کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظري

 

 

دطنز جوړښت

 

 په افغانستان کې  دخندونکي  انتقادي طنزونو لیکل دومره اوږده  سابقه نه لري  ګرچې  د  طنز  کلمه د بیهقي    په تاریخ او نورولرغونو اثارو کې  استعمال شو ده خو لکه   په  لویدیځو هیوادو  کې دومره پراخ استعمال يې نه درلود او د هغه پر ځای هجو  ، هزل  او ټوکه استعمالېدل.

 هجو  مستقیم او شخصي نیوکې ته وایي   چې پوهونکی او ټولنیز  نه دی.

 او هزل چې د جد( پند) ضد مانا لري چې ډیر د ټوکو او شوخيو سره اړخ لګوي  .

طنز سوچ اچو نکۍ دوه ګونۍ پېچلۍ ماهیت  لري ګرچې طنز خندا لري خو خندا يې هدف ته د رسیدو لپاره وسیله ده ، هغه په ښکاره  څوک خندوي خو د هغه  ترشا بیا  ډیر تریخ او هېښونکی واقعیت پروت وي   چې انسان ژړوي ؛هغه په چرت کې اچوی نو د همدې کبله  به هم وې چې وایي: «طنز یانی زار زار ژړل او طنز یانی آه آه خندل »

طنز په خپل ذات کې انسان په شک او تردید کې اچوي

نو ویلای شو چې طنز د عرف خلاف هزل دی .طنز پارادوكسيكال جوړښت لري خو د هزل  دفشار په واسطه صفر او ان منفی ته رسیږي پایله دا چې د رسم او رواج ضد  له یوې خوا، هزل د بلې خوا ، له دوو خواوو  لکه یو کلنګ طنز  جوړوي. دا چې پارادوكسيكال  له یوې خوا عمل کوي نو ویلای شو چې طنزانتی پارادوكسيكال یا ضد و نقيض‌ جوړښت لري  .

ددې لپاره چې د طنز په جوړښت  پوه شو باید لومړی هزل  وڅېړو:

په اثباتي تعریف کې لطيفه‌، مطايبه‌، ټوکه‌، بذله‌، مضحكه‌، ملنډی او تمسخر هغه نومونه دي چې هزل ته ورکړ شوي دی او په دري ژبه کې شوخي د ټولو ځای نیسي. نو د هزل د جوړښت  اثباتي تعریف دا دی:

هزل هغه ویل یا عمل  دی چې یو ډول غفلت ولري

۱- غفلت

غفلت (نه خبر تیا)، دوه ډوله دی یو مصنوعي او بل طبیعي.

مصنوعي غفلت بیا دوه عامله یو تغافل او بل اغفال لري

چې په تغافل کې څوک  خپل ځان ناګاره اچوي.  

 

دوش‌ از مسجد سوي‌ ميخانه‌ آمد پير ما

چيست‌ ياران‌ طريقت‌ بعد از اين‌ تدبير ما

 

شاعر دلته  دا ښکاره خبره په استفهام کې نغړي.

 یانی موږ هم باید میخانې ته ولاړ شو.

خوپه اغفال کې  بیا بل څوک په غفلت کې اچول دي

 

بيا و كشتي‌ ما در شط‌ شراب‌ انداز

                            كه‌ گفته‌اند نكويي‌ كن‌ و در آب‌ انداز

 

 دلته شاعر د دې متل«نكويي‌ كن‌ و در آب‌انداز» نه یو ه بله مانا  اخلي:

نكويي‌ كن‌ و جام‌ ما را در خم‌ شراب‌ انداز!

 

اغفال بله مانا( ختا ایستل  ) ده لکه  د(شمس‌الدين‌ محمد تبريزي‌)دا بېلګه.

وې پوښتل :

هلکه خوشالي څه ده؟

ومې ویل:

 دا ګړی ستا حضور.

( ختا مې ایست)

طبعي غفلت څلور عامله لري:

۱-ختا

۲بلاهت(ساده ګي)

۳ جنون(لیونتوب)

۴ نبوغ

د ختا غفلت هغه غفلت دی چې کله کله په ټولو انسانانو کې لیدل کیږي.

د بلاهت غفلت د ساده خلکو غفلت دی. او د جنون غفلت د لیونیانو غفلت دی.

