کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې


محمود نظری

دجال څوک دی؟

درېیم کښت

په اسلامي روایاتو کې  ددجال  نښې :

اسلامي روایات وایي په اخیره زمانه کې به داسې یو انسان پیدا شي چې یوه سترګه به لري، بله سترګه به يې د تندی په منځ کې لکه ستوری ړون وي،نوم به یې دجال او پر خره به سپور  وي د خره د دوو غوږونو تر منځ  به يې یو مایل واټن وي هغه به کولای شي په بحر ګډشي او مخي ته به يې اور او دود  وي،شا ته به يې یو شی لیدل کیږي چې خلک  ګمان کوي هغه به خواړه و ي  د هغه د  خره له هر تار وېښته څخه  به د یو ډول ساز ږغ پورته کیږي.

هغه ځوانان ( له   ایمان)وژني او په ( خپل  کفر او بنده ګي  یې) ژوندی کوي

دهغه سترګه شنه دی هغه به په نړۍ کې فحشا‌‌ء،لواطت ، مسکرات(مخدره مواد) او ساز رواج کړی هغه له ځان سره دوزخ او جنت لری چې جنت به یې په دوزخ او دوزخ به يې په جنت بدل شي.

هغه  به یو عجیب واک ولري دهغه په سترګه کې یو شی لکه وینه ښکاري، دهغه پر تندی به  لیکلي وي  « کافر »،هر لوستی او نالوستی  به هغه لوستلی شي

امیرالمومنین علی(رض) د دجال په هلکه وايي:

 هغه په سیندونو کې ننوځي او لمر ورسره حرکت کوی مخي ته به  يې د دود یو غر وي او تر شا به  يې  یو سپین غر وي ؛ خلک به ګمان  کوي چې هغه خواړه دي ؛ هغه به د نرۍ په  ډیره  سخته لوږه او قحطی کې راشي ؛ پر سپين خر به سپور وی چې د خره هرګام به یې یو مایل وي.د هغه په امر به  باران اوري او مځکه به  واښه شنه کوی .په لوړ ږغ چې  ټو له نړۍ به  یې ږغ اوري وايي: زه ستا سو لوی خدای یم چې تاسو مې پيدا کړي یاست او روزی درکوم زما خوا ته راشئ!

هغه هر چیري ځي خو مکې او مدیني ته  نه شي تلای ، د هغه ډیر پیروان  به  یهودان  اود دښتو عربان  وي.

 د هغه پيروان به  په بدمرغۍ اخته شي او هغه به نیکمرغه وي چې ځان وساتي او دهغه پسې نه شي.

وايي د هغه د خره د هر تار وېښته نه یوه نغمه اوریدل کیږی اوهغه سست  اوبد کاره  خلک ځان ته راکاږی دهغه ځای    اصفهان يا بجستان  او يا خراسان ښوولی  شوی دی

 

"احمد حنبل"په کتاب "مسند"،"ترمذي""صحيح"  کې،او "ابن ماجه"په "سنن"، "مسلم" "صحيح"  کې او "ابن اثير"په "نهايه" کې له عبدالله بن عمر او ابوسعيدحذري ا و جابر ابن عبدالله انصاري   څخه روایت کوی:

چې دجال ژوندی خو غیب دی او په اخیره زمانه کې راوځي.

ځينې روایات  وايي: هغه جادوګر دی او انسانان مسخ  کوی او د اخیرې زمانې پر انسان واکمن دی.

 ددجال اصلی نوم ، «صائد بن صید» و كنیه‏یې «ابو یوسف‏» دی .

 مور به یې یهوده په نامه  د «میمونه‏» ده .خراسان ا و  یا كوفه  د هغه د ښکاره کیدو ځای دی .

 روایات وايي :د هغه د راوتلو مخکې به په نړۍ کې  درې کاله سخته  وچکالی او لوږه راشي. داسې چې یو کال  به  ثلث د باران اوبل کال  به دوه ثلثه او درېیم کال  به یو څاڅکی باران  ونه اوری اویوه شنه پاڼه به  له مځکی نه راشنه کیږی او پر دنیا باندی په  د لوږې او تږې سیوری خپورشي  نو دا مهال  دجال  راځي یو عجبه هنګامه جوړیږی .  دجال د خپلو پیروانو مرستې ته ډانګي او ټوله ښارونو نیسي خو د بیت المقدس  دښار خلک  نه تسلیمیږی؛ نو دجال هغه  محاصره کوي. په دې مهال  چې د سهار د لمانځه وخت یا د مازیګر لمانځه وخت وي  حضرت مهدی اخرالزمان راځي او په لمانځه دریږي او په دې وخت کې حضرت عیسی(ع) بن مریم له اسمانه راکوزیږي او دهغه پسې اقتدا کوي او له  لمانځه وروسته   عیسی (ع) دجال او دهغه  پيروان  وژني او ښار له محاصری خلاصوي.

