کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمود نظری

  په نړۍ کې د خوړونکو توکو د بیې د زیاتوالي علتونه

په نړۍ کې د خوړونکو توکود بیې د زیاتوالي لنډ مهاله علتونه دا  دي:

 

- د نړۍ په ډیرو سیمو کې د حاصلاتو لږوالی

- په  پر مختللو  هیوادو کې له غله دانو نه د موټرانو لپاره

 تیلو جوړولو لپاره استفاده کیدل (Biofuel)

-   په نړۍ کې د غوښو ډیر  لګښت (مصرف )

-  په نړۍ کې د تیلو د بیې لوړیدل همداسې د کیمیاوي سرې، ترانسپورت او د کرنییزو اوزارو (وسایلو) د بیې لوړوالۍ

-د څارویو د خوړونکو توکو ډیرلګښت(مصرف)

-د نړۍ د وګړو د شمیر زیاتوالی

-  ډیرو خوړونکو توکو ته اړتیا

-د خوړونکو توکو  د زیرمو کموالی

-  بین المللی اقتصادی اله ګوله(بحران)

- د آزاد باراز اغیزې

- په  امریکا کې له غلو دانو نه د تیلو جوړولو لپاره  ډیره سب  سایدی ورکول

- په نړۍ کې اقلیمي بدلونونه

- د ځينو   هیوادو ویره

 

چې دلته هر فکتور په لنډه   ډول تشریح کوو:

  •  

د  څارویو خواړه:

 دملګرو میلتو  د راپوړټ په اساس په کال( ۲۰۰۶ )کې د څارویو  د خوړونکو توکو  کچه(  ۶۳۵ )میلیون تنه وه چې دا د ټول کال( ۳۶) په سلو کېدنړۍ د غلې دانې  جوړوي  دا اندازه په کال ۲۰۰۷-۲۰۰۸ کې( ۷۵۶) میلیون تنه ته رسیدلی ده .

د خوړونکو توکو استعمال د  لکسو موټرانو دتیلو لپاره:

د دی اله ګولی  یو علت د خوړونکو توکو په ځانګړې توګه د جوارو نه   دموټرانو لپاره د تیلو ایستل دی چې اټکلی سل میلیونه تنه  غلې(جوار) نه د لوکسو موټرانو لپاره  تیل جوړیږی اودا کچه  هر کال زیاتیږی چې دا د خوړونکو توکو د کمښت لامل ګرځي په ځانګړی توګه  پر مختیا یې او لږ پر مختیايي  هیوادو کې.

د بېلګې په توګه د جوارو نه لاس ته راغلو تیلو نه د یوې منځنی موټر د ټانکی د ډکولولپاره د د یو افریقايي  سړی د یو کال  د خوړو  جوار په کار دي.

 په نړې  ګې ډیر جوار کرل کیږی خو تیل ترې جوړیږی او دا بیاد بیې د  لوړوالی  لامل ګرځي اودا کمبود او لوړ بیه   په مارکیت کې د بدلون  او الیشونې لامل ګرځي دا چې ټول شیان سره تړلی دی نو لومړی په غنمو بیا  پر وریجو او غوړو ... اغیزه کوي

 

د نړې وګړو د شمیر ډیروالی

 

 دملګرو ملیتونو د خوړو او کرنې څانګې  د راپوړټ په اساس  په ډول ‌ډول هیوادو کې  د غلو دانو لګښت  کچه له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸  کال تر اپریل پوری یو په سلو کې  لوړه شوې ده  او په پر مختیايې هیوادو کې د خوړو د لګښت کچه  لوړه شوې ده.

د نړۍد وګړو شمیر   زیات شوی خو حاصلات په خپل حال پاته دي.

. په اسیا کې دخوړونکو توکو  زیاته غوښتنه

 داسیا دمنځني کلاس د وګړو  وده چټکه شوې ده د بیلګې په توګه  د هندوستان  د وګړو د شمیر په اساس  په کال ۱۹۹۰ کې د منځنی کلاس وده( ۹.۵) په سلو کې وه اوپه چین کې دا میچ(۸.۶)وه خو په  کال(۲۰۰۸) کې د دې  ودې کچه  په هند وستان کې دیرش په سلو کې  او په چین کې اویا په سلو کې ده   ځکه  د هغو د ژوند لارې او د خوړولو عادت تغییر شوی دی .