د  لیونیانوغفلت ته نژدې غفلت د مستي غفلت دی چې د مستانو په داستانونو کې لیدل کیږی لکه  د( مست محتسب )   داستان  چې په منطق الطیر کې داسې راغلی دی:

 

 

محتسب‌ آن‌ مست‌ را مي‌زد به‌ زور

مست گفت ای محتسب کم کن تو شور

زآن‌ كه‌ از نام‌ حرام‌ اين‌ جايگاه‌

مستي‌ آوردي‌ و افكندي‌ به‌ راه‌

بوديي‌ تو مست‌تر از من‌ بسي‌

ليك‌ آن‌ مستي‌ نمي‌بيند كسي‌

در جفاي‌ من‌ مرو زين‌ بيش‌ نيز

داد بستان‌ اندكي‌ از خويش‌ نيز

(عطار نيشاپوري‌)

 

نور غفلتونه هم شته لکه د عشق غفلت د ماشومتوب غفلت او داسې نور

د ماشومتوب دغفلت  یوه بېلکه دلته راوړو:

استاد ابوعلي‌ دقاق‌ وایي:

 بشر حافي‌ د المعافابن‌ عمران  دکورور وټکاوه .

ږغ شو:

څوک يې‌؟

وېویل‌: بشر حافي‌.

وړې انجلۍ له کوره ورنارې کړه:

 که دی په دوه ډانګه(دوخت پیسې) بوټونه پیرودلي وای ،د لوڅې پښې (حافی) له نومه   ښه وو.

 (‌د قشيريه‌ رساله)

«حافي‌» په‌عربي‌ کې لوڅو پښو ته وایي.

خو د نبوغ غفلت بیا په نوابغو کې لیدل کیږي.

 غفلت چې په هر ډول وي  بیا هم د درک او پوهې  وړ دی.

د غفلت د  ډولونو رول  د طنز د دوو برخو نه یوه برخه ده خو د عرف  (رسم او رواج )سره د  تضاد جوړل یې بله برخه جوړوی  که  دا په پټ ډول  وي په هغه صورت  کې موقعیتي  طنز جوړوي.

 

                واعظان‌ كاين‌ جلوه‌ در محراب‌ و منبر مي‌كنند

                   چون‌ به‌ خلوت‌ مي‌روند آن‌ كار ديگر مي‌كنند

(حافظ‌ شيرازي‌)   

دلته د عرف خلاف د واعظانو کړه وړه چې په پټه څه کوي، دوه هزلونه  ښيي چې  یو یې اغفال (شاعرد هغو مخه نیسی) او بل یې بلاهت( هغوی نه پوهیږی چې تیز انده شاعر په دې کارو پوهیږي)  خو دا خلاف د عرف  هزلونه پټ دی او د هغوی لڅونه ذهني هڅه غواړي.

 

 دلته مو هزل د جوړښت د اجزاو له له اړخه  وڅېړئ خود هغه ترکیب درې عمده ډوله لري چې هزل او طنز ددې درو  لاندی جوړښتونه  بیا د عرف  سره یو پیوند جوړي

الف‌) ظرافت‌:

دطنز دا  جوړښت د طنز ویونکی دچارو د کشف(لڅیدو)  په اساس منځ ته راځي چې  نازک خیالي غواړي.

لکه دا بېلګه:

هغه سپین ږیري   ته وویل:

غواړی خدای ووینې؟

هغه وویل:

یا.

 وې ویل:

ولې؟

هغه وویل:

موسی(ع) غوښت هغه نه ولید خو محمد(ص) نه غوښتل. هغه و لید

(السمعاني‌)

 

 په ظرافت کې ملنډي ضروري نه دي  خویو لویدیځوال لیکوال وایي ملنډي د ظرافت سره د طنز ښکلا زیاتوي .

حاضر ځوابي بیا ظرافت غواړي اود طنز تاثیر زیاتوي.

ب‌) نقيضه‌:

 دغټ شي وړوکی ښوول ته نقيضه وایي. لکه چې شاه‌ نعمت‌الله ولي‌ وایي:

د جانانه سره  داسې بوخت یم چې ځان په موږ کې نه ځایږي.

و بسحق‌ اطعمه‌ وایي:

د حلوا سره مې داسې حال دی  چې ډوډۍ نه په کښې ځایږي

 (همان‌)

 

دعبيد زاكاني«اخلاق‌الاشراف رساله » د اخلاق د کتابو لپاره‌‌ نقيضه‌ده:

خو لویان وایي دا نقيضه ښه خصلت نه دی.

