|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
محمود نظری دجال څوک دی؟ دویم کښت
المسیح الدجال( په عربي کې درواغجن مسیح ته وایي) چې په یونانی هغه ته s antichristo ، په فرانسوي ا و انگليسي کې هغه ته " آنتي كريست antichrist وایي چې مانا يې دمسيح ضدده. ځینې پوهان وايې :دجال د یو شی پر مخ دپوښ اوارولو ته هم وایي یاني هغه شی دی چې باطن یې کم ارزښته اومخ يې برېښیدونکی او یا طلاکاری وي یانی هغه څوک چې په باطن کې درواغجن او منافق وي خوظاهراً پوه اوعالم ښکاري: ددجال لغوی مانا نجاست هم ویل شوی دی. یاني دجال د مځکې مخ له نجاسته ډکوی.هغه ته مسیح دجال وایي. ولی د هغه نوم د عیسی(ع) سره یو شی دي؟ ځکه حضرت عیسی په قران کې د روح الله په نامه یاد شوی دی د هغه به په لاس تیرولو(لمس کولو) سره خلک متبرک کول او دجال به په خپل لاس تیرولو سره خلک شیطاني لاری ته بیايې
د دجال ریشه دجل ده چې درواغ . نفاق او نیرنګ ته وایي او په عربي د طلا اوبو ته وایي له همدې سبب ډير درواغجن سړی ته چې باطل حق ښیي ته دجال ویل کیږی یا هغه چا ته وایي چي ژبه اوزړه یې یو شی نه وي یاني، ددین راهزن ، راس الکفر ،د ډیرو خلکو ختا استونکی ، هغه څوک چي په کوډو ،جادو او ختااستلو حق پوښی او باطل حق ښيي دی
د د جال راتګ د قیامت یوه لویه نښه ده چې دقیامت نورې نښې به دهغه وروسته
ژر ژر پېښي شي.
ددجال نوم زموږ په ادبیاتو کې: په اسلامي احادیثو کې دجال د عیسی(ع) ضد ګڼل شوی دی تر ټولو لومړي شعرونه چې د دجال کلمه په کې راغلې ده د حکیم ناصر خسرو (۳۹۴-۴۸۱ ق) دیوان دی چې دجال نوم اووه واري په کې راغلی دی،چې دوه ځایه يې نړۍ د دجال سره پرتله کړې ده. خاقاني په خپلو شعرونو کې د دجال کلمه (۲۲)واري راوړې ده. رحمان بابا هم ددجال نوم یاد کړی هغه وایي: په عیسی او به دجال کي ګناه نشته د مکرونه دی دنفس ود شیطان او همداسې نورو شاعرانو د دجال اود هغه له کړو څخه په خپلو شعرونو کې یادونه کړې ده چې ځینې نامتو ته يې دلته نغوته کیږی. لب بگشا ، هیكل عیسى بخوان كز دم دجال جفا مردهاند "مولوى"
چرا سوزن چنین دجال چشم است كه اندرجیب عیسى یافت ماوا "خاقانى" گر او هست دجال خلقت به رغمش تو را كم ز عیسى مریم ندارم "خاقانى"
چه مىخواهى از این دجال رایان چه مىجویى از این مهدى نمایان "عطار نیشابورى"
اى دریغا مهدیى، كامروز از هر گوشهاى یك جهان دجال عالم سوز سر بركردهاند "سنایى"
دجال چيست عالم و شب چشم کور اوست
«ناصرخسرو»
«ناصرخسرو»
«ناصرخسرو»
«ناصرخسرو»
«ناصرخسرو»
«خاقاني »
«خاقاني»
«خاقاني »
«خاقاني »
«خاقاني »
«خاقاني »
«نظامي »
«مولوي »
«سعدي »
«حافظ» دا لاندی اشعار بیا د محي الدین ابن عبری له کتاب تباشیر المحرورین ( دشپږمې پېړۍ شاعر) څخه رانقل شوی دي:
إذ إتّحد اليهود مع النّصاري
هغه وخت
چې یهود او نصاری سره یو( متحد) شي
پورته به
والوځي د وسپنو سره( الوتکو)
مسجدالاقصي
به ونیول شي
ښځې به
حاکمی شی
اور به
په خلیج کې بل شي
د حجاز
پاچاهي به بدو (پستو) خلکو ته ورسیږي
په جګړه
کې به ستوری ژر فانی شي
د هغو
پایتخت به دخلیج په غوړو( تیلو) فانی شی
یاجوج
وماجوج فنا(وژل) کیږی
ناری به
وهي، اي د وینو سیندونو په هیجان شی
ووایه اي
لغړ دجاله تیار شه
درا تلو
وخت دی نژدې دی نوربیا
|
||||||||||||||