کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

 

پوهنمل محمود نظری

 

 

د کندهار دپایلوچانو تاریخ، کلتوراو دودونه 

 

لومړی برخه

سریږه:

 

په سیمه کي دظلم او ستم سره ډول ډول  مبارزې سوی چي د هغو د ډلی نه یوه یې د نامیانو(پایلوچان)اوځوانمردانو نهضت دی چي دخلکو د ګڼو پرګنو د آرمانو په پار یې اوږدې مبارزې کړی دی ، د بې وسو لاسنیوی یې  کړی دی او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلی ،هغو داسي  یونظام درلود چي ستمګرانو په ټول هغه قدرت چي درلود بیا هم د دوی نه ډارېدل

که د تاريخ پاڼو ، کلتور ، رزمي ا و حماسي ادبياتو ته  وکتل سي لیدل کیږی چي ځینوغیر اولسی هیوادو نو غلو او لوټمارانو ته پېسې ورکولې چي د دې خلکو په ډله کي ځان وردننه کړي اود خرابو کړه وړو  له کبله  هغو د پرګنو په وړاندی ودروي، هغوی بد نامه  او اولس د هغو نه مخ واړوي او د هغو نه ننګه ونه کړی چي داسی خلکو ته  بیا مدعي ویل سوی دی.

 ددوی له کیسو، عاداتو،  کړو وړو،  صفاتو، او ژبې نه دا جوته کېږی چي  دا خلک غله  اولوټماران نه  بلکی نیک ، مدد کونکی  او مرستندوی ځوانمردان خلک وو .

 ملک ا لشعرا بهار وایي: عیاری (نامیتوب) په خراسان کي تاریخی ځای لري چي خپل سازمان او مشخص ټولنیز اخلاقی او سیاسی موخې یې درلودل د بې وزلو لاس نېونه  یې کوله.

جروان دایک امریکایي ژورنالیست « په افغانستان څه تیریږی!» کتاب کي داسي لیکي:

 احمد شاه بابا چي واکمنی ته ورسېد د پایلوچانو زیات درناوی یې وکړ د هغو د درناوی  لپاره یې  د جشن او ښادۍ به ټوګه یو ځانګړې ورځ وټاکله او هغوی یې ښه او رښتیني خلک وبلل او هغوی یې د شاه مقصود په نامه په یوه سیمه کي استوګن کړل چي اوس د کندهار په شمال کي  د ډیرو ښو سیمو نه ده.

له هغه وخت  نه تر اوسه په بېلا بېلو شرایطو کي ډیر ځله ډول ډول  نامیان د خانانو د زور زیاتۍ، بې عدالتۍ اود پردېو د یرغل په مقابل کي ږغ پورته کړی او میدان ته راوتلی دی د بېلګې په ټوګه د روس په جنګ کي نامیان لکه ماما نبی(اولدار) ما ما ګلو، اقاجانو، لالا ګل سید په مخامخ جګړو کي مړه سوی دي .

دا نامیان چي خلکو د پایلوچانو په نامه بلل، هیڅ کله د شهرت غوښتونکی نه  وه بلکې ډیر عاجز خلک وه. هغه وخت مطبوعات نه وه خط او کتابت نه وو هغو خلکو چي لږ سواد  درلود په دفاتیرو کي یې کار کوی هغو د سلطنتی استبداد په هکله  څه نه لېکل او تل به یې د سلطنت په پلوی د هغو نا خبره بد ویل، ولی خلکو او اولس هغوی په زړه کي خوندی کړی او په خپلوبانډارو کي د هغو ستاینه او مننه کړی ده او محلي شاعرانو  اوسندرغاړو د هغو نومونه په درناوی یادکړی دي. 

ډیر خلک اوس هم  د هغو د کالو، کړو وړو او خبرو پېښې کوی  او خوند ترې اخلي .

