|
پوهنمل محمود نظری
حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن
څلورم کښت
سعدي په ګلستان کې لیکي: د همدان کازي د یو نعلبند پښت د شاګرد عاشق شو شپه او
ورځ يې د هغه په یاداوچرت کې تیروله. سعدي وايي:
این دیدهی شوخ میکشد دل به کمند
خواهی که به کس دل ندهی دیده ببند!
هلک هم پوه شو چې کازی يې عاشق شوی دی نو په بازار کې کازي په سوک وهی او هغه
ته په غوسه وایي پرېمیږده ! خو کازي ورته وایي:
از دست تو مشت بر دهان خوردن
خوشتر که به دست خویش نانخوردن!
د کازي مریدان او دوستان کازي ته په زیرکي اوظرافت وایي:
انگور ِ نوآورده ، تُرُشطعم بوَد
روزی دو سه، صبرکن که شیرینگردد!
کازي څو تنو ته دنده ورکوي چې د هغه په هکله پلټنه وکړي: هغه د خپل کورنۍ
یوازینی ګټونکی وو نو هغه ته ډیر زر ورکړه هغه تسلیم شو او ويې منله کازي ته
ورشي.
هر که زر دید سر فرود آورد
ور ترازوی آهنین دوش است!
کازي ټوله شپه شراب په سر او شباب په غیږ کې نیولی وو تر سهاره له خوشالی وېښ
وو او دا شعر يې په ترنم وایه:
امشب مگر به وقت نمیخواند این خروس
عشاق بس نکرده هنوز از کنار و بوس
لب بر لبی چو چشم خروس!، ابلهی بوَد
برداشتن ، به گفتن بیهودهی خروس!
خوبخیلانو دا خبر پاچا ته یووړ . پاچا غوښتل په خپلو سترګو کازي وویني نو د هغه
ځای ته ورځي هغه ویني:
شمع ولاړه، هلک ناست، می په جام کې ،کازي د پاچا دراتګه نا خبره د مستي په خوب
ویده وو.
کازي په سد کیږي سترګې لغړوي پاچا ویني سترګې موښي سمدلاسه له پاچا نه پوښتي:
لمر د کومي خوا راوخوت؟
پاچا ورته وایي:له ختیځه
کازي په حاضر ځوابي ورته وایي:"لا یُغلَقُاللهُ عَلیالعِباد حَتَّی
تَطلُعُالشَّمسُ مِن مَغربها"(چې لمر له لوېدیځه راونه خیژی د خدای د بندګانو
د توبې در نه بندیږي)
بیا په لوړ ږغ وايي: شکر د توبې دروازه خلاصه ده!
پاچاغاښ ماتونکی ځواب ورکوی :فَلَم یَکُ یَنفَعُهَم ایمانُهُم لمَّا رَاو
بَاسَنا" ( دهغو ایمان ،چې زموږ عذاب وویني نور هغوته ګټه نه رسوي)
پاچا امر کوی: کازي له کلا څخه لاندې وغورځوئ چې نور ددې کاره عبرت واخلي.
کازي اسمان ته لاس لپه کوي او وايي::
ای دجهان لویه خدایه! زه چې د دې کورنۍ په نعمتونو روزل شوی یم داګناه یوازې ما
کړې ده کاشکي بل چا دا کار کړی وای چې زما عبرت شوی وای.
پاچا دهغه ددي ځوابه وخندل او هغه يې وبښئ.
