کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

.

محمود نظری

دجال څوک دی؟

شپږم  کښت

 

 

د دجال د وړاندوینو سمبولیک  اړخونه :

 

 

علامه سیدمحمد صدر په دې هکله وایي: دجال دخدای او اسلام ډیر خطرناک او کړکیچن   دوښمن سمبول دی او دا په حقیقت کې د لویدیځ د ماتر یالستی د جهان بینی توصیف دی

مرحوم علامه سید محمد صدر په «تاریخ الغیبة الکبری»  کې لیکی هغه وايې:

 ددجال پېښې  دوه ربړه لري  یو  د سند او روایاتو ضعیفوالی اوبل ناممکن  والی ،چې ولې خدای(ج)   داسې لوی معجزات داسې یوګمراه ته ورکړی دی؟

بحارالانوار او  ځېنو نورو کتابونه کښلي دي: ددجال  روایتونه ضعیف دی نه شوای کولای پر هغه اعتبار وکړو. هغه وایې

 دحضرت رسول (ص) موخه له د جال څخه پراخه ټولنیزه مانا وه  .

د دجال پېښه سمه ده  خو هغه تعریفات  چې هغه ته شوي  دي اسناد يې د اعتماد وړ نه دی د هغه سره افسانې ګډي شوي دی نو ځکه  خپله حقیقی څیره يې ورکه کړې ده.

 

ځینې علما وایي باید د هغو رمزی مانا وي وګورو

ډیر نور پوهان بیا    ددجا ل  په سمبولیک  اړخ خبرې کوي او هغه دنننۍ زمانی د پر مختګونو سره پرتله کوي

دا چې وایي دجال غولونکی ، حیلې ګراو درواغجن  دی یو خر لري، چې د پړانګ پوستکی یې اغوستی،  څلور پښې یې تر زنګانه توری دي او لاندی یې  سپينې دي، یوه پښه به  يې  د نړۍ یوی خوا  او بله پښه به  یې د نړۍ بلې خوا  کې وی. نو آيا دا هغه پړانګي الوتکې نه دی چې یو ان په لودیدیځ او بل ان په ختیځ کې وي.

 د یوې سترګې انسان:

د یوې سترګې انسان مانا ده چې هغه یوازې دنیا وینی په هغې سترګې چې خدای وینې هغه یې ړنده ده. مادي انسانان او ماټریالستان یوه سترګه لري ځکه د هغو په اند بېله طبیعت بل هیڅ شی حقیقت او واقعیت نه لري.

 

 یوه سترګه پر تندی باندی:

 د انسان صورت متقارن دی . انسان خپل صورت د تقارون د قانون له اړخه ارزیابي کوي یو خوله د تقارن پر خط او دوه غوږونه دوو خوا ته د خط مساوي پراته دي  او یوه  سترګه د تندي په منځ کې  دا مانا لري چې  دویمې سترګې ته اړتیا  نشته . ماټریالیستان خپله فلسفه واقعیي علمي ګڼي او هغه کسان  چې په ماوراءالطبيعت  عقیده لري هغه پست او پله بین بولي چې  د هیڅ ډول عیب احساس نه کوي.

 

 

سترګه لکه ستورۍ:

له بطلیموس څخه  د ابن هيثم تر کتاب« مرایا  )پورې داسې نظر وو چې د سترګو نور پر نورو شیانو لویږي او بیا  هغه لیدل کیږي.  ابن هيثم د لومړي ځل لپاره عدسیه اختراع کړه او د نور غبرګون يې مطرح کړ او له هغه وخت څخه د سترګو نور اصطلاح تر اوسه په ادبیاتو کې پاته شوې ده.

 سترګه لکه ستورۍ یانی قوی سترګه  چې  کولای شي تر کهکشانه ووینی ،چې ښه بېلګه يې د ستیلاټ،مصنوعی سپوږمکی، کمپوټر او داسې نور دي.

 

 خر:

د خره نه موخه  نقلیه وسیله ده  له ټولو بود ګانو څخه خر د ماشین سره ورتوالی لري.

ځکه خر د خپل راکب سره د عاطفی اړیکی په  ټینګولو کې  عاجز دی.

 

دخر ددو غوږوتر منځ یو مایل  واټن شته:

غوږ ونه  د اوریدو مرکز دی اویو مایل واټن  دلته یو کامل عدد دی او اشاره ډیر لوی واټن ته ده د نننۍ ماشینونو په وسیله  له ډير لیرو واټنو څخه د خبرو  کولو اواوریدو امکان شته.

