کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظری

دجال څوک دی؟

په عربي فارسي نوی ډیکشینري « منجدالطلاب» کې او په «لاروس» ډیکشینري کې د دجال د ویي(لغت) مانا داسې راغلې ده:

(د طلا اوبه، لویه غټه  ډله،درواغجن   او د  هغه غولونکي  مسیح ستاینوم  دی چې په اخیره زمانه کې راځي .)

«مهدي پرتوى آملى» ددجال د لغت په هکله لیکي :دجال د دجل د لغت  د مبالغې صیغه ده چې د خدعه ، نیرنګ، حیله او باطل مانا لري .

«ډاكټر محمد خزائلى» د دجال له لغت نه  ډیر ښکلی او ښه تعبیر کړی دی هغه وایي: دجال یو مرکبه کلمه ده الف او لام یې  هغه دي لکه چې د دانیال او خرقیال نومونو په اخیر  کې  شته چې د خدای(ج) په مانا دی او لومړی جز  يې چې د «دژ»، «دشمن‏» ا و«دشوار» جرړه لری دضد. یا دوښمن په مانا دی نو د دجال تعبیریاني د خدای(ج) ضد یا د خدای (ج)دوښمن  مانا لري.

ځینې مسیحي پوهان وایي دجال یو عام نوم دی دهغو ی په اند دجال او دجالان هغه کسان دي چې مسیح تکذیب وي

ځینې اسلامي لیکونکي د دجال د جرړی په پام کې نیولو سره هغه یو ځانګړی تن نه ګڼي بلکه هغه د هغو کسانو لپاره   نوم ګڼي چې غولونکي  اوحیله  کوونکي وي  چې د خلکو د غولولو لپاره د هرې وسیلې نه کار اخلي.

په اسلامي  کتابونو کې هم  د دجال  د ډیروالی په هکله احادیث شته . حضرت محمد(ص) خلک له دجال څخه  ویرول او ویل يې چې هغو فتنه دي .

ايها الناس ما بعث الله نبيا الا و قد انذرو قومه الدجال

ای خلکو! خدای(ج)هیڅ پیغامبر نه دی مبعوث کړی مګر داچې خپل کام يې د دجال د فتنې خبر کړی دی

یو بل حدیث چې د صحيح ترمذي نه نقل شوی داسې دی:

 

 

  انه لم يكن نبي بعد نوح الا انذر قومه الدجال  و اني انذر كموه

هر پیغامبر له نوح وروسته خپل کام د دجال له فتنې ویرولي دي او زه هم تاسو خبروم.

ددې نه مالومیږي چې  هر وخت دجال وجود درلود او هر پیغمبر خپل د وخت  خلک د هغه نه ویرولي دي کنه دې مانا نه درلوده چې پخواني انبیا   دی خپل خلک د ډیر لیري راتلونکي فتنې نه وویروي.

 

 لهحضرت علي (رض) څخه  روایت شوی دی:  هغه وايي  زه دهغه دوو دجالانو  څخه چې له فاطمې نه دی تاسو خبر وم او هغه دجال چې د بصرې له دجلې  څخه  راځي  هغه زما نه دی هغه د دجالانو پیلیزه ده.

 

په دی لاندی  مبارک حدیث شریف کې راغلي دي چې:

لا تقوم الساعه حتي يخرج ثلاثون دجالون كلهم يزعم انه رسول الله

پیغامبر(ص) وویل: تر هغه قیامت نه راځي چې دیرش تنه دجالان  چې د پيغامبري دعوا کوي تیر نشي.

یو بل روایت وایي:

قال رسول الله :لا تقوم الساعه حتي يخرج نحو من ستين كذابا كلهم يقولون اني نبي

پيغامبر(ص) وویل:تر هغه نه قیامت راځی  مګرچې شپیته نفره درواغجن کسان چې د نبوت ادعای کوی رانه شی

بل ځای یې  فرمايي دي: د تیري کوونکی دجال له راتګ   څخه  مخکې اوویا نور دجالان راځي.

لنډه دا چې  دجال د یو ځانګړې سړي نوم نه دی هر درواغ جن ، غولونکی  او ګمراه ته دجال  ویل شویدی.

خلاصه په اخیر زمانه کې د حضرت مهدی د راتګ سره  به  یو ستر  غولونکی او درواغجن چې تر ټولو دجالانو  لوړ او مشر دی پيدا شي د هغه جنګ به  د بر حقو  هیوادونو سره  وي دا دجال   د نړۍ په پای کې راځي چې  دده د راتګ پېښي  په لږ وتوپیرونو سره په اسلامي ا ونورو منابعو کې راغلي دي

نور بیا