار : زنا نه کول . 2 ـ بند شکم : حلاله ګوله خوړل 3 ـ بند زبان : غيبت ، بهتان او چټیات نه ویل 4 ـ د سمع او بصرتړل : هغه چي نه کیږی د هغه نه اوریدل، هغه چي نه لیدل کیږی د هغه نه لیدل 5 ـ د لاس او پښو تړل : په لاسونو څوک نه ځورول او په پښو غمازی ته نه تلل 6 ـ دحرص او امل دروازه تړل : امین اوسیدل او امانت خپل خاوند ته سپارل. اوشپږ پټ رکنه یې دا دي : 1 ـ سخاوت 2 ـ تواضع 3 ـ کرم 4 ـ عفوا ورحم 5 ـ له منيته نیستی 6 ـ هوښياری ا و فراست سهروردی په اند د فتوت ويي( لغت) د فتوی څخه اخیستل سوی دی چي د فتوت « ت »او د فتوی « ی» ساکت (چوپ) دی د هغه مانا خوښول(پسنديدگی) ده نو سهروردی د فتییانو او ځوانمردوخصلتونه پنځه ویشت ګڼي لکه:
لومړی : اوه خصلته د فتوت " ف " په اړه : 1 ـ فضل 2 ـ فتوح 3 ـ فصاحت 4 ـ فراغت 5 ـ فهم 6 ـ فراست 7 ـ فعل دوېم : څوارلس خصلتونه د فتوت د " ت " په اړه : 1 ـ توکل 2 ـ توبه 3 ـ تواضع 4 ـ تصديق 5 ـ تصور 6 ـ تحمل 7 ـ تطوع 8 ـ تهجد 9 ـ تلفف 10 ـ تبرک 11 ـ تصرف 12 ـ تمکين 13 ـ تفکر 14 ـ تسکين درېم :څلور خصلتونه د فتوت د« واو» په اړه : 1 ـ وفا 2 ـ ورع 3 ـ ولايت 4 ـ وصل نجم الدين زرکوب وایي چي فتوت حق ته غاړه ایښوول د خلکو هوسایني ته ځان وقفول دی او دا درې ډوله دی : لومړی: د ژبی فتوت : ژبه د غیبت ، بدو ویلو او ښکنځلو نه ساتل او د خدای(ج) ذکر کول دوېم:د زړه فتوت: د خدای په لار کي سخاوت او ایثار. درېیم: د سترګو فتوت: مخ اوشا د ناپاکی نه ساتل او د نامحرم نه مخ ګرځول.
دنجم الدين زرکوب په اند ، فتوت ، د دې درو صفتو نو نه پرته ، نوري ځانګړتیاوي هم لري چي دا ځانګړتیاوي په ۴۳ بیتو کي داسي بیان شوی دي : کسی کو را فتوت پاسبــــــــــــا نست بـــــــهر کاری که باشد کام رانست دل کو را فـــــــــــتوت هم قران است زهر آفت که دانی در امانـــــــست فتــــــــــــوت شيوهً هر بی ادب نيست فتوت پيشــــــــــــــــــهً پيغمبرانست فتوت چيست؟ ترک جـــــــــــهل گفتن که جاهــــــــل در فتوت بد گمانست فتوت از خود انصــــــــاف است دادن که بی انصـــــاف دايم در فغانست فتوت چيســــــــــت ؟ در بازار معنی زاخلاق حمـــــــــــــيده کاروانست فتوت اعتقاد عـــــــــــقل و قلب است فتوت استـــــــــوای جسم و جانست به معنــــــی آفرينش يک وجود است فتوت آفــــــــــــــرينش را دهانست فـــــــــتوت فرض کردی چون دهانی مروت اندرو همچو زبــــــــــبانست فتوت همچو صاحب حسن شخصيست مروت حســـــن او را همچو جانست فتوت در مثل آييــــــــــــــــــــــنه دان مروت چـــــــون صفای روی آنست فتوت ديگر انســــــــــــــان را حوانيج مروت چــــــــون نمک اندر ميانست فتوت خان و مان معـــــــــــــنوی دان مروت زينـــــــــت آن خان و مانست فتوت روز خورشــيد است و شب ماه مروت چـــــون ضياء و نور شانست فتوت گلســــــــــــــــتانی دان ســراسر مروت همچــــــــو گل در گلستانست اگر حلمـــــش کنی کشت زمـــين است وگر نامش مهابـــــــــــــت