کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

پوهنمل محمود نظري

 

د مار دطب نښه(سمبول)

 

یوناني اسکولاپیوس د طب پایه ایښوونکۍ  چې لکړه یې په لاس کې ده او مار پر  ې تاو شوی دی د نن ورځي د طب سمبول ګڼل کیږی.

چې  اوس د مار او لکړې د دوو ځانګړوسمبولونو نه کار اخېستل کیږي چې لومړی یې مار د اسکولاپیوس په لکړه پیچل شوی دی چې اسکولاپی نومیږی او بل یې دوه ماره دهرمس په لکړې(کادوسیوس) پیچلې شوی دی چې یو جوړه وزرونه هم لری چې دا بیا کادوسیوس هرمس نومیږي.

ولې کوم یو یې دطب نښه ده ؟

 

اسکولاپیوس او د هغه طبي نښې:

اسکولاپیوس د طب پایه ایښوونکی بلل کیږی او د ژوند  پېچلۍ تاریخ لری هغه د آپولو د یوه الهه ( کورونیس)  زوی وو . آپولوخپله په کورنیس عاشق وواو هغه یې اومیدواره کړی  هم وه خو کورنیس په بل چاعاشقه وه او غوښتل یې د هغه سره واده وکړي، نو د آپولوخور آرتمیس هغه ووژله او هغه ماشوم چي لا نه وو زېږېدلی  د هغې په نس کې وو نو هغې ماشوم ژوندی د هغې له مړی بدن نه را ویست او د هغه نوم یې اسکولاپیوس کېښود بیا آپولو هغه د یو قنطورس چې( چیرون )نومیده  ته  ورکړ چې هغه ته  د شفا هنر ورزده کړي.

اسکولاپیوس په جراحي اود طبي بوټو په کارولو کې دومره ماهر شو چي مړي یې را ژوندی کول نو د مړو  فرمانروا (هاوس) د ده د کارو نه په غوسه شو او زیوس ته یې شکایت وکړ او زیوس دا احساس وکړ چې ده  د خدایانو فنا کیدل په خطر کې اچولی دی او هغه یې په یوه تندر سره مړ کړ.

اسکولاپیوس درې لوڼې درلودې چې مدیترنا، هایجنا او پاناسیا نومېدې چې هر یوه یې  بیاپه ترتیب سره د طب، سلامتیااو شفا سمبولونه شول .

د ۵۰۰- ۱۲۰۰  کاله له میلاد نه مخکې اسکولاپیوس د یوناني- رومي طب  د پام ور  اصلي کانون وو خلکو د هغه پرستش کاوه او همداسې د هومر په لیکونو کې اسکولاپیوس  له منځه نه تلونکی طبیب بلل شوی دی چې په جګړو کې یې شفا بښونکی کارونه تر سره کړی دي د طب پلار( بقراط) ادعا کوی چې د اسکلاپیوس له پښته دی.

مار او لکړه په  طب څه اړه  لري؟

د یو نامتویوناني   داستان په اساس هغه  وخت چې اسکولاپیوس یو سړی   چې ګلایوکس نومیده معاینه کوی په دی وخت کي یو مار و کوټې ته راغی اسکلاپیوس هغه مار په خپله لکړه مړ کړ په دی وخت کې بل مار کوټې ته را

 

 

Asculapius, the Roman god of healing

 

ننوت  چې یو ډول واښه یې په خوله کې نیولی وه  هغه یې د مړه مار په خوله کي ورکړه او هغه  مړ  مارژوندی شو د هغه وروسته اسکولاپیوس د هغو واښو نه د خلکو په ژوندی کیدو کې کار اخیست

 

 

  

کادوسیوس هرمس:

 د  یویوناني نکل په اساس هرمس  د مایا او زیوس زوی وو د یو یو بل نکل په اساس هرمس خپله لکړه د دوو مارانو چې په جنګ اخته وه ونیوله او هغو جګړه یې ودرول او دواړو مارانو ځانونه پر لکړې وپیچل چې تر اوسه ځینې په ختا سره د دې سمبول نه کار اخلي.

هرمس د تجارت او ثروت الهه ده چې په ختا سره  د طب په سمبول مشهور شوی دی  هغه یو غولونکی سړی او د غلو ملاتړ وو د یو بل نکل په اساس کله چې  ارتمیس کورونیس مړه کړه هرمس د ماما په نوم اسکولوپیوس د عملیاتو په واسطه  را ویست او داسې ویل کیږ ی چې  هرمس د اسکولوپیوس ماما وو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

رښتیني سمبول:

داسې مالومیږی چې اسکولاپیوس باید د طبابت سمبول وی ولې بیا هم ډیړ ځایونه د هرمس د نښې  نه استفاده کیږی

په( ۱۹ )پیړۍ کې یوامریکایی ډاکټر خپل سمبول  دهرمس نښه کړه هغه ویل دی یو تاجر او پیامبر وو او په( ۱۹۰۲) کې  دامریکا پوځ د هرمس نښې  خپرې کړې  چې بیا   یې ډیر ژرپه خلکو کې رواج وموند.

داسکولاپیوس لکړه د ټینګوالی  او قدرت نښه ده او د ډاکټرانو په ښو اخلاق هم دلالت کوی او مار بیا د ژوند بښلو نښه ده چې زوړ پوست غورځوی او نوی پوست چې  ددوباره   ژوند اوځواني  نښه ده راوړي .

تر اوسه په ډیرو هیوادو کې نوی ډاکټران د  بقراط قسم اخلی او وایی:

 «زه د آپولو په طب او اسکولاپیوس ، هايجيا و پاناسیا او ټولو الهې قسم خورم او هغوی شاهدان نیسم... ».

 

 

Asklepios with Caduceus