کور              |             تګلاره         |           اړیکې          |        محمود نظری              

 

 

 

 

 د طنز په هکله مالومات 

  طنزي برېښنايې کتابتون

افغانی طنزونه 

 بهرنۍ طنزونه 

  لرغوني طنزونه

  طنزي انځورونه

 بهرني طنز لیکونکي

 افغاني طنز لیکونکي

 ستاسو نظر 

 خندنۍ ټوکې 

 کارتونونه

 ادبي مقالې

  نوري ويبپاڼې

 

محمود نظري

دطنز ډولونه

 

رومیان وایي طنز  زموږ نوښت دی  خو طنز په لاتیني ادب کې د( لوسیلیوس )د نوم سره يو ځای پیل کیږي بیا نامتو شاعران لکه  هراس،جونال او پرسیوس  وده وکړې ده  . په  یوناني ادبیاتو کې هم د طنز ډیرې بېلګې لیدل کېږي چې ښه بېلګه يې د اریستفان کمیدیاني  دي. په روم کې بیاطنز   دحماسې بر خلاف د لویانو او اتلانو موضوع نه بلکې د اولس د ورځني ژوند انعکاس وو.

طنز هغه هنر دی چې په ټولنیزه عرصه کې په ظاهره متناسب والی کې نه  تناسب ښيي ، چې دا دخندا سبب ګرځي او دا بیا د طنز لیکونکي هنر دی چې څومره دا  ناتناسیب والی  هنرمندانه  او په ښکلی ډول ښیي.

طنز عربي کلمه ده چې په ملنډو ،  په انک (طعنه) ، عیب ،  رمز  اوان  په ښکنځلو  دچا یادولو  ته وایي.  په انګریزی طنز ستایر بولي  چې د لاتیني ستایرا څخه چې د یونانې جرړی( ستایروس ) نه  اخیستل شوی   دی ،مانا یې ده هغه لوښي چې له ډول ډول میوو ډک وي یانی مکمل خواړه .

جان درایدن په خپله مقاله( د طنز هنر) کې لیکي: طنز  په تیره توره  په تیزی سر له تنې جلا کولو ته وایي  چې سر بیرته  په خپل ځای شي.

 

 د ځینو طنزپوهانو او د نظر خاندانو په اند  درې ډوله طنزو نه شته.

۱- لفظي طنزونه

۲- ننداره یېز طنز ونه

۳-  موقعیتی طنزونه

 خوځينې نور بیا طنزونه  په شپږو  ډولو نووېشي:

  ۱- ټولنیز طنزونه

۲ـ ژورنالیستي طنزونه

۳-سیاسي طنزونه

۴- فلسفي طنزونه

۵-کلتوري  طنزونه

۶ـ تور ظنزونه

  خو دا ډول  ډلبندي هم د طنز په  اساساتو برابره نه ده ځکه په دې ډلبندي کې نه شوای کولای  ژورنالیستي طنز له ټولنیز طنز نه جلا  کړو او هم د ټولنیز او تور طنز توپیر نه جوتیږی  نو ښه دا ده طنزونه دموضوع ، قالب ،د بیان ډول ، دویلو ډول، لیر لید اوهدف په پام کې نیولو سره ډلبندي کړو ان د هغو خلکو چې دا طنزونه اوری  په عمر سره کولای شو طنز ډلبندي کړو.

د موضوع له رویه طنزونه په شپږو ډولو نو ویشل شویدی.

۱-ټولنیږ طنزونه

۲-سیاسي طنزونه

۳-تاریخي طنزونه

۴-مذهبي طنزونه

۵-فلسفي طنزونه

۶-تلفیقی طنزونه لکه ټولنیږ- سیاسی طنزونه

دقالب د رویه طنزونه په دووډلونو وېشل شوی دی:

۱- ژبني طنزونه

 ۲- انځوریز طنزونه

 ژبني طنزونه  په دوو ډولو نو نظم او نثر ویشل شوي دي طنزي نظمي اثار په  قصیده، قطعه ،رباعی ،ترجیح بند، ترکیب بند مثنوی او کله هم په غزل کې راتلای شي. او نثري اثار  په لنډ داستان ،رومان، ننداره، فېلم، خیالی مسافرت،د حیواناتو داستان، کاریکاتور او نکل ، لنډ کلمات ....کې راتلای شي .

د بیان له رویه د طنز ډولونه دا دي:

۱ـ اغراقي او مبالغه یی طنزونه

۲- تضادي طنزونه

۳- تناقضي طنزونه

۴-تمثېلي طنزونه

۵-چپه ویلي طنزونه

او داسې نور

طنزد محتوا او مضمون له مخي په دوو ډلونو ویشل شوي دي

۱- تریخ یا تور طنزونه

۲- خوږ یا سپین طنزونه

د تورو طنزونو خندا لږ او نېښ یې ډیر دی او په خوږو طنزونو کې بیا خوږه ژبه  او شوخی ډیره ده.

تورطنزونه د خیام او حافظ په شعرو کې لیدل کیږي.

طنزونه د عرصې په اساس په پېينځو ډولونو ویشل شوي دي.

۱-لیکلي طنزونه

۲- اوریدلي طنزونه

 ۳- لیدلي طنزونه

۴-انځوریز طنزونه

لیدلي او اوریدلي طنزونه

 

 

 

هغه څه چې په طنزونو کې کارول کیږي:

۱-  غټ شیان کوچني کول

۲- کوچني شان   لویول

۳-د یومشهور ادبي اثر خندونکی پېښې کول

۴- په داستان او ننداره کې د موقیعت جوړول

۵-  اصلي کلماتو ته   دملنډو قالب جوړول

 لمنلیکونه:

 

-۱ طنز- ویکی‌پدیا، دانشنامه- آزاد-

: محّمدعلي علومي  انتشارات کاروان۲-

مجله تخصصي علمي زبان ۳- ادبيات فارسي دانشگاه قم

۴-

daftaretanz.com