  وايي :ددجال خر  یو  پالان لري چې دجال  هره شپه هغه ګنډي  خو سهار هغه څيري وي ،چې دنیا اخر ه شي هغه به  په اصفهان کې له یو  څاه راوځي او هر تار وېښته به  يې یو ډول ساز وهي، له غوږونو څخه يې پخه ډوډۍ رالویږی او د پوچو پر ځای خرما اچوي او هر څوک چې پسی ولاړ شي دوزخ به   يې ځای وي..

زبدة المعارف وایي:د هغه خر تر ټولو خرو بد دی د هغه رنګ سور ، پښې يې  شنې دي د هغه سر لکه غر لوی دی.

د هغه له وېښتانو له هر تار څخه دیو  ساز  ږغ پورته کیږی د هغه پوچې خرما او انځر دی.

 د دجال قدشل ذرع دی  دوې سترګي لري چې په اوږدوالي قرار لري او یوه يې ړنده ده.

دجال ته  چې کنیه يې ابویوسف دی د راس الکفر. (منتهي الارب ). مطموس العين  په نامه هم یادشوی دی. چې  په اخیره زمانه کې راځي، او له یهودو څخه به وي.

 

 په اسلامی روایاتو  کې دجال هغه  څوک دی  چې له مهدی اخیر زمان نه مخکی یا نژدې د هغه ظهور ته پیدا کیږی او په څلوېښت ورځو یا څلوېښتو کلونو دوره کې نړۍ د ظلم  ، کړاو او کفره  ډکوی او مهدی اخیر زمان  بیرته دنیا  له عدل او انصاف څخه  ډکوي.

 د دجال  پیدا یښت لکه د سفیانی یا دابةالارض د قیامت  د راتلو ستري نښې دي.

د هغه د اصلي نوم او ځای په هکله ډول ډول نظرونه شته  وایي:

  مور یې یهودی ده او په یو ټاپو کې پر یوه لویه  ډبره تړل شوی دی کله چې نړي په لوږه اخته شي هغه پر خره سپور دځان سره ډیري اوبه او خواړه راوړي؛ له خراسان یا کوفی یا د اصفهان  دیهودو خلکو څخه راوځي او د خدايې دعوا کوی او دهغه عجیبو او غریبو کارونو په خاطر ځينې  خلک هغه منی او بیا د مهدی اخیر زمان په وخت کې عیسی (ع) هغه وژني.

 

خر دجال هغه خر دی چې دجال پر هغه سپریږي

سعدی د هغه په هکله وايي:

 

 چون سگ درنده گوشت يافت نپرسد

کاين شتر صالحست يا خردجال

 

منتهی الآمال»، باب 14، فصل 7) لیکل شوی دی:

 په روایاتو کې راغلي دي، چې هغه د خدايي دعوا کوی او  په نړۍ کې دډیری وینو تویولو او فتنې لامل ګرځي یوه سترګه لري؛ کېڼه سترګه يې د  تندي په منځ کې لکه ستوری برېښي او په سترګه کې یې  د وینې  یوه ټوټه لیدل کیږي؛ ډیر ځواکمن او لوی دی ؛ عجیب او غریب شکل لري؛  ډیر ماهر او کوډګر دی؛ مخي ته یې یو تور غر ښکاری  د خلکو په ګمان هغه د خواړو غر دی او شا ته يې  سپين غر ښکاري د خلکو په ګمان صافي اوبه دی ؛ هغه نارې ووهي:

- زه  لوی پروردګار یم!

عقد الدّرر»، ص 274). کې لیکل شوی دی:

د هغه خر سور دی  چې اوږدوالی يې ۶۰ ګامه دی.

  («آخرین امید»، ص 323) کې لیکل شوی دی :

 وایي: د خر ه د وېښتانو د هر تاره یې یوه د ساز نغمه اوریدل کیږی چې سست او بد خلک ځان ته راکاږي.

الزام الناصب»، ص 74)  کې لیکل شوی دي:

دجال  له هر ځایه چې تیریږي او هغه ځایونه  نیسي  بېله مکې ، مدینی او بیت المقدس.

