|
کور | تګلاره | اړیکې | محمود نظری |
||||||||||||||
|
|
|
|||||||||||||
|
پوهنمل محمود نظریپه نړۍ کې د خوړونکو توکو د بیې د زیاتوالي علتونهدویم کښتدخوړونکو توکو نه دتیلو کار اخېستل
لومړی لاس ژوندی محروقات: د خوړونکو توکو نه ژوندی محروقات جوړول دي،د خوړونکو توکو د بیې دزیاتوالی یو مهم لامل هم دا د بایو فیول(ژوندی محروقات) له انرژی څخه چې هغې ته ژوندی انرژي وایي په پراخه کچه کار اخيستل د ي.بایو فیول( ژوندی محروقات ) هغه جامد، مایع اوګاز ډوله محروقات دي چې هغه له ژوندي کاربن لرونکو توکو لکه له نباتاتو څخه لاس ته راځي .په پر مخ تللی هیوادو کې پخوا او په پرمختیايي او لږ ه وده کونکو هیوادو کې تر اوسه ډیر خلک د لرګو او له نباتی وچو پاتې شونو څخه د پخلي اود تودوخې لپاره کار اخلي. که څه هم د فوسیلي سوځیدونکی توکو(محروقات) لکه ګاز ، ذغالو او تیلو په راوتو سره د لرګو او نباتاتي پاټې شونو برخو استعمال لږ شو ی دی خو د وخت په تیریدو سره همدا پر مخ تللی هیوادو بیرته په بل ډول د دې لرګو او ژوندی نباتاتو او د هغو د حاصلاتو نه استفاده پيل کړه او د ځينو خوړونکی توکو لکه (جوار، پلی ، نیشکر ، جغندر، تیل لرونکی نباتات ،پټاټو ، میوو او داسی نورو) چې دخوارو هیوادونو خوړونکی توکی جوړوی تیلو انرژي ته ورته انرژی جوړول پیل کړه او په بازار کې ددی توکو لږیدل د نورو خوړونکو توکو په بیو بده اغیزه وکړه په ټوله نړۍ او په ځانګړی توکه په خوارو هیوادو کې د اقتصادی اله ګولې لامل وګرځیدل. د جرمني مخترعینو د دی ژوندی توکو نه ایتانول جوړوي او بیا د هغه نه د لوکسو موټر په چلولو کې کار اخلي. په امریکا کې د کرنیزو محصولات لکه جوارو، سای لوبیا او سویچ واښو، په اورپا کې د غنمو او نیشکرو؛ په برازیل کې نیشکر(ګنی )؛ په هند ، چین او د اسیا په سویل ختیځ کې سارګم او د ولیو د ریښو نه ژوندی انرژی بایو ګاز، بایو ایتانول، بایو بوتانول، بایو دیزل ، نبانی تیل، د لرګو ګاز... جوړیږی . چې دا ټول د ګاز، جامد او مایع په ډول دي.
اوس په نړیواله کچه له ژوندی محروقاتو له انرژی نه کار اخیستل ډیر زیات شوی او دې صنعت په اروپا اسیا او امریکاکې ډیره وده کړې ده او تر ټولو اسانه استفاده یې د انجین څرخول دي. دا ژوندی یا شنه انرژی اوس په امریکا او اورپا کې ډیره غوښتنه لري چې دهغه په اثر ډیر ځنکلونه او خوړونکی توکي له منځه تللی چی ښه بیلګه یې د ۲۰۰۸ کال د خوړونکو توکو د بیې اله ګوله ده چې اوس په نړۍ کې سیاسي ربړ شوی دی. تر اوسه په اندونیزیا کې ډیر ځنګلونه له منځه تللی او خلک يې بیځایه شوی دی او ډیرو ځایونو کې په هم دې موخه کیمیاوی درمل استعمال شوی دی چې د پاکو اوبو زیرمې یې هم ککړې کړی دي. ددی ژوندی انرژی تولید او د هغه نه مایع محروقات جوړول .او د هغه استعمال په لوکسو موټرانو کې کار ول ځکه ډیره غوښتنه پیدا کړې ده: یو دا چې دا انرژی هوا نه تودوی اوبل دا چې کاربن دای اکساید ټول سوځي او لږ دود تولیدوی چې دا د موټر انجین پاک ساتي او د هوا دککړتیا لامل نه ګرځي. د انجین ږغ لږوی او دهغه غورځیدل(تکان ) ورکوی او د هغه عمر ډیروي.