د د کازې د حاضر ځوابی کمال وږ چې پاچا يې وخندوی او وهڅوی هغه وبښي
د
سعدی د کاشغر په جامع مسجد کې یو طالب ویني چې کتاب يې په لاس کې په ښه لوړ ږغ
په ترنم وایي:
" ضَرَبَ زَیدٌ عَمراْ و کانَ المتعدّی عَمراْ
سعدي چې تل دجمال او اعتدال عاشق دی دا شعر سمدلاسه ورته وایي:
طبع تو را تا هوس نحوکرد
صورت صبر از دل ما محو کرد
ای دل عشّاق به دام تو صید
ما به تو مشغول! و تو با عَمر و زید
کله کله رټل شوی سړی د غچ اخیستلو لپاره غوڅ ځواب ورکوي چې دا غوڅ ځواب د هغه د
زړه د تشولو لامل ګرځي او زړه يې صبر کیږی چې شاهدکله کله داسې ځوابونه سزا هم
په بر کې و لري
وايي یوورځ امیر حبیب الله د بابر په باغ کې ساز اوریده دا چې خپه وونو استاد
قاسم ته يې په غوسه وویل: داسې ساز ږغوې لکه په خټو کې چې خیژې او امر يې وکړ د
هغه د تنبه لپاره نسقچی راولي؛ په دې وخت کې د انګریز سفیر راځی او د پاچا تر
څنګ په ځانګړې څوکۍ کښیني او استاد ته د سر په اشاره سلام اچوي او بیا د پاچا
سره په خبرو بوخت کیږي
استاد چې توهین شوی وو په ساز پيل کوي او دمیرزا مظهر خان دانامتو شعر وایي:
نه طمع ئی ز دنیا نه ز دین نصیب مظهر
تو به فن بیکمالی چقدر کمال داری
پاچا دا شعر نه واوریده ځکه د سفیر سره په خبرو بوخت وو کنه هرومرو يې سزا
ورکوله.
استاد قاسم چې د اعلیحضرت امان الله خان غازی ددربار ځانګړی سندر غاړی وو . (داپس) د انګریز سفیر چې په هند کې یې فارسی زده کړی وه کابل ته راغی چې د
استقلال په هکله د شاه امان الله خان سره خبرې وکړي، لا داستقلال معاهده نه وه
لاسلیک شوې په یوه میلمستیا کې
داپس د استاد قاسم څخه وپوښتل:
د موسیقي کومي الې دي زده دي؟
استاد قاسم وویل: ټوله
دایس وپوښتل : پيانو دی زده ده؟
- هو
-آیا هغه د افغاني موسیقي طرز چې تا جوړ کړی وي زما سره ږغوې؟
استاد وویل : هو
په دې شرط چې هغه نغمه چې زه د پیانو د یو اړخ څخه پيلوم تاسو د هغه بل اړخ
همهغسې وږغوئ.
داپس ومنل
استاد ناری کړل:
مکتب ماست جای استقلال
سرنمودن فدای استقلال
درس ما نکته های آزادی
سبق ما هوائی استقلال
ناستو خلکو پر له پسې چکچکې وکړې دایس خړ شو چې خپله يې د استقلال نغمه ږغولې
وه.
په یوه بله میلمستیا کې چې د استقلال پیمان لاسلیک کیدی استاد قاسم په ملي غرور
دا بیت ووایه:
میزند چشم کبود تو به مژگان ناخن
ترسم ای دوست میان من و تو جنگ شود
دایس هېښ پاته شو له ځایه پورته شو او چکچې یې وکړې
هغه د مرحوم (عبدالغنی مستغنی) دا شعرولوست
ناز دارد بی سر و سامانیم
بحر در بر قطرهء طوفانیم
آســــمان سیر سرگردانیم
مشکل هرکار باشد آسانیم
گرندانی غیـــــــــرت افغانیم
چون به میدان آمدی میدانــیم
استاد قاسم د دسقاو د زوی په پاچاهی کې د استقلال په ورځ دا محلي دوبیتي وویل:
مه قربانت شوم نارنج دستی
ببویت زنده ام هرجا که هستی
نه خود آیی نه نامهء میفرستی
مگر کافر شدی بت می پرستی
ځينی ناست خلک پوه شول چې د هغه موخه شاه امان الله دی په دې وخت کې امیر حبیب
الله کلکانی هم پوه شو هغه ته يې په لوړ ږغ وویل :بیا به امان الله ونه وینې.