دتیلو د بیې د زیاتوالی

د تیلو لوړه  بیه دکیمیاوی سرې بیه دوه  کړی (چنده ) لوړه کړې ده  د سرې د تولید لپاره طبیعی ګاز ته اړتیا شته دا خپله یوه بله ستونزه ده ځکه د تیلو د رایستلو لپاره هم ګاز  او بریښناپه کار ده د طبیعي ګاز په لوړیدو سره د سرې بیه خپله لوړه ځي

همداسې  حاصلاتو  لیږدول او ددکرنی ماشین اوزارو تیلو ته اړتیا لري.

په  نړۍ کې د خوړونکو توکو لږ ه زیرمه

پخوا به هر  هیوادد خپلو وګړو د اړتیا وړ  د خوړونکو توکو  ډیرې زیرمې درلودی  اوس د ترانسپورت  په اسانتیا او پر مختګ  سره  دا کار نه تر سره کیږی  یوازې د اړتیا په وخت کې د نور هیوادو نه رانیول او  واردکیږی نو   ددې توکو د زیرمې کچه لږ شوی ده .

  په امریکا  کې د خوړونکو توکو د زیرمې  کچه  په ۲۰۰۸ کال کې د شپیتو کالو مخکې په پرتله  لږ ده.

 

) نړیوال اقتصادی  اله ګوله( بحران

 د نړۍ اقتصادی ګډوډی، د حالت نه سپړنه ،په تیره بیا د هغه د پېښیدو نه وړاندوینه د هغه مخنیوی بله   اغیزه ده  

د آزاد بازار تاثیرات:

 ډیر هیوادونه د دې پر ځای چې هیوادونه خود کفا شی وارداتو ته  یې مخه کړې ده  او ټول پر مختیايې هیوادونه د لویدیځو اوپر مخ تللی هیوادو ته مخه کړی دا ځکه هغو ته   د خوړونکو توکو  رانیول تر کرکیلې ارزانه تمامیږی .
پر مخ تللی هیوادو خپلو بزګرانو ته سبسایدی ورکوی نو ځکه هلته  خوړونکي توکې ارزانه دي.

ډیره  سبسایدی د غلو دانو نه د تیلو جوړولوته:

د(یو- اس- دي –آې) د راپوړټ له مخي په نړۍ کې د غنمو د وارد ولو او زیرمه کولو کچه  تر کال  ۲۰۰۶  کمه شوې ده  .

امریکا متحده ایالتونه   دغلو دانو (جوار) نه دتیلو جوړولو لپاره لوړه  سب سایدی ګالې د امریکا متحده ایالتو په سلو کې ۲۳ جوار حاصلات  د تیلو لپاره استعمالیږی ،یوازې په کال( ۲۰۰۷) کې په امریکا کې۸۱ میلیونه تنه جوارو نه تیل جوړ شوی دي.

د اقلیم تغیرات:

د ټولي ځمکې آب او هوا بدلون موندلی دی.

وچکالي په استرلیا، تودوخه په کلفورنیا، د موسمي اورښتونو نه کیدل په هندوستان   او وچکالي  په  نورو هیواد کي  نور علتونه دي

د ځینو هیوادو د ویره

 

د ۲۰۰۸ کال  په اوایلو کې په  ټوله نړۍ  کې نابوبره د غنمو وریجو ، جوارو، شودې او غوښو بیه لوړه شوه

ددې لپاره چې هر هیواد خپل اړه پوره کړی یو لړد پاملرنې کړنې يې وکړي د بیلګې په توګه چین، هندوستان، اندونیزیا، ویتنام ، کمبودیا ، مصر او نور هیوادو خپل د وریجو صارات بند کړل او همداسې ځینو اروپایی هیوادو لکه اوکراین، روسیی او سربیا د غنمو او نور خوراکی مواد صادرات بند او لارې وتړلې

 

نور بیا