عقد الدّرر»، ص 274)  کې لیکل شوی دي:

د دجال  پیروان  یهودیان د بیاباني عربو حرامونیان دي چې تاج پر سر لري.

منتهی الآمان»، باب 14، فصل 7) کې لیکل شوی دی:

رسول صلی الله علیه و آله و سلّم  د دجال په هلکه وایي: هر مومین چې دجال وویني پر هغه دی تف کړی او دا  حمد مبارکه سوره دی ولولي د ا د هغه ملعون جادو له منځه وړي.

  («اثباة الهداة»، ج 7، ص 176) کې لیکل شوی دی:

د امام صادق(رض) وايي: امیر مؤمنان علی (رض) په خپله خطبه کې وویلي دي: حضرت مهدی(رض)   د خپلو یارانو سره  له مکې نه بیت المقدس ته ځي او هلته د دجال او دهغه د عسکرو سره جنګیږی دجال ماته خوری هغوی ټوله وژل کیږی او دنیا آبادیږي.

اثباة الهداة»، ج 7، ص 176) کې لیکل شوی دی:

  ملعون  دجال اخیر د حضرت مهدی(رض) مبارک په لاس  یا د عیسی(ع) په مبارک لاس مړ کیږي.

خورشید مغرب»، ص 74) کې لیکل شوی دی:

د بل روایت له مخي حضرت مهدی(رض)دجال  د کوفې  په «کُناسه» کې په دار ځړوي او بل روایت وایي  دجال په  فلسطین  کې د «لد» وره سره نژدې  بیت  المقدّس  ته مړ کیږی.

«اسبغ بن نباته‏» د امیرالمؤمنین‏ (رض ) نه وپوښتل: « یا امیرالمؤمنین دجال ‏څوک دی؟

ويي ویل:خبر شه دجال «صائد بن ‏صید» دی

 او شقی هغه څوک دی چې هغه ومنی او سعید هغه څوک دی چې هغه تکذیب کړی هغه د یهودوله کلي څخه  راوځي راسته سترګه  بیخي  نه لري ځکه ځای يې نه شته او بله يې چې په تندي کې ده لکه د سهار ستوری برېښي او په سترګه کې يې  یوه ټوټه غوښه چې د وینو ډکه ده  مالومیږی او په تندی  يې د کافر کلمه لیکل شوې ده   چې هر لوستی او نالوستی هغه لوستلی شی؛ دریابوته ننوځې؛ لمر د هغه سره ګرځی؛ مخي ته یې  ددودیو غر دی  اوشا ته يې سپين غر دی چې د خلکو په اند هغه خواړه  دي او په ډیره سخته لوږه او قحطی کې راوځي  پر خپل زرغون یا ایرې ډوله خره سپریږي.

مځکه یې د پښو لاندی پیچل کیږی هغه  ځای چې د هغه خر پښه ایږدی  هغه ځای اوبه  نه جذبوی او تر قیامته وچ پاته کیږی؛ او په لوړ ږغ نارې ووهي؛ په دې ډول چې ټول انسانان  ،جنیات او شیطانان چې د لویدیځ او ختیځ تر منځ دی هغه اوري هغه وایي:

 

«ای زما دوستانو ژر زما خوا ته راشی زه هغه څوک یم چې مخلوقات پیدا کوم هغوی مې د ترکیب د ټینګ والی په پار یو د بل سره مساوی کړی دهغه د صورتونو  او هیاتونواندازه مې تعین کړی او زه هغه ستاسو پروردګار یم  چې پر ټولو شیانو قادر یم»

هغه د خدای دوښمن دی او درواغ وایي هغه سړی دی خواړه خوري،  ګرځي... ستاسو پروردګار خواړه نه خوري،  او په بازارو نو  کې نه ګرځي. الله (ج) ړوند نه دی او د یو ځای بل ځای نه بیول کیږي.

خدای عزوجل هغه د«شام‏»  ښار د یو تلى پورته چې تل «افیق‏» نومیږی چې درې ساعته د جمعي د ورځی تیر وی د مسیح بن مریم (رض)  په لاس مړ کوي.

او خبر اوسی دهغه وروسته طامه كبرى واقع کیږی چې خروج دابه ( یوژوی چی د حق خبری کوی ّ له مځکی راوځی) واقع کیږی

بیا حضرت علی وویل :  چې زما نه مه پوښتئ چې د هغه نه وروسته څه کیږی

وایی دجال له ځان سره اور او اوبه راوړی هغه چې خلک هغه اوبه وینی په حقیقت کې هغه اور دي او په هغه چې د اور ګمان کیږی هغه  زلالې اوبه دي  .

