کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 
   

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمود نظری

خندا او پر ژوندباندی د هغې اغیزې 

 

پنځم کښت

درماني خندا

 

 خندا داسي جادویې اغېزې لري چي نظرونه د ځان لوري ته راکاږي ، زړونه وړي او عقلونه ګونډه کوي

په نړۍ کې اوس داسې ځایونه  جوړ شوی چې هلته غمجن او خپه خلک خندا ته هڅول کيږي. د دې مرکزونو کارکوونکي وايي : کله چې موږ د ځان وژنکو ناروغانوپه خندولو پيل وکړ لومړی دا کارراته ډير خندنی بريښيد او ډېر ډاډه نه و. خو وروسته په پوه شو چې په خندولو سره د ډېرو خلکو ژوند وژغورل شو.

غنی خان وايي:

ای دحسن اونور دریابه! ما له یو ټکې دنـــــــــــــور را

سترګې ډکې دخندا را شونډې ډکې دســــــــــــرور را

 

کله نا کله انسان په خپل ژوند کې له داسي پېښو او دریځونو سره لاس او ګرېوان شي چي د تفکر کړی یې تنګه شي او د سینې تنګي یې زړه کلابند کړي او په ظاهري څېره یې د وېر او کاوړ آثار څرګند شی او مخ یې توره لمبه وهي ، څوک یې مخ ته نشي کتلای ، یوازینی شی چې د هغه مخ د کتلواو لیدلو وړ ګرزوي هغه یوه وړه موسکا ده ، موسکا هغه ماده ده چي دوېرجني  ټنډي ګونجي اواروی او  دمخ تور والی په ګلابي رنګ بدلوي .

که هر څومره انسان له سختودرېځونو سره مخامخ شي خو یوه وړه خندا هغه نعمت دی چې د هغه د مخ ښکلا برېښوي ، اودا کومه د تعجب وړ خبره نه ده ، دخندا سرچینه د انسان په دننه کې هغه فطري احساس دی چې د هغه په خوشاله ساتلو او د پېښو په وړاندي هغه ته د مقاومت کولو توان وربښي ، انسان ته سکون اوهوساینه ورپېرزو کوي.

اشرف خان هجری وايي:

هجری ته باڼه وچ مه لره چی خوږ یې
 
ستا په روغ وگړی څه دی که خندا کا

 

په هندوستان کې خلک د ربړونواتو نه د خلاصون لپاره خاندی او یو ځای يې د درمانی خندا لپاره جوړ کړی دی.

 په جاپان کې له خندا  نه د روح د آرامتیا لپاره استفاده کیږی او خلکو ته د خندا د ګټو په هکله مالومات ورکوي هغوی وایي:

په کار او ژوند کې ویره او استرس انسانان مخدره توکو او نورو  ناوړو ساتیرویو ته کشوی په خندا سره  د انرژی هارمون خوشي کیږي اوانسان د ارامتیا لامل ګرځي نو تل په شونډو خندا ولري.

 

اشرف خان هجری وایي:


 
 
په خندا په نڅا راغلم

ما وې اوس به نو هوس کړم

د انسان په بدن کې له پټو  اوغلیو استعدادو نونه یوه درماني خندا ده. یو دنمارکی څېړونکی وایي په ښارو کې  باید د خندا کولو ځایونه  لکه د سپورت او سګریت ځایونه  وجود ولري چې هر کارمن د ورځی لاقل لس – پنځلس دقیقي وخاندی .

هغه وایي: دا یوازې لاره ده  چې خندا د کار ځای ته ورشي.

په امریکا او لوېدیځو هیوادو کې د خندا پروګرامونه شته  چې په اوونۍ کې یو وار دایر ېږی دا ګټور دي خو کافی نه دی ځکه انسان هر ورځ خندا ته اړتیا لري.

هغه کسان څومره بدمرغه دي چې په څېرو کې یې موسکا نه لیدل کېږي او نه خاندی که هغوی ته مالومه وای چې خندا څومره مثبتي ګټي لري یوه شېبه به یې هم  په خندا بخیلي نه وای کړې.

رحمان بابا وایي:

د چمن د سرو ګلونو ته چه ګورم

هر هر ګل راته له و رایه په خندا دی

 

 

لمنلیکونه:

 

 

Persianone.com-۱

۲-:هفته نامه سلامت

Iscanews.ir/fa۳-

Mitili.multiply.com۴-

www.bosa.blogsky.com-۵-

۶-سپوږمی ناظمی ویب ساید

 

۷-خوشحال –ویکی پیدا

۸-بینوا ویب پاڼه

۹-سمسور ویب. افغانی شعرونه

۱۰-کمپو تری  پښنو قاموسونه

my.netshabur.tripod.com۱۱-

۱۲-تل خندا او تل روغتيا   

pushtu.cri.cn/1/2004/07/19/1@8918.htm - 17k  

 

 

=

۱۳- شعرونه، هیواد ویب پاڼه

۱۴- پیام مشاور نشریه ، ګڼه  ۲۷

۱۵-ډاكټر ميخايل ميلر، ژباړه: كامله پاينده پښتون- لیکوال ویب پانه

afghanforum.com  -۱۶

 

۱۷- ملنګ جان ویب پاڼه

 

pmkarwan.blogspot.com۱۸

۱۹- عبدالودود هجران، ژړا او خندا څه ده؟ تاند پاڼه