کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظری

دجال څوک دی؟

څلورم کښت

د نورو دینونو  روایات ددجال  په هکله :

د اسلام نه مخکې هم  په ټولو ابراهیمي دینونو کې د دجال راتګ  ته  نغوته شوې ده

د اسلام نه پرته  په یهودی ، مسیحی روایاتو کې هم دجال      په رمز او اشاره کذاب کافر بلل شوی  دی ،چې په مخلوقاتو کې تر ټولو پسته درجه لري. دجال په اخیره زمانه کې څلوېښت کاله مخکی له عیسی (ع) د بیرته راتګه  د ایران   په  ماوراالنهر کې پیدا کیږي  ددین په نامه خلک ختا باسی لومړی ماوراالنهر د ظلم ، تیری اوکفره  ډکوي  بیا  یو نړیوال جنګ  پيل کیږي.

دجال په عیسوي روایاتو  کې:

په انجیل کې ددجال کلمهیوازې   څو ځایهپه  یوحنا کې   تکرار شوې ده.

دجال  هغه  چا ته ویل شوی، چې د حضرت مسیح منکر او د پلار او زوی نه انکار وکړي.

   یوحنا:۲:۱۸ « اوریدلی مو دی چې دجال راځي»

په یوحنا کې څو واری ددجال کلمه تکرار شوی  چې د ډيرو دجالانو  او یو ستر دجال تر منځ توپير شته

یوحنا ۲:۱۸ « دجال راځی اوس هم ډیر دجالان  راوتلی دی»

 دد جال  د کړو په هکله ویل شوی دي:

۲:۱۹ « زموږ څخه راوځي خو زموږ نه دی»

یوحنا ۲:۲۲ «درواغجن څوک دی بېله هغه چې د عیسی مسیح والی انکار کړي؟ هغه دجال دی چې له پلار او زوی  نه انکار کوي»

یوحنا ۴:۳« اوهر روح چې مجسم شوی عیسی مسیح انکار کړی د خدا نه ده اوداد دجال روح ده»

د یوحنا دویمه رساله ۷:«ډیر غولونکي  نړۍ ته راوتلی چې عیسی مسیحف راغی اقرار نه کوی.. دغه دی غولونکی اودجال»

یوحنا ددجال راتلل «اخیره ګړۍ( ساعت)» بللی دی او هم وایي هغه اوس په نرۍ کې دی .

پولس وایي:« مځکی  ته د «دمیسح په  ورځ» یو «شریر سړی» راځی هغه به د خدای په معبد کې ناست وي او داسې به ښيي چې ګوندی خدای دی ، هغه  دشیطان په قوت ، آیاتو او عجیبو درواغو عمل کوی او خلک ګمراه کوی خو عیسی خدای  به هغه په خپلو نفسونومړ کړی او دراتګ په تجلی به هغه له منځه یوسي»

 چې همدا«شریر سړی) د« دمسیح په  ورځ» دجال بلل شوی دی  یانی د شرور سړی نه مخکی یو بلوا یا کفر راځي .

 په یوحنا کې راغلی  دی چې شرارت درې پړاونه لري  : لومړی  یې دشرارت تومنه؛ دویم  یې لوی ارتداد او درېیم  یې شریر سړی دی.

نو د پولس په  دانیال کې  دا« شریر سړی» د« کوچنی ښکر»  سره  دجال ته  نغوته ده.

 همداسې په متی۲۴:۲۴، لوقا۸:۲۱ ،مرقس۶:۱۳  کې : «درواغجن مسیح یا درواغجن رسولان راغلی».

 په متی۱۵:۲۴  د«  دویجاړی مکروه» ؛ یوحنا۵:۴۳ « خپل په نوم راځی» هم  دجال ته نغوته ده

 په ځینو عیسوی  روایات کې د دجال  دنښو  په هکله راغلي چې په تندی کې یوه سترګه لری ؛ هغه  د ذهنونو کوډ ګر  دی ؛ انسانان مسخ کوی او د اخري زمانې پر انسانانو حاکم دی .

مکاشفه یوحناي رسول۷:۲۱( اوچې خپل شهادت يې پای ته ورسوی هغه وحشی چې له هاویه څخه راځي د هغو سره جنګیږ ی او غلبه پیدا کوی او هغوی به و وژنی)

 ځینو هغه «وحشی»۷:۱۱  ؛ځینو «لوی اورین  ښامار »باب ۱۲ ؛ ځینو «هغه وحشی چې لس ښکره او اووه سره لري باب۱۳ ؛ ځینو « هغه وحشی ددوو ښکرو سره  (لکه وزه) » چې لکه ښامار خبری کوی۱۱:۱۳ ؛او ځینو هغه( سور وحشی چې اووه سره او لس ښکرونه لري »باب۱۷؛او ځینو  هغه« شیطان چې له زندانه خلاصیږی او امت ګمراه کوی» ۷:۲۰ بللی دی.

پولس وایي: د «مسیح ورځ» نه مخکی یو« ارتداد»  واقع کیږی او شریر سړی پیداکیږی هغه به د خدا ی په معبد کې کښېني اوداسې به  ښیي چې ګوندي خدای دی.

 

عیسویانو  دجال ته درواغجن مسیح وایي چې د مسیح  دوښمن او ضد دی په انجیل کې  دجال یو عام نوم دی او دجال او دجالان هغه څوک بولی چې مسیح تکذیب کړي.