يَتْبَعُ الدَّجَّالَ مِنْ يَهُودِ أَصْبَهَانَ سَبْعُونَ أَلْفًا عَلَيْهِمُ الطَّيَالِسَةُ

[رياض الصالحين باب الدجال واخبارها ، الرقم ۱۸۱۲. صحيح مسلم كتاب الفتن واشراطها ۵۲۳۷. مسند احمد ۱۲۸۶۵] .

حديث : اویا زره یهودیان ، داصفهان شنه کالی اغوستونکی به هغه بدرګه کوي.

امام صادق(رض) د دجال په هکله وایي:دجال  له قزوین ( هغه وخت د ایران نوم وو )راځي هر څوک چې یې مخي ته ودریږي هغه وژني او هر څوک که د هغه پيروی وکړی هغه کافر کیږی او هر څوک چې د هغه لیری شی هغه به فقیر شی

 هغه پر خره سپور دی د خره هر ګام يې شل مایله کیږی د خره پر هر تار وېښته  یو ډهل ځړیږي.

د هغه پوچي نقل او مسري(نبات) دي چې خلک هغه وخوري پوهیږی هغه پوچي دي

 

 د هغه  دوزخ جنت او جنت يې دوزخ دی. ټوله  پیروان یې لکه هغه کافران کیږی؛ هغه شر جوړونکی دی؛  نیکي يې نه ده خوښه؛ ډیر ظالم او ژر غضب کوونکی  دی؛ لومړی له کوفی نه خلک دین  او صلاح ته رابولی بیا عراق ته ځي هلته  د امامت او نبوت  ادعا کوی په دی وخت کې پوهان له هغه نه  جلا کیږی بیا د خدايي دعوا کوی بیا   هغه ړوند او کوڼ کیږی او پر تندی يې د کفر کلمه  لیکل کیږي.

د اهل سنت ا وجماعت په عقیده هغه له قیامت نه مخکی راځي او په اخیر د هر  لمانځه کې د هغه له شره  پناه غوښتل    واجب   ګڼل شوي ده

دپيغامبر (ص) دعا: خدایا؛ زه د دوزخ داور له شره او د مسیح دجال د فتنې نه تل تا ته  پناه دروړم.

 د روایاتو نه مالومیږی د هغه راتګ به د بشر لپاره یو لویه ازموینه وي او داسې فتنه به  جوړه کړی چې په تاریخ کې  به ساری ونه لري. لومړی به  د  نبوت بیا به د خدايي دعوا وکړي د هغه پیروان به  فسادکاران او حرامونیان وي.

 

از حضرت رسول اكرم صلى الله عليه و آله و سلم نه روایت شوی دی :

  اِنَّهُ لَمْ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِى الاَْرْضِ مُنْذُ ذَرَأَ اللهُ ذُرِّيَةَ ادَمَ أعْظَمْ مِنْ  فِتْنَةِ الدَّجالِ.

    له هغه  ورځي چې خدا (ج) ادم (ع) پيدا کړی بله داسې  لویه فتنه به  نه وی راغلي

 

 

 حضرت اميرالمومنين (رض) دحضرت پيغامبر اكرم صلی الله علیه و آله و سلم  نه روایت کوی هغه  (ص)وویل: له قیامته مخکی دا شیان  هرومرو واقع کیږی:  دسفيانی راتلل، دجال، دود، دابه‌الارض، مهدی اخیر زمان راتلل، دلمر ختل له لویدیځ څخه،  دحضرت عيسي روح الله عليه‌السلام را کښته کیدل، ، دجزیرة العرب په ختیځ کې یو لوی ژوروالی،  د یمن دمځکې  له تله د اور راوتل چې خلک محشر ته بیايې

ویل کیږی  حضرت مهدی اخیر زمان اتلس ورځی  مخکی له  دجاله ظهور کوی

رسول صلي الله عليه و آله و سلم  وايي:  عیسی(ع) دجال وژني خو شیعه مذهبه بیا وایي حضرت امام مهدي دجال وژني .

په صحیح مسلم  کې راغلی دی چې رسول (ص) ویلی : دجال چاغ او سور مخی سړی دی د سر وېښتان یې  ګورګوټی (چنګ چنګ) دی  ستر ګه يې لکه د انګور دانه چې د اوبو په سر وي ده.

په حدیث مسلم  ۷۰۳۴ کې له اَنَس بن مالک  څخه روایت شوی  دی چي رسول  (ص) ویلی دی : اوویا زره یهودیان به  له اصفهان څخه چې   فارسي شالونه به یې په سر وي  د هغه پيروي وکړي.