آسمانست کسی کش چشـــم معنی باز باشــــــــــد فتوت در همـــــــــــــه اشيا روانست نه هر چيـــــزی درو خاصــــيتی هست که آن خاصيــــتش خورشيد سانست نـــمودن در مهم خاصــــــــــيت خويش زهر شيی فتــــــــــوت را نشانست فتــــوت بوستان و شرع چـــــــون تخم طريقت چــــــون درخت بوستانست حقيقت مــــيوه های نغز و شــــــــيرين که در باغ فتــــــــــــوت جاودانست نه هـــــر کو را فـــــــــــتوت دار دانند به معنی در فـــــــــتوت کاردانست همه جا را زمــــــــين گويند ، ليـــــکن زمينی خار و جـــــــــايی گلستانست اگر چه هــــــــــر دو مرواريد باشــــد زدر تا با شيــــــنه فرقی عيار است به هرصد سال مــردی را تـــــوان ديد که در دين قبيـــــــــلهً خلق جهانست فتوت گوهــــــرست و لعل و ياقــــوت فتوت دارد همـــچون بحر و کانست فتــــــــــوت دار را در هـــــر دو عالم ازار عز و خدمــــــــــت بر ميانست فتوت دار را برفـــــرق معـــــــــــــنی روای کبريايی طيـــــــــــــــبلسانست فتــــــوت دار آن باشـــــــــــد که او را اگر مالســــــت و گر جان در ميانست فتوت دار می دانــــــی کــــــــــی باشد فتوت دار آن کو مهــــــــــــــربانست فتوت دار آن کـــــو عيــــب پوش است فتوت دار آن کو خـــــــوش عنانست فتــــــوت دار آن کو دل نـــــــواز است فتوت دار کـــــــــــــــــــو دلستانست فتـــــــــــوت دار آن کو آســــــتين است فتوت دار آن کـــــــــــــــــو آستانست اگر خود نيـــــــــم نانی ، ملــــــک دارد فتوت دار دايم ميزبانـــــــــــــــــست اگر خود ميهمان مســــــت است و کافر فتوت دار خاک ميـــــــــــــــهمانست فتـــــــوت دار هر گز بد نگـــــــــــــويد و گر گويد هـــــــــمه سودش زيانست جهان را خـــــــلق همچــــــــون گلهً دان فتــــــــــــــــــــوت دار مانند شبانست فتـــــوت خواهی از "زرکوب" واپرس که او را در فتوت داســـــــــــــتانست به قــــــدر آنچ ازين معــــــــنی که گفتيم کسی دارد درين ره قهرمانــــــــــست زهی مــــــردی که در راه فتـــــــــــــوت چنين باشد که ما را در بيانست خو د واعظ کاشفی په اند د " فتوت نامه " په کتاب کي ( 51 ) آئين او دوده او( ۷۱) شرطونه ګڼی لکه چي وایي: که و پوښتي د فتوت شرطونه څو دی؟ ووایه: (۷۱) چي( ۴۸) یې وجودی او(۲۳) یې عدمی دی وجودی یې دا دی : ۱ : اسلام ۲ : ايمان ۳ : عقل ۴ : علم ۵ : حلم ۶ : زهد ۷: ورع ۸ : صدق ۹: کرم ۱۰ : مروت ۱۱ : شفقت ۱۲ : احسان ۱۳ : وفا ۱۴ : حيا ۱۵: توکل ۱۶ شجاعت ۱۷: غيرت ۱۸ : صبر ۱۹: استقامت ۲۰: نصيحت ۲۱ : د نفس پاکوالی ۲۲ : لوړهمتی ۲۳ : د رازو پټول ۲۴ : صلهً رحم ۲۵ : د شريعت متابعت ۲۶ : امرمعروف ۲۷ : نهی له منکر ۲۸ : د والدين حرمت ۲۹ : د استاد خدمت ۳۰ : دګاونډی حق ۳۱ : نطق به ثواب ۳۲ : له پوهی نه پټه خوله اوسیدل ۳۳ : د حلال طلب ۳۴ : د اسلام افشای ۳۵ : د نيکان و پاکان سره ناسته پاسته ۳۶ : د عقلا سره ناسته