تر اوسه دا خلک او دا لړۍ د یو مکتب په څیر پاته سوی ده چي  په بېلا بېلو زمانو کي یې یو یو سر را پورته کړی دی او تر اخیره پوری یې خپله ځانګړې آزادی  ساتلې  ده او په نامیتوب او مېړانې  یې ژوند تیر کړی دی   او نومونه یې د خلکو په ذهنو کي تر اوسه پاته دی  د هغو د مېړانې او کلک توب  باندی ټول کندهاریان  ویاړي،  د هغوکیسې کوی  او یاد یې په خپلو سینو کي ساتي.  د کندهار نوم د پایلوچانو سره پیوند لري او د یو بل نه نه جلا کیدونکی دی  تر څو چي کندهار وی او کندهاری وی تر هغه به دا نوم وي.

 

 

د پایلوچانو( ښه ځوانانو) په هکله څیړنې :

 

 د فتی  کلمه د ښه ځوان سره مترادف عربي کلمه ده .

د نجم الدین زرکوب په فتوحات نامه کي راغلی دي چي د فتوحات مانا او مفهوم  ځوانمردي  ده.

په غیاث اللغات کي د دې کلمې مانا ده ځوان او سخی سړی .

د فارسی په فرهنګ کي فتی د مېړانې  او ښه ځواني  په ماناراغلې ده.

 په آموی پېړ کي د فتوحات مانا او مفهوم نور هم  پراخ سوی دی  ځکه زړه ورټوب او مروت  ور سره یو ځای سوی دی

  د عیار کلمه ګر چي د  عربي د (ع) توری لري خو عربي نه ده  او ګمان کیږی دا کلمه د« ایار» پهلوی کلمی نه راغلې وي او په دري  اوپښتوورته یار ویل سوی دی .

دوکتور محمد معین وایي: د عیار کلمه د یار نه اخېستل سوی چي د ځوانمرد مانا ورکوي.

 د معين  په فارسی فرهنگ کي عيار د زیرک، چالاک او ځوانمرد په مانا او عیاری د حیله کوونکي  ، مکاري او ځوانمردي  په ماناراغلی دی .  دې خلکو خپل ځانګړی دود اود ژوند لاره لرله بیا د اسلامي تصوف سره  یو ځای سوی او د فتوحات بڼه یې نیولې ده.

عیار ته نوری ماناوي هم راغلی دي لکه:

ډير خوځنده اوښ، له خوشالی هره خوا  ته تلونکۍ سرګردانه سړی، طواف کوونکی سړی،  چالاک، حیله کونکۍ ،ختاایستونکۍ، جاسوس،هر ځایی. هوښیار..

عیار د زمری نوم هم  دی  چي زړه ورتوب ته وایي او هم د شاتر به په مانا راغلی دی.

عیار په پښتو کي د  یار یا  ښه ځوان  په مانا راغلی دی

په لغت كي د (ښه ځوان) اصطلاح مانا د يوه نارينه انسان د ظاهري څېرې ښكلا او وړتيا تعبير كيدلاي سي، چي په دې تعبير كي د نوموړي انسان څېره د هغه تر شخصيت او سيرت زيات مرجح شمېرل كيږي.

د تاريخ په اوږدو كي د (ښه ځوان) نوم چي  په عراق او شام کي(فتی) په ترکیه کي (اخی) په مصراو المغرب کي (سقوره) په سوریه کي (احداث) او خراسان کي عیاران، شبګردان، په یوه سیمه د ازبکستان او تاجکستان  کي د (الوفته) یادسوی دي  چي په خراسان کي  د عيار، فتي،شبرو، كاكه، الوفته، پهلوان او نورو نومونو سره په يوه مانا ياد سوي چي هدف يې همدا (ښه ځوان او یار) دى،  چي د ساسانیان په وخت کي را منځ ته سوی دي.

پوهاند زیار لیکی:

داسې اټکل کیږي چې کندهاري پایلوچان  له اړه د هغو خراساني یا په بله ویناسیستانی «عیارانو» له پاتېشونو څخه وي چې په سیستان کې د یعقوب لیث صفاری په مشری له «۲۵۳» کال د یوه افغانی دولت بنسټ اېښی وو او ظفرکاکا خیل په وینایې په پوځی اډانه کې پښتو پوره ونډه درلوده د «عیار»هم «ای یار»عربی بڼه انګېرل شوی چې پښتو انډول یې(ای مل- ایمل) کیدای شي.