سیندونو ته ننوتل  او مځکه يې د پښو لاندی پيچل او مړاوی کیدل :

 دا هم ماشینونو او هغه د ذروي وړانګو درلودونکی ماشینونه ته نغوته ده   چې  هغه پر مځکه کښیني دهغه ذروي وړانګې  مځکه  مړه کوی پر هغه بیا نباتات  نه راشنه کیږی چې ښه بیلګی يې د هیروشیما او ناکاساکی د بمونو ځايونه دی   چې مړه شوی او شی نه پر راشین کیږي.


دهغه مخي ته به  دود او اور وي:

 دا  د تکنالوژی پر خره سپور د اوریني وسلې  سره نړۍ ته ننوتل دي.

 

شا ته یې کوم شی دی چې خلک ګمان کوی هغه خواړه دي:


 دلته ویل شوی دی چې  خلک ګمان کوي هغه خواړه دي  دا وعدو ته نغوته  ده د ښه ژوند وعدو ته .

 

:  دسر د هر تار ویښته څخه یې یو ساز اوریدل کیږی

دا د بین لمللی اړیکو دپاره  یو ښه تعبیر دی که یو تار وشکول شی نور پاته کیږی خو ټوله له یوې وینې څخه تغذیه کیږی او وده کوی

نن هر ارتباطي سیستم د حقوقو له نظره یو مستقل سیستم لري لکه رسنې چې ټوله له درو لویدیځو  رسنو څخه تغذیه کیږی :پروتستان- یهودی، انګلو ساکسون او د مسیحت نړۍ چې ددویمي نړیوالې جګړې سوبوال( فاتحان)  دی چې اوس ټوله  نړۍ اداره کوي له ورځي څلویښت میلیونه کلمی خبر د مخابرې په ‌ذریعه  ټوله نړۍ ته استوي.

 

پوچې(فاضله) يې خرماوي دي:

د خرما اچول ماشینی  تولیداتو ته نغوته  ده ځکه د خرما بسته بندی تر ټولو نورو کالو و ماشینی تولیداتو ته  ورته دي.

 

پلویان  یې ډیر یهودان او حرامونیان دی:

د یهودو میشته کیدل په ټوله نړۍ کې او په لویدیځ کې د زنا زیاتوالی او رواوالی دی  چې اوس د نړۍ په ډیرو برخو کې د بای فریند او ګرفریند  اړیکې يې ښه بېلګې دي

 

خلک په دوو ډلو ویشل کیږی یوه  ډله د دین او بله به يې  د دنیا وی :

دا د ضد استعماری نهضتونو  شعارونه ته نغوته ده  چې ځینې یې دیني او ځینې یې  مادي ( کور، ډوډی، کالی ) دي.

 

د نرۍ د ختمیدو پروژه په کال ۲۰۰۰  پیل شوی ده :

 اوس یهود ان  هڅه کوی چې  د« بابل» او اسراییل ترمنځ یانی« ننۍ سوریه» ونیسي مسجد الاقصی وران کړی او یهودي لوی معبد هلته جوړ کړي. ویل کیږي ددی معبد دیوالونه تیار  شوی دی او په ډیر  ژر وخت کې به هغه بشپړ شي

هغوی بریالی شوی چې سوررنګه   خوسکی (سخوندر) د یهودو د کام  د سمبول په نامه و روزي او هغه په  نوی  جوړ شوی معبد کې قرباني کړي چې د نړۍ نور هیوادونه يې په  رسمیت  وپیژني

 

سحر او کوډي:

 د خلکو زړونه او سترګې د شیطانانو په مرسته تصرف ول  دی چې دکوډګر نفساتي طمعی بسیا کړی اواصلی قانون يې دا دی چې  په بدو کارونو او ظلم کولو  کې ځنډ ونه کړي.

 

 ددجال په یولاس کې جنت او په بل لاس کې یې دوزخ دی:

هغوی چې دجال  مني هغو ته ښه ژوند برابریږی چې وروسته به  پر هغوی دا جنت دوزخ شی او پر هغوی  چې د دجال ضد وي  پر هغو به ظلمونه  کیږی ژوند  به پر هغوی دوزخ شي پر هغو به دا دوزخ جنت شي.

ضعیف خلک به د هغه د شر  له ویرې  په کرار کرار کافر ان شی
 

نوربیا