په كتاب كنز العمال ص ۲۹۱ راغلي:

دجال له اصفهان د یو کلی چې د رستقابادنومیږی راوځی په پیل کې یې لښکر  اوویا زره  لنګوټې یا پګړۍ(عمامه )په سردي.

 

  امیرالمؤمنین علی (رض) وایي: هغه د اصفهان له ښاره د یهودیه د کلی څخه راوځي.

محمد(ص) وايي: دجال زما په امت کې پیدا کیږی او څلوېښت ورځی وروسته عیسی (ع) د خدای لخوا مامور کیږی او هغه وژني.

 

 

 

رسول‌اكرم صلي‌الله عليه و سلم په «حجةالوداع» خطبه کې فرمایلی دي:

خدای (ج) چي هر  پیغامبر رالیږلی دی هغه ته ېې ویلی چې خپل امت د دجال له فتنې وویروی هغه به ستاسو له منځه راووځي  د هغه پټ او مرموز اړخونه تاسو ته پټ نه پاته کیږی ځکه ستاسو خدای بینا دي  دهغه  راسته سترګه ړنده ده په مخ يې کفر لیکل شویدی.

 

رسول‌اكرم صلي‌الله عليه و سلم فرمايي:

 د بيت‌المقدس فتح او ودانول  دمدينې  له ورانولی وروسته کیږی  د مدینې جنګ به د دې جنګونو پيلامه وي بیا به قسطنطنیه فتح شی او دا فتح به  د دجال د راتلو پيلامه وي

 

دجال د خپلو  یهودو پیروانو سره  شام ته ځي او  هلته پرمسلمانانو تنګسه راولي په دی وخت کې حضرت عيسي عليه‌السلام بن مريم له  آسمان راتا کیږی  د، حضرت عيسي عليه‌السلام د راکوزیدو ځای د دمشق د شرقي دروازی د مناری وڅنګ ته دی  او ځینې نور روایات وایي په فلسطین کې د «لُدّ» د وره مخی ته را کوزیږي.

د هغه لومړی کار د دجال وژل دی نو د هغه پیروان  چې  اوویا زوو ته رسیږی ماته خوری او تښتی خو دهغو راز افشا کیږی او د خدای (ج) په امر ډبری په  خبرو راځي او وایي: ای دخدای بنده!ای مسلمانه!  دلته یو یهودی شته راشه او هغه مړ کړه!

  بیا عیسی (ع)پیشوا او حاکم کیږی  او مهدی يې  معاون او یاور کیږي

حصرت عیسی(ع) په اصلاحي کارو کې  د مسیحانو صلیب ماتوي  او ټول  سرکوزي وژني او د مالیاتو قانون له منځه وړی او خلکو ته ډير مال او شته ورکوی  چې ان خلک نور شته  نه غواړي  او د اسلام شریعت جاري کوي .

رفاه، آسايش و امنيت خپل اوج ته رسیږی  کرکه او دوښمنی له منځه ځي د مځکې واښه او میوې لکه د آدم (ع) په  وخت  کې پاکي او له برکته ډکي شنه کیږي.

 

« حضرت عيسي عليه‌السلام څلوېښت یا اووه کاله  پاته کیږی  بیا وفات کوي

د هغه وروسته  بیا  بې دینی په توندی ټوله نړۍ نیسی او بیا د قیامت نوری نښې راښکاره کیږی لکه  :

 دلمر راختل له مغریبه ، د دابة الارض راوتل ا و ياجوج و ماجوج دی.

بیا  د خدای (ج)  په امر د شام لخوا یو سوړباد را الوزوي او د هر چا په زړه کې چې يوه ذره ایمان وي هغه به  مړ شي او په نړۍ کې به  یوازې پست او بې دینه خلک پاته شي

خلک به  فساد  کوي او شیطان به  هغو  ی بت پرستی ته   وبولي؛ د هغو روزی به  ډیره  او ژوند  به يې هوسا شی او داسې څوک نه پیدا کیږی چې د خدای(ج) نوم په خوله واخلي په دې وخت کې د قیامت په شپیلۍ کې پوه کیږی او ټول ژوندی شیان مړه کیږی بیا یو نرم باران اوري او مړه به لکه په پسرلی  کې چې نوی واښه را شنه  کیږي ژوندی کیږي بیا د قیامت په شپیلۍکې بله  پوه کیږی  خلک به  ګوری او اوري:  ای خلکو!  دخپل پروردګار خواته  راشئ.

 نوربیا