پاسته ۳۷ : شکر کول ۳۸ : د مظلومان لاسنیوی ۳۹ : د بيکسانو پوښتنه ۴۰ : فکرت عبرت ۴۱ : په اخلاق عمل ۴۲ : امانت ساتل ۴۳ : نفس و هوا نه ځان ساتل ۴۴ : انصاف کول ۴۵ : په قضا باندی رضا ۴۶ : د ناروغو پوښتنه کول ۴۷ : عزت کول ۴۸ : ډیر ذکر کول هغه کارونه چي باید هغه ونه کړی : ۱ : د شرع سره مخالفت ۲: بدي خبري ۳ : دنيکانو غیبت ۴ : ډیري ټوکې ۵ : سخن چينی ۶: ډیر خندل ۷: د وعدی خلاف ۸ : په حيله ا و مکر سره له خلکو پیسی اخیستل ۹ : حسد کول ۱۰: ستم کول ۱۱: غمازی کول ۱۲ : د دنيا سره مینه ۱۳ : د دنيا حريص ۱۴: اوږدعمل ۱۵ :د خلکو د عیب پسی ګرځیدل ۱۶: په درواغو قسم خوړل ۱۷ : د خلکو د مال طمعه ۱۹ : بهتان ویل ۲۰ : شراب څښل ۲۱ : سود خوړل ۲۲ : لواطت او زنا کول ۲۳ : د بې مذهبوا و بې اعتقادو سره ناسته پاسته هر څوک چي د دې ۷۱ نه خبر نه وی ، د فتوت بوی هم هغه سږمو ته نه رسیږي. د دې خبرو نه ښکاری چي مولانا واعظ کاشفی فتوت داسلامي عرفان یوه څانګه ګڼي . که څه هم دا انسانی دودونه د عرفاني تصوف سره ګډ دي خو د هغه جرړی په ټولنیزواړیکو او معاملاتو کي لیدل او بررسي کیږي
د سمک عيار د داستان په اساس دعیار(ښه ځوان) وتلي صفتونه دا دي: ـ بې اجازې د ځوانمرد کور ته ننوتل ناځوانی ده ـ ځوانمرد هغه دی چي رښتیا ووایي او هغه وایي چي هغه کوي ـ رښتیا ووایي : ـ ډیري خبرې و نه کړی. ـ امانت وساتي . ـ په ځوانمردی که د کلام نه مخکی طعام دی ـ لټي د ځوانمرد کار نه د ی. ـ د ځوانمرد و نوم د ځوانمرد و د تورې په سر کي وي ـ د ځوانمرد اصل د رقیب پېژندل دي. ـ د ځوانمردی صفت ډوډۍ ورکول دی ځوانمرد هغه دی چي خپل نفس تر پښو لاندی کړی .
(رښتیا ویل، بد نه کول، د نورو سره مرسته کول، د نفس نه خلاصون، د لمن او سترګې پاک ساتل، وفا کول، دوست ا و دښمن ته بښه کو ل ،د نورو لپاره هغه غوښتل چي د ځان لپاره یې غواړی، نا مرادانو مراد ته رسول، ، ، زړه سواندی ، ، برده بار ی کول ، ډوډۍ ورکول، خوله او ژبه یو کول ، مخ او شا یو کول ، د هغه کار نه کول چي اوریدل یې بد دی ، پرهېز کول ، درغلی نه کول، هغه ځای ته تلل که څه هم د ژوند خطر وی ، كبر نه کول، متواضع والی، ، پستی خبری کول ، راز هر چا ته نه ویل، حسد(رخه) نه کول ، له خپل زویه تمه نه لرل، ، رياضت ایستل، بې بلنې چیری نه تلل ، ، د شهوت په سترګو دوست ته نه کتل، ، د ځان د خوشالۍ لپاره نورو ته ضرر نه رسول ، مروت كول، سخیان خوښول ، مدارا كول. باټې نه وهل، ، د خلکو لاسنیوی کول ، نه(ځانمنی) مغرور ېدل، ادب ساتل، په عزت ژوندکول، غیبت نه کول، پر نفس پښه ایښودل، ، پټ نصيحت کول ، سکاسه کول ، طاعت او دینداری کول ، پيروا و حکم برداره ، صبورى کول، په نعمت شكر کول، په محنت کي صبر كول، د میلمه سره په خوږه ژبه ږغېدل ، هر څه تیار هغه د یار ، زړونه په احسان ا و كرم سره لاس ته راوړل، لکه شمع د خلکو په منځ کي بلېدل، وینا او کړه سره برابرول ، و او زړه له کرکې څخه پاکول... نوربیا
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||