کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظری

دجال څوک دی؟

پینځم کښت

ددجال په هکله وړاندوینې

په صهیو نیزمي مسیحی وړاندوینو کې حقیقت په ظرافت  سره تحریف شوی دی په تیره بیا چې هغه د اسلامي ادبیاتو سره پرتله شي.

 یو شی چې ټول دینونه هغه مني هغه  د عیسی (ع) مځکې ته بیرته  راتګ دی   . اوس ټوله دینونه  په دې عقیده دي  چې  دعیسی (ع)  د راتلو وخت  نژدې دی چې د راتلو ښه دلیلونه  يې دا دي:

    د قومونو (کامونو)  اوهیوادونو نړیوال کیدل ؛ د نړۍ یو قطبی کیدل ،د سیاسي  سرحدونو کمرنګیدل او د واک نړیوال  کیدلو ته نغوته ده

  دنوستراداموس وړاندوينه :نوستراداموس

( ۱۵۰۳-۱۵۶۶) يو فرانسوى ډاکټراو ستورپوه و . نوموړي د فرانسې او نړۍ په اړه د ۹۰۰ وړاندوينو يو كتاب ليكلى دى.

 خپلې وړاندوينې  يې د شعر په ډول ویلې چې د هرچا پام ور اړوي. يوه وړاندوينه يې دا ده :

 

« په زر کاله کې ، په دولسمه میاشت کې به  د ټولو واکمن  سړ ی کورته    یوکم عقله  کلیوال  راشی چې د رهبری ادعای  به کوي او هغه زیاتوی:

یو شکمن سړی له پاچاهي لیری کیږی که څه هم ډیر خلک د هغه ملاتړ کوي، هغه عمومی رای ګټي خو ځینې نه غواړي  هغه واکمن شي.

هغه وایي، پر اروپا او لويدیځو  ملکونو به درېیم ضد مسیح برید د ایران  لخوا  وي هغوی به پګړی په سر راشي.

هغه وایي د ضد مسیح واک ډیریږي هغومره چې د ټولو ختیزو پاچاهانو څخه لوړ یږي.

 په اوومه میاشت دکال ۱۸۹۹ به  د دوزخ ورونه خلاص شي ضد مسیح یا د شیطان زوی د درېیم جنګ  دپيل کیدو لپاره په اسیا کې زېږي او له ځان سره به  د فرعون د قوم افت راوړی او داسی ځواکمنه  رهبری به یې وي  لکه  د مغولي پاچاهانو دوره چې وي

هغوی  د «روحانیت»  له شنو چپنو سره  اروپا(فرانسه )ته ننوځی دهغو د پاچاهی دوره( ۲۷ )کاله او اووه میاشتي یا لږ ډیره ده.

 

 

 یوه بله  وړاندوینه وايي: هغه د شیطان زوی دی د مسیح  تر بیرته راتګه پوری به عادی ژوند کوی  هغه به دسوریې یو شتمن سړی وي  د هغه عمر  به ۳۰-۵۰ کلنو تر منځ وي دهغه نښه به د ۶۶۶ عدد -« شیطان سمبول »وي.

 هغه  به  د اروپایې اقتصاد اي.اي.سي (EEC)یو وتلی غړی وي  د نړۍ  په سیاست او اقتصاد  کې به اغیزمن رول ولري مخکې له دې چې هغه را شي  هغه به  څه مده   د مصر،سوریه ، عراق ، ایران یا یونان واکمن وي او نړیوال اقتصاد به یې په ولکه او انحصار کې وي  هغه به  دومره محبوب شي چې ځینې  خلک به هغه مسیح بولي. نو ضد مسیح(دجال) چمتو کیږی او میدان ته راوځی.

 د هغه وخت مشخص او معین دی  هغه په شیطاني څیره  لکه( دیب یا ښامار) له سیندونو نه راوځي اسراییل( فلسطین ) نیسي او پر اورشیلم کې د خدايي دعوا کوی، هغه د شیطان عبادت کوی او ګران بها ګانې دهغه قربانوی   او د عاقبت له ویری  پرخلکو مصیبتونه او عذاب پيلوي.

 

یوه بله وړاندوینه وایي:

دوه استازی د خدای(ج) له لوری  راځی او خلکو ته  د مسیح د ظهور زیری ورکوی او خلکو ته د لوی جنګ خبر ورکوی ؛  خلک سمي لاري ته رابولی  مال ټولونه، د بت پرستی او شیطان پرستی غندي او  خلک د دیو خدای پرستش ته رابولی؛  هغوی هڅوي چی عقل او پوه  د تمرد او سرکشی په ځای وکاروي، د هغوی د پلرونو زړونه اولادو ته  او د اولادو زړونه يي پلرونوته پرانیځي؛خلک د مسیح راتلو ته چمتو کوي  او  هغوی ته دا  ثابتوی  چې ضد مسیح(دجال) هیچ واک نه لري  ...

هغوی له(۱۲۶۰ )ورځو تبلیغ وروسته  مړه کیږی، بیرته زېږي  او اسمان  خواته الوزی.