 

                دروغي‌ كه‌ حالي‌ دلي‌ خوش‌ كند

                                             به‌ از راستي‌ كت‌ مشوش‌ كند»

(عبيد زاكاني‌،)

د( تعریفاتو ) په رساله کې نقیضه داسې راغلې ده:

:

«الجاهل‌: دولتيار.

الصوفي‌: مفتخوار.

 البازاري‌: هغه چې له خدایه نه ویریږی.

 المحتسب‌:دوزخي‌.

 الواعظ‌: هغه چي وایي او نه يې کوي.

 المجرد: هغه چې پر نړۍ خاندي.

 ذوالقرنين‌: هغه چې دوې ښځې لري.

 العشق‌: د زورګارانو کار.

 الريش‌:  دمتفكرانو قواله»

 (همان‌)

مشرف‌ اصفهاني‌، وايي: د ادبي نقیضې تر ټولو تندې بیلګې ته  «تزريق‌» وایي  چې یو ډول بې مانا شعر دی  چې شاعر شعری تناسب نه مراعتوی ،او په بې مانا وییو یې وزن او قافیه برابروی.

 مشرف‌ اصفهاني‌،  چې یو له  تزريق‌ ویونکو دی وایي:

ز افسار زنبور و شلوار ببر

                                            قفس‌ مي‌توان‌ ساخت‌ اما به‌ صبر

(نيكوبخت‌)      

 

                       

 

ج‌) نقيصه‌:

دا ډول طنز ،دضعیقو شیانو غټ ښوول دی  کیداې شي دا نقصونه جسماني یا نفساني وي.

د بېلګی په توګه:

دوه مچان د یوه پک پر سر ناست وه .یوه ویل موری! تږی یم اوبه غواړم.

هغه بل ورته وویل : زه په دی لویه دښت او بیابان کې تا ته اوبه له کومه کړم.

(بهرنې خندنۍ ټوکې)

چې دلته اغفال( بل مچ ختایستل دی) او نقیصه(د پک سر ته بیابان ویل) دی

 

 د یو طنز تاثیر هغه وخت زیاتیږي چې ظرافت  یو له دغو دوو  جوړښتونو سره یوترکیب جوړ کړي.

 

دطنز جوړښت ددې  جوړښتونو په اساس په کلي ډول دوه ډوله دی:

 ادبي او غیر ادبي. چې ادبې يې شعري او داستاني دی .

  شعری يې هغه دی چې په مجاز.تشبه، کنایه، استعاره. ابهام..... ولاړ وي او داستاني  طنز هغه  دی چې په   راوی ، اتل، صحنه، دیالوګ، پېښو...  ولاړ وي او غیر ادبي بیا هم دوه ډوله دی: ویونکی او تمثیلونکی چې په هنر کې د کومیک په درد خوري.

پایله دا چې د عرف سره ضد والۍ او هزل د طنز  دوه اصلي عنصره جوړوي. او هم هزل د طنز تاکتیک دی او دا تاکتیک په درو پښو ظرافت‌، نقيضه‌ و نقيصه‌ ولاړ  دی چې  هغه  دعرف د ضد سره  پیوند جوړوي.

 

 

حافظ‌ وایي:

 

                فقيه‌ مدرسه‌ دي‌ مست‌ بود و فتوي‌ داد

                                كه‌ مي‌ حرام‌ ولي‌ به‌ زمال‌ اوقاف‌ است‌

ددی بیلګې  سپړنه داسې ده:

د عرف ضد:می حرام ولی په  زمال اوقاف

هزل: د مدرسې فقیه مست وواو فتوا یې ورکړه .

 چې مستی(جنون) غفلت دی

د طنز ډول: ظرافت «مي‌ حرام‌ ولي‌ به‌ ز مال‌ اوقاف‌ است‌).

 

 

لمنلیکونه:

 

۱ـ ویکی‌پدیا، دانشنامه- آزاد

۲-

.daftaretanz.com/index.php?option=com_

۳-مجله تخصصي علمي زبان و ادبيات فارسي دانشگاه قم

 

۴-ادبيات بهاران

 

: محّمدعلي علومي  انتشارات کاروان۵-

 

۶- محمود نظری-(بهرنې خندنۍ ټوکې)