 ځینې کشیشان په دې اند دی چې دجال یو شرارتي اصل دی نه داچې هغه کوم سړی یا دولت  وي خو دا نظریات بیا د یوحنا او پولس  دویناو سره سم نه دی هغوی دجال یو سړی بولي.

په یو بل روایت کې  ویل شوی  چې دجال  د شیطان زوی دی دخلکو په منځ کی ژوند کوی ډیر  شتمن او د سوریي په ظاهره سم سړی دی چې( ۳۰-۵۰) کالو عمر لري.

میرچا الیاده په عیسوی دین کې و دجال ته د اعتقاد په هکله لیکی  : دجال چې د دیو یا ښامار په ډول راوځي داپه یوه  پخواني  افسانه  کې د خدای او ښامار جنګ ته  تغوته ده چې دنړۍ له پيدا کیدو څخه  مخکې  واقع شوې ده  او دهغو په اند  د نړۍ په پای کې بیا تکراریږي.

دا چې دجال درواغجن مسیح ګڼل کیږی نو د هغه  ځواک ټوله  ټولنیز، اخلاقي او مذهبي ارزښتونه سر چپه کوی او نړۍ ته بې نظمي راځي د تاریخ په اوږدو کې ډیرو خلکو ته دجال ویل شوی دي.

 ام لوتر، پوپ دجال بللی دا په دې مانا چې که  یو ته دجال ویل کیږی د هغه تر شا د یو منجی او مسیح د راتلو  عقیده پوټه ده چې هغه  بیرته نړۍ ته نظم او ترتیب ورکوي .

د « پولس دویم  لیک  دتسالونیکیان مسیحانو ته »  د قیامت په اړه داسې دی:

«خو وپوهیږئ، چې دا دوې پېښې  ونشی هغه ورځ به هیچکله رانشي  چې لومړی  د خدای پر ضد بلوا ونشي او دویم   دا چې هغه  دوزخي سړی چې ددې بلوا کوونکی دی رانشي. هغه به د هرڅه چې د خدای په دین اړه لري ضد وي ان د خدای کور ته به ننوځي هلته به کښیني او د خدایي دعوا به وکړي»

 یو بل عیسوی روایت وايي  د دجال نښه  د (۶۶۶) عدد دی

 ددجال تشخيص د اعدادو د علم په اساس کیدای شی

په انجیل کې د دجال د پيژندولو لپاره د اعدادو له علم څخه کار اخلي.
. انجيل وایي  دا عدد P}666 دی

  چې د لاتين توری له   A تر Z  -له 1 تر 26 دی

 لومړ ی شپږ يې د نوم د تورو تعداد دی

 دویم شپز یې د زیږیدو د نیټې جمع  ده

 او درېیم شپږ يې د هغه د نړی د نیولو دموخې د نيټې د جمع کولو څخه لاست ته راځي.

 

دجال دیهودیانو په روایاتو کې :

 

 یهودیان  هم د هغه چا په راتلو  چې د خدای دوښمن وي او ډیر ځواک ولري معتقد دي یهودیان  دوه پيړۍ د عیسی (ع) له میلاد څخه  مخکې ددې پېښې سره اشنا وه  د دانیال  د کتاب په  یوولسم  باب کې دجال د صفاتو په هکله ویل شوی دی او د همدی کتاب په اووم باب کې د رمز او اشارې په ډول د خدای د دوښمن نه یادونه شوې ده، چې پاچا وژنی او د خدای سره دوښمني کوي او دهغه د تسلط دوران  درې نیم کاله ګڼل شوی دی.

په تورات کې  ددانیال نبی  یوه عجبه وړاندوینه راغلې ده هغه داسې ده:

 د عراق  د بابل په ختیځ کې مې یو دو ه ښکره  ګډ(قوچ )ولید چې یوښکر يې د بل نه اوږد وو، هغه اوږد ښکر یې نور هم اوږد شو پر هغه مې سوچ کوی چې له لویدیځ نه یو وزه  چې یو ښکر يې درلود  راغله هغه بېله دې چې له مځکې سره ولګیږی( تماس وکړی) په  ټوله نړۍ  ګرځیدله اوبیا د قوچ خوا ته راغله او پر هغه يې په خښم سره  برید وکړ هغه يې وغورځاوه . هغه ډیره غټه شوه خو ددومره غښتلتیا سره يې  بیا هم  هغه یو ښکر مات شو او د هغه  د ښکر پر ځای څلور نور ښکرونه راووتل

 

 دجال په زرتشتی روایات کې:

 دجاماسب لیک:د عربو پیغامبر به وروستی پیغامبر  وي دهغه دین به تر ټولو دینونو  اشرف  وي د اهغه د جهانی  لمر زامنو نه  به  یو د خدای په حکم  پاچا شی  ،چې د هغه پيغامبروروستی ځایناستی به وي او هغه به په اخیره زمانه کې وي؛ او ټوله  نړۍ به په یودین کړي او د فقر جرړی به وباسي او د نړۍ ټول خلک به  هم فکر،یو وینا او یو کردار کړی
دا دور د دجال  د راتلو وروسته پیړ  وړاندوینه ده  او بل ځای

زرتشت نامه لیکي:

...اهورامزدا لومړی د یوې تورې اود مصیبت ډکه د شیطانانو او دیبانو  له  دروې  څخه یادونه کوی، بیا د سوشیانس  د راتلو  دخبر  زیری ورکوی په پای کې« هزاره» د مځکی موکله ملایکه ډیر ې خرانې راوړی بیا دیوِکین ( دجّال )   ښکاره کیږی او ټول خلک په غم کې اچوی

نوربیا