 دضد مسیح  دبد مرغي  دوره اووه کاله ده  د دې اووه کالو دویمه نیمایي به  (دلویو بدبختیو دوران)  په نامه  ونومیږی په دې مهال  به نړۍ  له کرکې اوبدبختی ډکه شي.

 ایران ، روسیه او نور هیوادونه به   پر اسراییلو برید وکړي په دی جنګ کې به  د نړۍ یو پر څلورمه برخه له منځه ولاړه شي.

بیا مسیح راځي د هغه د راتلو نښې  به لکه برېښنا، توپان ،زلزله  او  داور غورځونکی غرونه  اور  به په  مځکه اواسمان کې  ښکاری  ، مځکه به  ریږدی، آسمان به  غوریږی ، غرونه به د یو بل نه جلا کیږي. خلک  به خپل جایدادونه   پریږدی په وحشت او ویره به  امن ځایو ته تښتي.

 

مسیح او قدیسیان يې دیو هېښتیا او ځواک  سره له اسمانه را کوزیږی  اوضد مسیح (درواغجن پيغامبر) د اور په سند کې غورځوی؛  د خدای دوښمنان تسلیمیږی،د نړۍ ډیر شمیر خلک مړه کیږی او لږ شمیر پاته کیږی. الوتونکی به د انسانانو  جسدونه خوری؛ باران به  وه اوری مځکه به  له بدیو څخه  پاکه شي.

ملایکې به  له جنت څخه مځکې ته راشي شیطان به  په زنځیر وتړي هغه  به زر کاله په زنځیر تړلی اسیر وی دا زر کاله به  د سولی کالونه وی او دخدای قانون به چلیږي او د مځکې پاچاهي به د مسیح  په واک کې وي.

 

جاماسب حكيم په فرهنګ الملوک چې اسرارعجم  او جاماس نامه هم یادیږی  د خپلو وړاندوینو په یوې برخې کې د پيغامبر اكرم (ص) دحالاتو  ؛ امام زمان مهدی او دهغه   وروسته ددجال راتګ او دهغه قتل  دهغه په لاس ته  اشاره کوي او وایي:

 دهغه پاچا نوم بهرام د نړۍ لمر د سین (چي مبارک نوم ېی محمد دی)د لور زوی دی، پهلوي به وي  او راتګ یې په اخیر ددنیا کې دی او د اوو کرکسو عمر کوی چې راوځی د هغه عمر به دیرش پيړۍ وي او دی به هغه وخت راځی چې تازیان پر فارسیانو غالب شی او ښارونه به  د تیاره سلطان په لاس خراب شی.  بیاهغه راوځی او جنګ کوی، دود یانی دجال چې ړوند دی پر خره سپور اودخدایي دعوا کوي، وژني او د نرۍ د یوه کنجه چې ګنګ او زواچین دی تر وزمحت چې بیت المقدس دی ټوله  نیسي.

 

په لرغونی کتاب منتهی الامال کې  داسې راغلي دي:

هغه ملعون د خدایي دعوا کوی او دهغه په مرداروجود سره به په عالم کې فتنه او وینه تویونه راشی  هغه یوه عجیبه او غریبه بڼه لري په کوډو او سحر کې ډیر ماهر دی، نارې وهي أنأ ربکم ! شیطانان او دهغو پیروان(ظلم کونکی ، منافقان، ګوډکونکی کافران او اولادونه  یې اوحرمونیان )په راټولیږی.

د کم عقلو ښځو او نارینو ته به  داسې ښکاری چې د ټولي نړۍ خلک د هغه پیروان دي. دا سې به  ښکاری چې ټول خلک مست او خمار دي

  په اخیر کې به د هغه د لښکرو او د مهدی د لښکرو تر منځ جګړه وشي.



 

 

یو بله وړاندوینه داسې ده چې ددجال د پیدا کیدو سره به په اسمان کې یوه نوی لکۍ لرونکی ستوری ولیدل شی

ستورو پیژندونکو ادعا کړې چې دا نوی لکۍ لرونکی ستوری د «ادموندهالی» په نامه په( ۱۹۸۶ م یا  ۱۳۶۵ ش) پیدا شوی دی

 یوه بله وړاندوینه داسې ده :

دجال د پېړۍ په سر کې پیدا کیږی او له شرق به راشی پنډ پنډ لاسونه لری یو لاس یې د بل نه اوږد دی او لوی سر لري


حضرت امیر
په  نهج البلاغه کې وایي :. دجال د توابع کلی(اصبهان)د فارس له ښاره(شل کیلو متره د اصفهان) راوځي او پر تندي یې لیکل شوی دی  کافر

. شقی هغه څوک دی چی هغه منی  ا وسعید هغه څوک دی چې هغه درواغجن وګڼي. هیڅ اوبو ته نه رسیږي  مګر داچې هغه اوبه وچي شي  تر قیامت تر ورځی،  خبر اوسی  چې د هغه ډیر سپاهیان به  حرامونیان او شنه کالی وي.

نوربیا