:
وايي نادر شاه له استاد قاسم نه بد راتلل کله چې استاد د تبریکي لپاره ورغلی
هغه ته وویل شول هغه ویده دی هغه سمدلاسه دا د سعدي شعر ووایه :
ظالمی را خفته دیدم نیم روز
گفتم این فتنه است خوابش برده به!
میر غلام محمد غبار لیکي:
یوه شپه استاد قاسم په کابل هوتل کې دا شعر ولوست
چیست مردی و مروت؟ حب کشور داشتن
کینه و بغض برادر را ز دل برداشتن
په سبا يې نادر شاه هغه تهدید کړ او د ادبي انجمن مدیر احمد علی ته یې تیلفون
وکړ چې هغه ته نور مناسب شعرونه غوره اوورکړشی چې یې ولولي.
سعدی لیکی یومنجم چې کور ته راغی یوپردی سړی يې د خپلې میرمنې سره ولید نو په
ښکنځلو او بد ویلو یې پيل وکړ د هغه نه لویه شخړه جوړه شوه سعدی سمدلاسه داشعر
ورته ووایه
تو بر اوج فلک چه دانی چیست
که ندانی که در سرای تو کیست!
خپل له کوره خبر نه یې د لوړو اسمانو احوال وایي
سعدي وايي یو ځوان د خپلي میرمنی له بد چلندڅخه یو سپین ږیرې ته ګیله کوي او
وایي:
جوانی ز ناسازگاری جفت
بر پیرمردی بنالید و گفت:
«گران باری از دست این خصم جبر
چنان میبرم کآسیا سنگ زبر»
یو ځوان د میرمنی د جبر ځح
هغه پوخ زاړه سمدلاسه ورته وویل:
صبر ښه دی دشپې چې د ژرندې پورته پله يې نو د ورځی ولې لاندی پله نه شې د هغې
ونې میوه چې خورې روا ده دهغه ځوزه هم نوش کړې
به سختی بنه- گفتش -ای خواجه، دل
کس از صبر کردن نگردد خجل
به شب سنگ بالایی ای خانه سوز
چرا سنگ زیرین نباشی به روز؟
چو از گلبنی دیده باشی خوشی
روا باشد ار بار خارش کشی
درختی که پیوسته بارش خوری
تحمل کن آن گه که خارش خور
وایي سلطان محمود غزنوی د قصر په زینه کی ولاړ وو د دربار یو شاعر عوفی ولید د
هغه نه يې وغوښتل پاچا ته په لومړی پټه ( زینه) کې داسې یوه مصرع ووایه چې هغه
دی د قتل امر وکړې او په بله پله کې باید داسې مصرع ووایي چې نه یوازې د لومړی
مصرع زهر له منځه یوسي باید انعام هم درکړي. عوفی ومنل
چې پاچا پښه په لومړی زینه کې کېښوول عوفی وویل:
مادرت کان کرم بود و بداد از پس و پیش
سلطان محمود په غوسه شو او غوښتل يې هغه ووژني هغه ورته وویل: یو بله زینه
پورته شه، هغه چې پورته ولاړ هغه ورته وویل:
به یتیمان زر و مال وبه فقیران زر و میش
او نو ر شعرونه یې داسې دی:
یاد داری که تو را شب به سحر میکردم
صد دعا از دل مجروح پریشان احوال
وه که بر پشت تو افتادن و جنبش چه خوشست
کاکل مشک فشان با وزش باد شمال
عوفی خسته اگر بر تو نهد منع مکن
نام عاشق کشی و شیوه آشوب احوال
اخځلیکونه
۱-ooshzad.blogspot.com
۲-رمز آشوب وب پاڼه
۳-akbar-salmanpanah.blogfa.com
۴-کابل ناته وب پاڼه
|