 

 

پوهنوال باوری لیکی:د اوسني كندهار ښه ځوان د افغانستان د لرغونو پېړيو د پهلوانانو د منځنيو پېړيو د عيارانو او د اوسنيو پېړيو د ښه ځوانانو پرله پسې سلسله ده.

 په هر وخت کي پر ښو ځوانانو ليكنې سوي او د هغو د پیژندګلوی لپاره يې د هغه وخت مميزات او مشخصات بيان كړي او ليكلي دي چي د هغو په وسيله (ښه ځوانان) پېژندل کیږی، د بېلګي په توګه په لغت نامه دهخدا كي د عيار پېژندنه داسي سوېده:
شخصيكه جامه وسلاح مخصوص در جنګ همراه داشته باشد و مخفى كار ها بكند، مانند عمرو عيار

د سيستان تاريخ ليكوال په خپل اثر كي ليكي: (رجل عيار راكان كثيرالطوائف، ذكي ا و حرب، اشخاص كارى و جلد و هوشيار را كه از طبقه عوام الناس مردم حامل الذكر بوده اند و در هنګامه ها و غوغا ها خود نمايى كرده يا در حروب جلدى و فراست به خرچ داده، عيار ناميده اند
واعظ كاشفي په خپل اثر (فتوت نامه سلطانى) كي داسي ليكلي: (بدان كه علم فتوت علمى شريف است و شعبه است از علم تصوف و توحيد. . . مبدا فتوت را ابراهيم خليل الله است. . . و موضوع ان نفس انسان باشد. . . . بعضگى از ائيمه لغت بر ان اند كه فتوت جوانمردي باشد).

 علامه حبيبي په خپله يوه مقاله كي د ښه ځوان تعريف او پېژندنه په لاندي ډول كړېده (ښه ځوان به اصطلاح كندهار بركسى اطلاق ميګردد كه احتياجات زنده گى خود را از راه پيشه ورى و كديمنى بدست مى آورد، و انچه كمايي ميكرد در همان روز نثار ياران مينمود و براى فردا نه مى اندوخت.

  باید وویل سی چي د فتوحات مبدا د حضرت علی د رفتار اعمال او اخلاق څخه اخېستل سوی دی چي یو لقب د حضرت علی شاه مردان وو

بيدل دې موضوع ته  داسې اشاره کوي:

کدامين شير يزدان مرتضی آن صفدر غالب

که می خوانند مردان حقيقت شاه مردانش

 

مصلح الدين سعدی شيرازی وایي:

           اگر زمين تو بوسد که خاک پای تو ام

                                                     مباش غره که بازيت ميدهد عيار

      هرگه که برمن آن بت عيار بگذرد         

                                                   صد کاروان زعالم اسرار بگذرد

      مرا در سپاهان يکی يار بود              

                                                  که جنگ آور و شوخ و عيار بود

     عشق را عقل نمی خواست که بيند ليکن        

                                                      هيچ عيار نباشد که به زندان نرود

دټولنیزو معاملاتو په بېلا بېلو زمانو کي دې نومونو ډول ډول ماناوي درلودې چي د ستمګرو او زالمو د خشم او کرکې سبب ګرځېدل نو ځکه د هغوی له نظره دا ښه ځوانان ته غله اوغدو ویل سوی دی خو بېوسو او بې وزلو خلکو  د هغو قدرداني کړې ده .

دا چي ولي دا  ښه ځوانان دومره  ډېری مانا وی لري؟ 

ځکه دا ښه ځوانان هر کاره خلک وه د ټولنې د بېلابېلو ډلو او کسبګرو سره یې تړاو درلود او هر یوه  بېله د ژوند لاره لرل او د خپل هدف لپاره یې له هر ډول کار نه مخ نه دی  اړوی ان دبډایانو او زالمانو مالونه یې غلا کوله په بیوزلو او بې وسو یې  ویشله او خپل نوم به یې نه بدنامه کوی.

نور بیا