دا لاندی خوړونکو توکو نه انرژی تولیدیږی: ۱- د بورې تولیدونکی نباتاتو نه لکه: ګنیو(نیشکر) ، جغندر او نشایسته لرونکي نباتات لکه جواری، غنم د خمیری(تومنه) په واسطه تخمر کیږي او په پایله کې ایتانول(ایتایل الکهول ) ترې جوړیږي. ۲- له تیلو تولیدونکی نباتاتو څخه لکه سارګم ،سای بین ... دطبیعی تیلو له انرژی نه ګټه اخیستل کیږی او هم د الجی (اوبړۍ ) په تودوخه ورکولو سره خپل لزجییت له لاسه ورکوي اود دیزلي انجین دڅرخیدو لامل ګرځي.
۳-لرګی او دهغه دویم تولیدات هم دلرګو په ګاز او میتانول یا ایتانول تبدیلیږي. بایو دیزل : په یوروپ کې بایو دیزل له غوړو او حیواني وازګو نه جوړیږیي چې په دیزلي انجینو کې لکه : ولکسیواګون ،سیت،ایوډی او سکودا موټرانو کې استعمالیږي ایتانول:ایتانول بیا د نیشکر (ګني)، جغندر ، جوارو، پټاتو او میوو د تخمر نه لاس ته راځي چې په پترولی او ګاسولیني انجینو کې استعمالیږي.اوس داسی انجینونو جوړ شوی چی په هر ډول محروقات خوری چې هغه د ایف ایف وي ( هر ډول تیل کارولای شی) نومیږي. بایو ګاز:عضوی توکي( لرګي. وچ واښه، حیوانی مواد ، ذغال او خوشایی دی) د هوا په نه شتون کې په زیرمې او ساتلو سره د میتان ګاز په کاربن دای اکساید بدلیږی چې د هغه نه د تودوخې ، بریښنا او د فارمي اوزارو په چلولو کې کار اخیستل کیږي. دویم لاس ژوندی محروقات:داد نه خوړونکی توکو نه جوړیږي او هغه عضوي توکي دي چې له نباتاتو او څارویو څخه لاس ته راځي لکه : پروړ، ښاخو نو ، پاڼې، خوشايي او نوري سلولوزي توکيدا پاتې شوني د اوکسجن په نه موجودیت کې د میکروبونو په وسیله په تناوبي انرژي بدلیږي چې اصلي منبع یې د کاربن دروان دی .د نبانی پاتې شونې د انرژی لپاره د استعمال موخې دا دي: د هوا نه ککړ تیا؛ د خرابو او خوسا شویو توکو نه ځان ژغورول ؛ د نړیوالې تودخې کمښتکه دا تولید شوی ګاز له منځه نه یوړ ل شی هغه په متان بدلیږی او هغه بیا داتموسفیر تودو خه زیاتوی نو په دی کار سره دا میتان ګاز په کاربن دااکساید بدلیږی چې هغه د میتان په پرتله ۲۳ په سلو لږ اغیزه لري.فرانک کیپلر او توماس روکمن کشف کړل چې ژوندي نباتات د میتان ګاز تولید وی د اصلی نباتاتو نه د هغو د پاتې شونو میتان ګاز ( ۱۰-۱۰۰) چنده ډیر دی او د نړۍ تودوخې لامل ګرځۍنو ځکه د هغه بدلول په کاربن د ای اکساید دوه ګټې لري:یو دا چې هوا نه تودوی اوبل دا چې کاربن دای اکساید ټول سوځي چې دود نه تولیدوي. درېیم لاس ژوندی محروقات
دا د اوبړۍ (الجی) محروقات دی د امریکا د انرژی دیپارتمنت د څیړنې په اساس د الجی انرژی د پترولو ځای نیولای شی .(۱۵۰۰۰) مایل مربع یا(۳۸۸۴۹)کیلو متر مربع د الجي انرژي کولای شي دامریکا د پترولو د انرژی ځای ونیسي.
|
||||||||||||||
|
|
||||||||||||||